د سندرغاړي جسټن بیبر نیم مخ فلج شوی

د عکس سرچینه، Instagram/Justin Bieber
۲۸ کلن مشهور کاناډايي سندرغاړي جسټن بیبر ویلي چې د نیم مخ فلجېدو له کبله یې پروګرامونه ځنډولي دي.
هغه د انسټګرام یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې "رمسي هنټ" سنډروم ور رسېدلی دی.
ښاغلی بیبر دې پیغام کې وايي "لکه څرنګه چې ګورئ، سترګه مې نه رپېږي. د مخ په همدې خوا نشم خندلی... یعنې دا خوا مخ مې فلج دی."
دغه مشهور پاپ سندرغاړی د خپل مخ ښي اړخ ته په اشارې زیاتوي "دغه وېروس مې په غوږ او مخ برید کړی او د دې لامل ګرځېدلی چې مخ مې فلج غوندې شي."
هغه له خپلو مینوال د زغم غوښتنه کړې او ویلي دي چې "له فیزیکي اړخه" د خپلو پلان شویو پروګرامونو "په ترسره کولو نه توانېږي."
جسټن بیبر په انسټګرام ۲۴۰ میلیون تعیبوونکي لري.
هغه په پټه سترګه مسک شو او خپلو مینوالو ته یې وښوده چې د مخ د ښي اړخ عضلې یې حرکت نه کوي.
ټاکلې وه دغه کاناډايي سندرغاړی روانه اوونۍ واشنګټن ډي سي او ټورنټو او راتلونکو اوونیو کې په نیویارک او لاس انجلس کې کنسرتونه ترسره کړي.
د روان کال مارچ کې د هغه ښځې هیلي بیبر ویلي و چې مغز کې د وینې پرنډېدو له کبله بستر شوې ده.
هغې وروسته وویل چې سکته یې کړې وه او د زړه سوري د بندېدو لپاره یې جراحي عملیات وشول.
رامسي هنټ سنډروم څه شی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا کې د مایو کلېنیک په وینا رمسي هنټ پر درد او سوي سربېره د اغېزمن شوي غوږ د اورېدو ځواک کمزوری کولی شي.
د دغه کلېنیک ډاکتران وايي پر ډېرو خلکو دا ناروغي ژر تېرېږي، خو ځینو کې اوږدېدی هم شي.
دوی زیاتوي، دا چې پر دغه وېروس د اخته کس یوه سترګه نه رپېږي نو د سترګې درد او د لید ستونزه ورته پیدا کېدای شي.
د دوی په وینا له ۶۰ کلونو د پورته عمر خلک پر دې ناروغۍ ډېر اخته کېږي.
جسټن بیبر وايي رغېدو او عادي حالت ته ګرځېدو لپاره یې د مخ تمرینونه پیل کړي، خو نه پوهېږي چې بشپړ رغېدل به یې څومره وخت واخلي.








