داعش: مسلمانان دې د روسیې او اوکرايين جګړه کې نه ښکېلېږي

داعش

د عکس سرچینه، AL-NABA-ISLAMIC STATE

د اسلامي دولت (داعش) ډلې مسلمانانو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه کې ښکېل نشي او د ېوه لوري ملاتړ هم ونه کړي.

دا وسله واله ډله په دې باور ده چې د روسیې او اوکرايين ترمنځ جګړه د "صلیبیانو" خپلمنځي جګړه ده چې له مسلمانانو سره هېڅ تړاو نه لري.

دې ډلې دا هیله هم څرګنده کړې چې دا جګړه به اوږده شي، نورو اروپايي او لوېدیځو هېوادونو ته به هم وغځېږي او د دوی په وینا د اسلام دښمنان په خپلو کې سره ووژني.

دا اوکراین کې د پیل شوې جګړې په اړه د داعش لومړۍ تبصره ده، د مارچ په څلورمه د دې ډلې په النبا اونیزه (۳۲۸ ګڼه) او د ټیلیګرام میسنجر پروګرام کې خپره شوې ده.

داعش همدا راز د ځینو نورو جهادي ډلو نظرونه لکه چیچنیان چې د روسیې ملاتړ کوي، او یا همدارنګه یو شمېر "اروپایي" بهرني جنګیالي چې د اوکراین تر څنګ درېږي، غندلي دي.

د رسنیو وروستي راپورونه ښیي، څه باندې لس زره چیچني جنګیالي چې ډېری یې مسلمانان دي، د روسیې د یرغل په ملاتړ اوکرایین ته د ننوتلو لپاره چمتو شوي دي.

داعش وايي، د روسیې، اوکرایین او نورو هیوادونو مسلمانان باید د هغو اسلامي عالمانو یا با نفوذه شخصیتونو خبرو ته غوږ ونه نیسي، چې له دغو هېوادونو یوه یا بل ته ملاتړ غواړي.

په ټولیز ډول، داعش روانه جګړه جیوپلیتیکي او آخرالزماني ګڼي او وايي، دا د زبرځواکونو ترمنځ د جګړې یو عادي پړاو دی.

خو دا ډله تمه لري چې دا جګړه به د "مسیحي" قدرتونو ترمنځ د یوې لویې شخړې پیل وي چې د روسیې او لوېدیځ لپاره به مرګ او ویجاړي راوړي خو مسلمانانو لپاره به ګټور وي.