
مرستندويه هېوادونه په دې کانفرانس کې سره ټوليږي چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره مالي مرستو ته ټټر ووهي.
د جولاى په اتمه نېټه په توکيو کې د افغانستان په باب کانفرانس خورا مهم بلل شوى دى.
مرستندويه هېوادونه په دې کانفرانس کې سره ټوليږي چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره مالي مرستو ته ټټر ووهي.
د بي بي سي پښتو کلېکاږل ټيوټر او د افغانستان لپاره د ٣٠ برتانوي او ايرلنډي مرستندويو ټولنو "بگ" غواړي چې د دغه کانفرانس تر پيل دوه ورځې وړاندې د جمعې په ورځ ( د جولاى شپږمه) ستاسو نظرونه راټول کړي.
تاسو د توکيو پر کانفرانس څه واياست، څه هيلې ورڅخه لرئ او له څه اندېښنې لرئ؟
که د توکيو برخه والو ته کوم پيغام وليږلى شئ نو څه به په کې وواياست؟
تر اوسه له افغانستان سره د شويو نړيوالو مرستو په باب ستاسو نظر څه دى؟
ستاسو نظرونه او پوښتنې به پر کلېکاږل بي بي سي پښتو وېبپاڼه او کلېکاږل د "بگ" پر ټيوټر خپريږي.
ستاسو نظرونه
هجرت الله احمدزى
موږ له نړيوالو مرسته نه غواړو لومړى دې امنيت ښه کړي.
قدرت الله جمال
د فساد پر ضد دې جدي گامونه واخيستل شي.
عبدالرشيد
افغان حکومت بايد د توکيو کانفرانس ته هر اړخيز او بشپړ پروگرام وړاندې کړي.
سيد اشنا
زما په نظر اوسنۍ اداره په ساري ناروغیو اخته ده، که یې د همدغو ناروغیو لپاره د علاج کاپسول جوړ او عملي شي نو بیا ویلى شو چې د افغانانو د ژوند ذهني او فیزیکي مصؤنیت حفظ کېدای شي.
ابو داود
نړيوالو په تېرو ١١ کلونو کې يوازې وژنې وکړې د دوى له خيره تېر يوو.
قاسم ساپى
فساد ته دې د پاى ټکى کېږدي.
نبي کټوازى
نړيوال دې له موږ سره د تيکنالوژۍ په برخه کې مرسته وکړي
احمد خان
افغان مشرتابۀ د اداري اصلاحاتو په برخهکې نړيوالو ته تل درواغ ويلي دي اوس هم ترې د رښتيا هيله نشته.
فهيم ساپى
نړيوالې دې خپلې مرستې له راتلونکي افغان حکومت سره وکړي له اوسني هغه سره دې نه کوي.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي












