
ستاسې نظر زموږ نوې خپرونه ده چې هره سه شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي
د بحران نړیوالې ډلې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي د افغانستان حکومت نسکور شي.
ستاسې نظر خپرونه له تاسو پوښتي چې تاسو په دې اړه څه فکر کوئ؟
ستاسې نظرونه:
ادریس زیار
حکومت به نسکور نه شي خو د ډاکټر نجیب په شان حکومت به وي.
روح الله عمرزي
په دې کې شک نشته چې حکومت به نسکور شي دی وايي دا اوسنی حکومت د پیسو حکومت دی.
محمد الله محمدي
نسکور تور وي که سپین.
سید عیس سعادات
زما په نظر د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره به حکومت نسکور نه بلکی امنیتی وضعیت به یو څه خراب شی. د نه نسکوریدو دلیل به دا وي چی د نورو برخو ترڅنګ نظامی برخې کې هم کار شوی او نسکوریدو ته به به یي نه پریږدي. د امنیتی وصعیت د خرابیدو دلیل به دا وي چی نظام دومره پياوړي هم ندی چی بشپړه امنیتی فْضا رامنځ ته کړی ...... او بله دا چی د ټولو ننګونو سره سره افغانان پوره هیله مند دي چی حالات به دومره خراب نه شی لکه څرنګه چې مخکې وو.
خوشحال سافی
چیری هم نه نسکوریږي، اوس افغانان پوه شویدی چی نه ترهګري شته او نه داخلی اختلافات، بس خبره دهمدی بهرنیانو له لاسه خرابه ده. دوی دا خبری یوازی دخپلو پوځی اډو په خاطر کوي.
دوا جان احمدزی
حکومت به نسکور نه شي خو واک به بیا د ټوپک سالارانو په لاس کې وي او په هر ځاي کې به د دوی پاچاهي وي.
مسعود احمد ودان
بیا به جنایتکاران واک ته ورسیږي.
ولي الرحمان عمرزی
امکان لري چې حکومت نسکور شي ځکه چې د ده په وینا له افغان چارواکي او خلک د افغانستان په غم کې نه بلکې د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي.
میرویس
واقعیت خبره ده، که مونږ په حکومت کې زړه سوی مشران ونلرو او همدا فساد وي او حکومت د یوې مافیایی ډلې په لاس کې وي!!!! بله دا، چې که د بهرنیو هیوادونو هغه ژمنې، چې په درجنو او درجنو کنفرانسونو کې کړي دي عملي نه شي نو پدې کې هیڅ شک نشته، چې حکومت به پاته نه شي!!
صفت روشان کونړ
په افغان حکومت کې ښي وړتیا وې شته که د بهرنیو هیوادونو د لاسوهنو مخه ونیول شي افغانستان به له دې نه هم ښه حکومت ولري.
ذاکر الله صافی
ګاونډي هیوادونه به افغانستان په څو برخو ویشي، اوسني حکومت یې د لاسوهنې د مخنیوي توان نه لري.
مجید لالا
حکومت نسکور شي خو دنیا په امید خوړل کیږي.
سید نور هاشمي
اول خو به نسکور نه شي او که نسکوریږي به نو په خپله د همدې چارواکو له لاسه به وي ځکه چې ټول د واک څوکۍ غواړي.
حکمت اله غیرت زی
حکومت په ولس حکومت دی که حکومت د ولس زړه لاسته را نه وړی او ټو ل امتیازات د یوی ډلی په لاس کی وی نو ډیر امکانات شته چی داحکومت نسکور شی
طارق دانش
نه یوازې چې حکومت به نسکور شي بلکې بیا به کورنې جګړې پیل شي.
عبدالرحمان نعمت
زه فکر کوم چی امریکا او د دوی ملګری په هیڅ صورت سره افغانستان نه پریږدی بلکې غواړي چې د جاپان په څیر دفاعي چارې په خپل لاس کې واخلي. او دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې حالات همداسي پاتي وي څو افغانان مجبور شي چې ددوی قانونی شتون په افغانستان کی ومنی نو زه دومره وایم تر څو چی ایران وی امریکا به افغانستان پری نږدیږی...
هیواد همت
اول خو باید دا خبره کره کړو چې ایا بهرنیان له 2014 کال وروسته له افغانستانه ځي که نا ځکه چې بهرنیان د ستراتیژیک تړون له امله تر 2024 کال پورې په افغانستان کې حضور ولري شاید دا تړون له 2024 څخه وروسته د یوې بلې موافقې کولو سره نور هم وغځیږي ، او له 2014 کال وروسته به د خارجي ځواکونو په دنده کې یوازې تغیر راشي یعنې له جنګي حالت څخه به مشاویرتي او ملاتړ کوونکي حالت ته واوړي ، د ددوی هوايې قواوو ملاتړ به وي ، یوازې قومانده به د افغانانو په لاس کې وي ، نو په 2014 کال کې د حکومت د نسکوریدو تمه باید ونه کړو، زما په نظر به بدلون مثبت وي ، شاید د افغانستان په حکومت کې نوي کسان د ابتکاراتو سره یو ځای صحنې ته راووځي
وسیم خان
همدا اوس تاسو په پارلمان کې وګورئ چې څومره ګډودي ده، حکومت به نسکوریږي.
خالد حقپال
ښايي خپل مینځي جنګونه وشي خو د حکومت د نسکوریدو خبره اسانه نه ده.
خالد افغاني
که بهرني ځواکونه ووځي جنګونه به کم شي او طالبانو ته به هم بهانه پاتې نه شي چې موږ نړیوالو ځواکونو سره جنګیږو.
شیر اقا هاشمي
که نړیواله ټولنه خپلې ژمنې پوره کړي، ملي اردو او پولیس په وسلو سمبال کړي حکومت نه نسکوریږي.
نثار احمد احمدي
که همدغه فساد، غلا زور زياتی، او په پيسو څوکۍ اخيستل وي کېدای شي چي په لنډه موده کي دافغانستان حکومت دبهرنيانو تر وتلو وروسته دخلکو بېخي هېر شي چي چېر و حکومت؟
ګل عزیز خان
خدای دې نه کړي چې حکومت نسکور شي خو اوسني حالت ته په کتو سره به راتلونکې ټاکنې د بهرنیو هیوادونو ترمنځ د سیالۍ تاکنې وي.
نثار احمد توخي
فکر نه کوي چې حکومت دې نسکور شي ځکه چې په وینا یې له افغانستان سره به بیا هم مالي مرسته کیږي.
دوست محمد عمر
که افغانان نوې څیرې حکومت ته راولي، او د پخوانیو ملاتړ ونه کړي(مجاهدین ،کمونستان)نو دې کې شک نشته چې افغانستان به کرار کرار په پښو ودریږي. ستونزې به ډیرې وي، زمونږ دوستي له امریکا، روسیې او چین سره هم مهمه ده.
دوا خان مینه پال
که اداري فساد، قومي اردو، کمزورې سيمه ييزه اداره په دولتي ادارو کې د جنګ سالارانو نفوذ، مصلحتي سياست او سليقوي کړني همداسي رواني وي سل په سلو کي اوس نظام د نسکوریدو تر بريده رسيږي
عبید ذاهد
په خپله بهرنیان تورنوي چې په وینا یې غواړي د افغانستان حکومت نسکور کړي. دی وايي دا ټولې ناامنې هم په خپله د بهرنیو له لاسه دي.
خان اقا اصیل
په افغانستان کی د سیاسی او پوځی کمزورتیاوو او همدارنګه اداری فساد موجودیت ته د چارواکو د پام راګرځولو تر حده د بحران د نړیوالی ډلی راپور د ستاینی وړ دی، خو د حکومت د نسکوریدو او د مخالقینو قدرت ته د رسیدو اوازی د افغانستان په کورنیو چارو کی د لویدیځ مستقیمه مداخله بلل کیږی. دا سمه ده چی د ۲۰۱۴ کال نه وروسته به مشکلات وی او کیدای شی زیات هم شی، خو تیرو ترخو واقیعتونو ته په کتو سره نور افغانان نه غواړی چی بیا هغسی تورتم کی ژوند وکړی او د نورو هیوادونو ظلم او ستم ومنی.
حبیب الله حبیبي له غزني
افغان حکومت همدا اوس نسکور دی، وايي زه په غزني کې اوسیږم او دلته حکومت نشته (هغسی حکومت چې واکدار وي، عدالت ته ژمن وي، د ډیری خلکو په خوښه وي، په فسادکې ډوب نه وي.
شاپور پشتون رفیقي
که حکومت نسکور شي نو بیا به افغانستان د القاعدې په ځله بدل شي.
مریم له لندنه
همدا اوس په ګڼ شمیر کې افغانان له بهرنیانو سره په کارونو بوخت دي که بهرنیان ووځي او حکومت دغو خلکو ته پام ونکړي نو ښايي ګډوډي رامنځ ته شي.
شایسته کابلي
دا ډیره مهمه موضوع ده او دا هرڅه د امریکا او متحدینو وفادارۍ پورې اړه لري چې څومره افغانستان ته وفادار دي.












