۱۱ کاله وروسته د پاکستاني پوځ نظر کې بدلون راغلی

د خپريدو وخت: 13:41 گرینویچ - پنجشنبه 03 جنوري 2013 - 14 مرغومی 1391

کله چې په دې اړه له پاکستاني پوځي مقاماتو څخه پوښتنه وشوه، نو ځواب یې داو، چې د پاکستان پوځ د هر ډول دودیزې او غیر دودیزې جګړې لپاره چمتو دی.

د پاکستان ځمکني پوځ د ترهګرۍ ضد جګړې له ۱۱ کلونو تېرېدو وروسته په خپلو عملیاتي لومړیتوبونو کې په بدلون راوستلو سره په کور دننه شته خطرونه د خپل هېواد د ثبات لپاره تر ټولو ستر خطرونه بللي دي.

په هغه پوځي نظر یا ( پوځي دوکتورین) کې چې د پاکستان پوځ خپره کړې، ویل شوي، چې د دغه هېواد په لوېدیځو پولو او قبایلي سیمو کې روان چریکي بریدونه او د یو شمېر سازمانونو له لوري د دغه هېواد پر ادارو او اوسېدونکو تر سره کېدونکي بریدونه د پاکستان د ثبات پر وړاندې تر ټولو ستر خطرونه دي.

"د دې پوځي ډاکټرین په جوړولو کې یوه شامل پوځي مقام بي بي سي ته وویل، چې د نیمه دودیزې جګړې په نوم د نوي څپرکي شاملول، له دغه نوي خطر سره د مبارزې لپاره د پوځ چمتو کول او په دې اړه سیاسي او ولسي ملاتړ تر لاسه کول دي."

دغه دوکتورین د پاکستان پوځ د جګړییز چمتووالي او د خپل کاري ظرفیت د جاج اخېستو لپاره خپروي.

دا ځل په دغه زرغون کتاب کې یو نوی څپرکی شامل کړل شوی، چې د (سب کنونشنل وار) او یا نیمه دودیزې جګړې نوم ورکړل شوی دی.

په دې څپرکي کې د یو شمېر سازمانونو یادونه شوې، خو نومونه یې نه دي یاد شوي.

په دې څپرکي کې د هغو بریدونو یادونه هم شوې، چې له لوېدیځې پولې هاخوا څخه پلان او ترسره کېږي.

کله چې په دې اړه له پاکستاني پوځي مقاماتو څخه پوښتنه وشوه، نو ځواب یې داو، چې د پاکستان پوځ د هر ډول دودیزې او غیر دودیزې جګړې لپاره چمتو دی.

بل اړخ ته پام

د دفاعي چارو کارپوهان د دغه هېواد لوېدیځې پولې ته څېرمه د شته داخلي او بهرنیو خطرونو درک کول د پاکستان په پوځي پالیسۍ کې بنسټیز بدلون بولي.

د پوځي چارو یو پاکستانی کارپوه متقاعد جنرال طلعت مسعود وايي د دې دوکتورین له خپرېدو مخکې هند د پاکستان یوازینی دښمن و، د پاکستاني پوځ ټول شته وسایل د همدغه یوازینې دښمن په وړاندې کارېدل او رغېدل، خو دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان پوځ په کور دننه شته خطرونه بنسټیز او اصلي بولي، چې تمرکز یې په لوېدیځه پوله او شاوخوا سیمو کې دی.

د دې پوځي دوکتورین په جوړولو کې یوه شامل پوځي مقام بي بي سي ته وویل، چې د نیمه دودیزې جګړې په نوم د نوي څپرکي شاملول، له دغه نوي خطر سره د مبارزې لپاره د پوځ چمتو کول او په دې اړه سیاسي او ولسي ملاتړ تر لاسه کول دي.

د جنرال مسعود په خبره د نوي څپرکي له شاملولو داسې معلومیږي، چې پوځ اوس د خپل عملیاتي چمتووالي او پلان جوړولو په لړ کې ډېر پام همدې نیمه دودیزې جګړې ته اړوي، چې هدف یې شاید پاکستاني طالبان او له پولې ها خوا د هغوی ملګري وي.

دغه زرغون پوښه کتاب شاخوا ۲۰۰ پاڼې لري، چې په اړوندو پوځي قومندانانو وېشل کېږي.

پوځي مقامات وايي دغه کتاب به د پاکستان خلکو ته هم ورکړل شي او په یوه مناسب وخت به د پوځ پر ویبپاڼه هم خپور شي.

په کتاب کې لیکل شوي "یو شمېر سازمانونه د پاکستان له منځه وړلو لپاره په قبایلي او ښاري سیمو کې ترهګریز فعالیتونه کوي.

دغه بریدونه په ډېره بې رحمۍ او زیانمنونکې توګه پلان کېږي او بیا تر سره کېږي، چې د مخنیوي لپاره یې په ورته توګه پلان جوړولو او ځوابي فعالیتونو ته اړتیا ده."

"یو شمېر سازمانونه د پاکستان له منځه وړلو لپاره په قبایلي او ښاري سیمو کې ترهګریز فعالیتونه کوي. دغه بریدونه په ډېره بې رحمۍ او زیانمنونکې توګه پلان کېږي او بیا تر سره کېږي، چې د مخنیوي لپاره یې په ورته توګه پلان جوړولو او ځوابي فعالیتونو ته اړتیا ده."

نوې پوځي ډاکټرین

د غیر دودیزې جګړې په څپرکي کې د نیابتي جګړې یادونه هم شوې او ویل شوي، چې د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د زورزیاتي یو لامل همدا دی، خو په دې لړکې د کوم هېواد نوم نه دی اخېستل شوی.

د پاکستان پوځي سرچینې وايي د دغه حالت په اړه اعتراف او خپرول یې د شته خطرونو سره په مبارزه کې د پوځي ظرفیتونو په ښه توګه کارولو کې مرسته کولی شي.

د دې سرچینو په وینا په لویدیځو پولو کې د سترو خطرونو د نشتوالي او د پوځ ټول پام ختیځو پولو ته د اوښتو له امله د دغه هېواد پوځ د هغو چورلکو له ورتګه ناخبر وو، چې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره دغه هېواد ته ننوتلې.

د یاد پوځي چارواکي په وینا د ایبټ اباد کمېسیون په وړاندې په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د هوايي پوځ مشر وویل، چې په لوېدیځو پولو کې د دغه هېواد دېره ځواکونو داسې تجهیزات نه لرل، چې د دغه ډول فعالیتونو په اړه ژر معلومات ورکړي.

د نوموړي په وینا د دوی د ځواکونو ټول پام ختیځو پولو ته وو.

د سرچینو په وینا دې څرګندونو د پاکستان دفاعي پالیسي جوړونکي اړ کړل، چې د بنسټیز بدلون په اړه پرېکړه وکړي.

له دې سره سره د پوځي سرچینو په وینا په سلاله کې د ناټو ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوځیانو د هوايي برید پر مهال له ځايي پاکستاني قومندانانو سره د اړینو تجهیزاتو او واک نشتوالی هم د دې لامل شو، چې د غیر دودیزې جکړې دغه اصطلاح رامنځ ته شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>