یوویشتمه پېړۍ کې د خپلواکۍ تعریف باید څه وي؟

امان الله خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امان الله خان په دې پوهېده چې له نړۍ د استعمار ټغر په ټولېدو دی
    • Author, مشتاق رحيم
    • دنده, څېړونکى

د نولسمې پېړۍ تر پایه او د شلمې هغې په لومړیو لسیزو کې د خپلواکۍ تعریف دا و چې یوه جغرافیه دې له هر ډول باندنۍ ولکې او نفوذ څخه خلاصه او په خپلو چارو کې ازاده وي او د خپلې خاورې هر اړخیز واک دې ورسره وي.

همدا لامل و چې د استعمار پر ضد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلواکۍ لپاره خوځښتونه پیل شول چې هېوادونه له استعماره ازاد شي او پر خپله خاوره د واک چلولو اختیار ترلاسه کړي.

خو پوښتنه دا ده چې د نړیوالتوب په پیر کې ایا اوس هم د ازادۍ هغه مفهوم چې د شلمې پیړۍ تر دویمې یا ان دریمې لسیزې پورې و، هماغسې پاتې دې؟

په ۲۱مه پېړۍ کې به خپلواکي څنګه تعریفوو، او کوم ارزښتونه به زموږ خپلواکي او یا هم بې واکي ثابتوي؟

له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د نړۍ نظام د یو ژور بدلون پر لور خپل مزل پیل کړ.

ټولنې د خپل نظام برابرولو وسایل وموندل، د ملګرو ملتونو او ورته جوړښتونو په وجود کې یې د نړیوالتوب پر لور لومړي ګامونه واخیستل.

د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې دا سفر خورا ګړندی مخ ته لاړ او د ۲۱مې پېړۍ په اوږدو کې دا پرمختګ خپل اوج ته ورسید.

دې پرمختګونو په نړۍ کې د هېوادنو پر یو بل د تېري پدیده تر ډېره له منځه یوړه.

امان الله خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امان الله خان د نورې نړۍ له تجربو د زدکړې لپاره بهرني سفرونه وکړل

نن د هېوادنو ګټې د نړۍ د اوسني نظام په چوکاټ کې خپلو کې سره داسې اوبدل شوې دي چې کابو هر هېواد پر بل هېواد په یو نه یو ډول تکیه کوي او اړتیا ورته لري.

د عصري نړۍ د نوي نظام په رڼا کې هېوادونه اوس د نورو خاورې نه لاندې کوي او دا راز انسانان اړ نه دي چې د خپلو جغرافیو د خلاصون او خپلواکۍ په موخه هلې ځلې وکړي.

هېوادونه پر یو بل تکیه کوي او د اړتیاو د پوره کولو لپاره د راکړې ورکړې پر اساس پر یو بل اغېز لري.

دغه اغېز یو هېواد اړ باسي چې د خپلو اړتیاو له کبله د بل هېواد غوښتنو او هیلو سره سم خپلې چارې سمبال کړي.

په بل عبارت، د خاورې د مخامخ واک ترلاسه کولو پرځای زورور هېوادونه د کمزورو هېوادونو له محتاجۍ ګټه اخلي.

ځواکمن هېوادونه له دې لارې کمزوري هېوادونه تر خپل اغیز لاندې راولي او دا راز هلته په غیر مستقیم ډول خپل واک یا نفوذ پراخوي.

نړیوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوسني عصر کې ځواکمن هېوادونه د کمزورو هېوادونو له محتاجۍ ناوړه ګټه اخلي

د اوسني نړیوالتوب د چوکاټونو ارزونه دا ثابتوي چې د ازادۍ کلاسیک او پخوانی تعریف اوس بدل شوی دی.

۲۱ مه پېړۍ کې خپلواکي یوازې دا نه ده چې د یو هېواد په خاوره کې دې د بل هېواد پوځونه شتون ونه لري.

د خپلواکۍ پخوانی مطلق تعریف هم نور شاید په عام حالت کې د تطبیق وړ نه وي. پخوا به یو هېواد په مطلق ډول ازاد و او یا به هم مستعمره وه.

خو اوس د هېوادونو د خپلواکۍ کچه له دې مالومېږي چې څومره د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره نورو ته اړ دی یا هم څومره پر ځان بسیا دی.

یو هېواد چې هر څومره نورو ته اړ وي، هماغومره یې د خپلواکۍ کچه ټیټه وي او څومره چې د نورو له احتیاجه خلاص وي او خپلې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې اړتیاوې په خپله پوره کولی شي هماغومره ډېر خپلواک وي.

افغانستان روانه اګست میاشت کې له برتانوي استعماره د خپلې "بشپړې خپلواکۍ" سلمه کلیزه لمانځي.

د غازي امان الله خان په دوره کې د خپلواکۍ مفهوم هماغه پخوانې و چې پورته یې یادونه وشوه.

د شلمې پېړۍ په پیل کې یوازې هغه هېوادونه خپلواک ګڼل کېدل چې د خپلې خاورې واک او اختیار یې له ځان سره درلود، خو پوښتنه دا ده چې موږ د یو ملت په توګه او د خپلواکۍ د معاصر تعریف په رڼا کې څومره پر ځان بسیا یو.

خپلواکي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، افغانان روانه میاشت کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځي

افغانان د یو ملت په توګه ازادي خوښوي او ورته مهمه ده، او تل په دې توانیدلي چې د نړۍ په نقشه کې ځان د یو ازاد هېواد په توګه ثابت کړي.

خو اوس اړینه ده چې افغانان د ملت په توګه له ځانه پوښتنه وکړي چې څنګه په نړۍ کې د ازادۍ د نوي تعریف او تصور په چوکاټ کې ځان را برسېره او مطرح کولی شي.

د غازي امان الله خان د واکمنۍ په کلونو کې هم ښایي په نړۍ کې د خپلواکۍ مفهوم په بدلېدو و.

د نوموړي له سیاستونو او تګلارو داسې ښکاري چې د راتلونکي عصر اړتیاوې یې درک کړې وې.

په همدې موخه یې هلې ځلې کولې چې افغانستان د پردیو له احتیاجه خلاص کړي او د نړۍ له تجربو یې په زدکړې غوښتل چې د خپلې ټولنې د پرمختګ وسایل برابر کړي.

امان الله خان تعلیمي ادارې رامنځته کړې، عصري تعلیم یې رواج کړ او د افغانانو د نړۍ سره د نښلولو لپاره یې بهرني سفرونه وکړل.

دی په دې پوهېدلې و چې له نړۍ د استعمار ټغر د ټولېدو په حال کې دې او نړیوال نظام یو نوي پړاو ته د ننوځي، داسې یوه دور چې د هېوادونو د محتاجۍ کچه به یې د خپلواکۍ کچه ټاکي.

امان الله خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که افغانان د نوي عصر له غوښتنو سره ځان عیار نه کړي نو د امان الله خان خوب به نیمګړی پاتې وي

خو د امان لله خان پیل کړی سفر او تګلاره نیمګړي پاتې شوله او افغانان تر ننه پورې په عصري نړۍ کې د خپلې بشپړې ازادۍ ګټلو په تکل کې دي.

د نړیوالو بدلونونو په رڼا کې موږ افغانان باید بدلېدونکي حقیقتونه درک کړو او ځانونه ورسره عیار کړو.

یوازې د خاورې اختیار درلودل د خپلواکۍ بشپړ مفهوم نه دی، او اړینه ده چې له اقتصادي احتیاجه ځان خلاص کړو، د خپلې پوهې پرمټ د نړۍ په سیاست کې د هېواد په توګه ځان مطرح کړو او د یوې ټولنې په توګه په نړیوال دریځ ځان ته ځای پیدا کړو.

که داسې و نه کړو نو خپلواکي به مو نیمګړې پاتې وي او ورسره به د غازي امان الله خان ارمان هم.

د لیکوال په اړه:

مشتاق رحیم د شخړو او سولې کارپوه، څېړونکی او شنونکی دی. نوموړی په کابل کې د افغانستان د چارو د مرکز Afghanistan affairs Unit د رهبرۍ هیات غړی هم دی. دې لیکنه کې ټول نظرونه په لیکوال پورې اړه لري.