BBC Pashto
د وروستي خبر د خپريدا وخت نومبر 20, 2010 گرينويچ 10:35

په هلمند کې د فرهاد دریا "د سولې کاروان" کنسرټ په انځورونو

د افغانستان وتلي سندرغاړي او د ملګرو ملتونو د سولې استازي فرهاد دریا په سوېلي ولایت هلمند کې سندريز کنسرټ جوړ کړی و.

دغه کنسرټ ته د مېرمنو په ګډون زرګونه کسان ورغلي ول.

تر دې وړاندې ښاغلي دریا په هرات ولایت کې د "کلېکاږل ژوند ښکلی دی" په نامه کنسرټ جوړ کړی و، چې د چاودنې له امله ګډوډ شو.

نوموړي د هلمند دغه کنسرټ ته د "د سولې کاروان" نوم ورکړی و.

نوموړې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به د سولې پر لوري د خلکو د راماتولو لپاره دا ډول کنسرټونه کوي.

د تېرې جمعې پر ماښام ښاغلي دریا د هلمند په لښکرګاه ښار کې د زرګونه کسانو لپاره سندریز جشن جوړ کړی و، چې شاوخوا سل ښځې هم ورغلې وې.