افغان ولسمشر وویل د سولې په اړه د واک ته رسېدلې ډلې ژمنه داده چې ټول افغانستان ته به سوله راولي. ښاغلي غني وویل: "تمه ده چې موږ په صراحت ، جرات او فکر نوي سیاسي چاپیریال ته داخل شو "
افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې " د افغانستان اکثریت پاله ټولنه به طالبان جذب کړي. د حکومت سینه طالب او بلې هرې ډلې ته چې غواړي د ټوپک له لارې ځان ثابت کړي خلاصه ده. موږ سوله غواړو تلپایه سوله غواړو او دا ټیم به که خدای کول ټول افغانستان ته سوله راولي."
د عکس سرچینه، ARG
د ټاکنو خپلواک کميسيون د شمېرو له مخې محمد اشرف غني۵۰،۶۴٪ عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲٪ او ګلبدين حکمتيار ۳،۸۵٪ رايې ګټلې دي.
ته ينج: د ټاکنو پايلې جنبش ګوند ته د منلو وړ نه دي
د
جنرال عبد الرشید دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش ګوند ویاند بشیر
احمد ته ینج د ټاکنو پایلو اعلان ته په غبرګون کې وویل، دا پایلې اسلامي جنبش
ګوند ته چې د عبد الله عبد الله ملاتړ کوي د منلو نه دي.
ښاغلي
ته ینج طلوع نیوز خبري چینل سره مرکه کې وویل اعلان شوې پایله "واقعي رایې نه دي بلکې د
خلکو واقعي رایې د ثبات او همپالنې ډلې ګټلې دي.
د
اسلامي جنبش ګوند ویاند تور ولګاوه چې "د ټاکنو کمیسیون غړو د
ځینو تمو او ګواښ په مقابل کې دا پایله اعلان کړې ده"
ښاغلي
ته ینج وویل په نژدې راتلونکې کې به د
ثبات او همپالنې ټاکن ډلې له خوا د اعلانېدونکي حکومت پوسټونه په
ډاګه شي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو په اړه د بي بي سي ځانګړی راپور
نبيل: د پایلو اعلان "په افغانستان کې د سختو کړکېچونو د پيل" په معنی دی
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
د محمد اشرف غني د ټاکنډلې غړی داود سلطانزوی له بي بي
سي سره په مرکه کې د ټاکنو له بهیره د ثبات او همپالنې د ټاکنډلې د وتو په غبرګون
کې ويلي، "نوماندان باید د ټاکنیزو ارګانونو تصمیمونه ومني".
د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې نوماند عبد الله عبد الله د ټاکنو پلې رد کړې،
ده د ټاکنو کمیسیون هغه غړي چې د ده په وینا خیانت یې کړی وغندل. عبد الله وویل د
ثبات او همپالنې ډله بریالۍ ده. ( موږ ګټونکي ) یوو. ښاغلي عبد الله وویل موږ ټول
شموله حکومت جوړو.
د عکس سرچینه، ABDULLAH FACEBOOK
څو ورځې وړاندې د افغانستان دوو مهمو سیاسي ګوندونو، جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي اعلان کړی و چې که د ولسمشرۍ ټاکنو په پایلو کې درغلي وشوه نو دوی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت اعلان کړي.
د نوماند عبد الله عبد الله د ټاکن ډلې مخکښ غړی فضل احمد معنوي :
معلومه خبره ده چې ښکاره درغلي او پر دیموکراسۍ کودتا شوې ده. د قضیې
تخنیکي اړخ او شمېرې ډیرې روښانه دي او څوک ترې سترګې نه شي پتولی. هېڅکله دا
پایله د منلو نه شي کېدای د ثبات او همپالنې ټولنې د ټاکن ډلې خبرې روانې دي. دا
چې د دوی دریځ به څه وي له وخته وړاندې ده، دا چې موازي حکومت اعلانوي او یا
بل کار خو یو څه روښانه دي او هغه دا چې د ثبات او همپالې ډله د ټاکنو دا د درغلۍ
پر بنسټ ولاړې پایلې نه مني، کمیسیون ددې پایلو په ډاګه کولو سره خپل مشروعیت له
لاسه ورکړه.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، فضل احمد معنوي وایي چې وروستۍ پایلې ورته د منلو وړ نه دي
په دویم کتار کې عبدالله عبدالله و چې ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایې (چې ۳۹٫۵۲ سلنه کېږي) خپلې کړې وې.
د ټاکنو د لومړیو پایلو له اعلان وروسته ګڼو نوماندان نیوکې وکړې چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده او دوی ته یې پایلې د منلو نه دي.
له هغه وروسته د جنجالي رایو د بیا شمېرنې او ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او اروزنې څو میاشتنی بهیر پیل شو.
بل لور ته د افغان ولسمشرۍ ټاکنو یو مهم نوماند او د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې نن سه شنبه یې کابل کې د مجاهدینو د انسجام شورا له غړو سره کتلي.