ستاسې غږ: افغانستان کې د امریکايي پوځیانو راتلونکې

د خپريدو وخت: 15:16 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا له خولې ویل شوي چې د پاتې کېدونکو پوځیانو شمېر به د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د اړتیا له مخې وټاکل شي.

د افغانستان حکومت او امریکايي چارواکي په افغانستان کې د امریکايي پوځي شتوالي پر راتلونکي خبرې کوي.

ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال تر پایه ډېری امریکايي او نور بهرني پوځیان له افغانستان څخه ووځي.

اوس پر دې خبرې روانې دي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي؟ دوی به د څه لپاره او تر کومو شرایطو لاندې پاتې کېږي؟

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا له خولې ویل شوي چې د پاتې کېدونکو پوځیانو شمېر به د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د اړتیا له مخې وټاکل شي.

لکه د کوماندويي بریدونو، د هوايي ترانسپورټ ملاتړ او د افغان ځواکونو روزنې او له هغو سره مرستې ته د اړتیا له مخې.

"د افغانستان حکومت غواړي چې امريکايي پوځیان دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي"

د دواوړو خواوو د وړاندیزونو او شرایطو جزییات لا نه دي روښانه، خو ویل کېږي چې یوه ستونزمنه خبره به په کې دا وي چې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان به د کوم هېواد د قوانینو او مقرراتو تابع وي او له څه ډول واکونو به برخمن وي؟

د افغانستان حکومت غواړي چې امريکايي پوځیان دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي، خو دا هم وايي چې دغه پاتې کېدل باید د هېواد ملي واکمنۍ او قوانیونو ته زیان ونه رسوي.

تاسو څه وايئ چې که په افغانستان کې امريکايي پوځیان پاتې کېږي، باید په کومو شرایطو پاتې شي؟ څنګه کېدی شي چې د هغوی پاتې کېدل افغانانو ته د منلو وړ وي؟

نظر مو را سره د برېښنالیک یا فېسبوک له لارې شریک کړئ.

او یا د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ تيلې فوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د برېښنا ليک پته مو ده :[email protected]

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>