د رسنیو خلاف کمپاین؛ روسیه کې بي بي سي ته لاسرسی محدود شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیه کې د بي بي سي روسي ژبې سرویس ته لاسرسی محدود شوی دی. د روسیې دولتي خبري اژانس 'ار ای اې' ویلي چې دوو نورو رسنیو "مېدوزه" او لېبرټي راډيو (ازادۍ راډیو) هم دغه هېواد کې محدودو خدماتو ته لاسرسی درلود.
د روسیې پارلمان داسې قانون تصویب کړی چې له مخې یې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو په اړه د "غلطو" مالوماتو خپراوی سرغړونه بلل کېږي.
کرملین نه غواړي چې پر اوکرایین د دغه هېواد یرغل دې د 'ځانګړو پوځي عملیاتو' پر ځای 'جګړه' وبلل شي.
د بي بي سي یوه ویاند ویلي، "کره او خپلواکو مالوماتو ته لاسرسی د بشر یو اساسي حق دی چې د روسیې خلک باید ترې بې برخې نشي - هر اوونۍ میلیونونه روسان د بي بي سي پر خبرونو اتکا کوي. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو چې روسیه او تر هغې ورهاخوا نوره نړۍ کې د بي بي سي خبرونه د لاسرسي وړ وګرځي."
پر اوکرایین تر برید وروسته د بي بي سي د روسي ژبې ویب پاڼې د لوستونکو شمېر د ریکارډ تر کچې لوړ شوی او دغه کسان د جګړې په اړه د تازه مالوماتو په لټه کې وي.
روسیه کې له پاتې خپلواکو رسنیو 'راین تلویزیون' هم د پنجشنبې پر ورځ تر هغې وروسته خپلې خپرونې ودرولې چې د یرغل د پوښښ له کبله پرې فشارونه ډېر شول.
د روسیې د خپرونو د کنټرول ادارې پر دغه تلویزیون "افراطیت ته د لمن وهلو، روسیې وګړو ته د سپکاوي، له پراخې ګډوډۍ سره د عامه نظم او خوندیتوب د مخامخولو او د لاریونونو د لمسون" تورونه پورې کړې دي.
د دې تلویزیوني شبکې یوې بنسټګرې نتالیه سیندیوا په داسې حال کې چې کارکوونکي یې له سټډیو وتل "جګړې ته نه" ووایه.
دغه تلویزیون وروسته د چایکوفسکي له کمپوز سره د نڅا تصویرونو خپرولو ته مخه کړه.
دغه کمپوز به د شوروي اتحاد د مهال خپرونو کې د مشرانو د مړینې په یاد خپرېده او همدا راز د ۱۹۹۱ کال د کودتا پر مهال هم غږول شوی و چې پایله کې یې شوروي اتحاد لمنځه ولاړ.
د دې شبکې مدیر مسوول تیخون ژیادکو د چارشنبې پر ورځ له دې کبله له روسیې ووت چې په وینا یې د خوندیتوب په اړه یې اندېښنې موجودې وې.
د سې شنبې پر ورځ د 'مسکو ازانګې' راډیو څپې پرې شوې وې. د مدیرانو بورډ یې د پنجشنبې پر ورځ دا راډیو په بشپړ ډول وتړله.
د روسیې دولتي تلویزیون بیا د اوکراین جګړه له هغې په ډېره جلا بڼه خپروي چې نوره نړۍ کې پر رسنیو ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیه کې د خپلواکو ژورنالیستانو خلاف کمپاین داسې مهال پیل شوی چې د دغه هېواد اقتصاد د بندیزونو له فشار سره مخ دی، د رایج پولي واحد "روبل" ارزښت یې پرېوتی چې د خلکو سپما هم ورسره اغېزمنه شوې ده.
بلخوا تازه د اوکرایین ولسمشر ولادومیر زېلېنسکي روسیه تر هغې وروسته په "اټومي ترهګرۍ" تورنه کړې چې د رپوټونو له مخې اوکرایین کې یې پر یوه ستر اټومي برېښناکوټ برید وکړ.
ویل کېږي د دغه برید له کبله دې اټومي بټۍ ته په یوې ورڅېرمه ودانۍ کې اور لګېدلی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا ټینګار کړی چې د اوکرایین جګړه "له پلان سره سمه" پر مخ روانه ده.









