افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په یوه وینا کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بریا د ولس وبلله، ښاغلي له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په ټآکنو کې یې برخه اخستې ده.
ښاغلي غني پر خپلو سیاسي سیالانو غږ وکړ چې اوس : " د سیالۍ شېبه پای ته رسیدلی او نن د اشتراک ورځ ډه. "
افغان ولسمشر وویل د سولې په اړه د واک ته رسېدلې ډلې ژمنه داده چې ټول افغانستان ته به سوله راولي. ښاغلي غني وویل: "تمه ده چې موږ په صراحت ، جرات او فکر نوي سیاسي چاپیریال ته داخل شو "
افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې " د افغانستان اکثریت پاله ټولنه به طالبان جذب کړي. د حکومت سینه طالب او بلې هرې ډلې ته چې غواړي د ټوپک له لارې ځان ثابت کړي خلاصه ده. موږ سوله غواړو تلپایه سوله غواړو او دا ټیم به که خدای کول ټول افغانستان ته سوله راولي."