
په پښتونخوا کې د خېبر ايجنسۍ نه د ۱۸ مړو جسدونه تر ډېره پراته وو.
د کوټې د مړو خاورو ته سپارلو نه پس د خېبر اېجنسۍ په باړه کې ۱۸ بې ګناه خلک ووژل شول. د باړې مظاهرينو دغه مړي پېښور ته راوړل او په پېښور کې د سخت احتجاج او مظاهرې په توګه پراته وو.
يو خوا په اسلام اباد کې د ډاکټر طاهرالقادري سره راغلي مظاهرين (مېرمنې او ځوانې نجونې او کوچني ماشومان) په بې نتيجې احتجاج کې ناست دي.
اسلام اباد بيخي قبضه او اسلام اباديان ښکېل دي. بل خوا پېښور کې د ۱۸و مړو جسدونو ټولې لارې او ورسره د خلکو ذهنونه تړلي دي او حکومتي چارواکي د ناچارۍ او بې وزلۍ ننداره کوي.
دا وخت د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې په جلا ستونزو بېلا بېل احتجاجونه روان دي خو ټولې ستونزې دا منظر پېش کوي لکه چې په يو بيمار کې قوت ختم شي او په هغه باندې يو وخت شوګر، د وينې فشار، د ګوردو ناکاره کېدو حملې وشي.
د پاکستان پنځه کلن جمهوريت په دغه شکل د بيمار ننداره کوي.
په بلوچستان کې ګورنر راج، سياسي، جمهوري او ولسي ناقراري ده.
په سندهـ کې د وزيراعظم پر وړاندې مظاهرې روانې دي. په اسلام اباد کې د طاهرالقادري لانجه او ورسره سترې محکمې لخوا د وزيراعظم خلاف د سزا د حکم سره پيدا شوى بحران دى.
پنجاب کې ټول سياسي جمهوري قوتونه د مخالفتونو با وجود روانو حالاتو شريکې ناستې ته مجبور کړل.
په پښتونخوا کې د خېبر ايجنسۍ نه د ۱۸ مړو جسدونه تر ډېره پراته وو.
پاکستان په نړيواله نقشه کې څه عجيبه منظر پېش کوي. د هر څه نه پرته د کوټې د ۸۶ مړو نه پس په پښتونخوا کې د ۱۸و مړو سره د خلکو احتجاج او د صوبې د والي لخوا په تسلو ناباوري خو په اول ځل د خېبر ايجنسۍ پوښتنه نوره زياته مهمه کړې ده چې د څو کلونو راهیسې د عملیاتو په نوم دلته د خر په ځاى د کولال د داغلو رسم اخر څه مانا لري؟
"پنجاب کې ټول سياسي جمهوري قوتونه د مخالفتونو با وجود روانو حالاتو شريکې ناستې ته مجبور کړل."
دا پوښتنه په اصل کې د جمهوري حکومت او د پوځ تر منځ د اختياراتو د استعمال خبره ده.
د صوبې والي د قبايلي سیمو دننه د پوځ د اختياراتو په ضد کې راځي او پوځ په قبايلي سيمو کې د ترهه ګرۍ پرضد د هر رنګه عملیاتو او کاروايۍ حق په خپل مد کې محفوظ لري.
لکه څنګه چې د پوځ اډټ نشته دغه شان پوځ په داسې معاملو کې چاته مسوول نه دى.
د خېبر ايجنسۍ ۱۸ مړي هم په دغه شان حالت کې دي. د پرسان او ناپرسانه ترمنځ دا پوښتنه د صوبې والي هم نشي کولى چې دا ۱۸ مړي د ترهه ګرۍ په نوم ولې وژل شوي دي؟
د دې پوښتنې ځواب ځکه نشته چې په خېبر ايجنسۍ کې دا کارونه دوه قوتونه کوي.
يو پوځ او بل هغه قبايلي مقامي تنظيمونه چې په خپله پرېکړې کوي.
پوځ، ملېشې، اېف سي په قبايلي سيمو کې د ترهګر په نوم هر څه کولى شي.
طالبان او نور مقامي تنظيمونه د جاسوس په تور خلک حلالوي. څو اوونۍ وړاندې په خېبر ايجنسۍ کې يو سېک د جاسوسۍ په تور حلال کړى شو.
د لږکیو په نوم سېکانو خپل مړو باندې هغه رنګ احتجاج و نه کړى شو خو اوس د باړې خلکو په خپلو ۱۸و بې ګناه مړو په اول ځل سخت احتجاج وکړ.
"دلته چې کوم مړي او مقتولان د پېښور په سړک پراته وو د هغوی تر شا دلیل فقط دا دی چې قبايلي پښتانه وو."
د دې احتجاج زور د پښتونخوا والي اخیستی شي يا د پښتونخوا چارواکي پرې ځان ملامته بللى شي خو د ۱۸و مړو تحقيقات او عوامل نشي لټول ځکه چې د هر عمل تر شا څوک نه یو څوک وي.
لکه د مجرم تر شا جرم، د مقتول تر شا قاتل، د قاتل تر شا يو حکم وي.
دلته چې کوم مړي او مقتولان د پېښور په سړک پراته وو د هغوی تر شا دلیل فقط دا دی چې قبايلي پښتانه وو.
په يو داسې سيمه کې ژوند کوي چې د تېرو لسو کالو راهیسې په نامعلومه ګولۍ وژل کېږي او بې هدفه پردي جنګ کې هم مړ او هم پړ دي.
د قاتل تر شا يې يو داسې حکم دى چې د هغه حکم لاندې ټول خلک راځي حتی والي هم د دغه حکم تابع دى.
په اسانو ټکو به دا ووايو چې نوکر به د خپل مشر نه څنګه پوښتنه کوي چې دا بې ګناه خلک ولې وژنې؟
د خېبر ايجنسۍ د ۱۸و مړو تر شا د خپلې سيمې د ترهګرۍ شک دى او د قاتل تر شا يې يو داسې حکم دى چې پر دغه حکم د پاسه بل حکم نشته.
په کومه خاوره چې ولسونه د شک په تور وژل کېږي پر هغه خاوره به د وفادار قوم احساس څوک څنګه راپيدا کوي؟
عین داسې شک د بنګاليانو نه یاغيان جوړ کړي وو، عین دا شک او ګمان به د پښتنو نه په زوره هغه څيزونه جوړوي چې پښتانه يې په زوره زوره مخالفت کوي او چغې وهي: "موږ ترهګر نه يو."
















