د برتانیا او اروپا لومړنی "چاپېریال ملګری" جومات ۱۱ کلونو کې جوړ شو

د عکس سرچینه، MARKS BARFIELD ARCHITECTS
د برتانیا تاریخي ښار کمبرېج کې د دغه هېواد او اروپا د چاپېریال ملګری لومړنی جومات جوړ او لمونځ کوونکو ته د عبادت لپاره پرانیستل شو.
په ۲۳ میلیون پونډو جوړ دا جومات نږدې ۱۱ کلونو کې بشپړ شو او ودانګر یا ارکېټکټ یې وايي چې پر ۲۱ پېړۍ به برتانیا کې د اسلامي کلتور پل ثابت شي.
د جومات بسپنې ویاند ډاکټر عبدالحکیم وايي، کیمبرج کې تر شپږ زرو مسلمانان اوسېږي، خو شخصي استوګنځیو، کوچنیو مسجدونو او یا اسلامي مرکزونو کې یې لمونځونه کول ځکه دې جومات ته ډېره اړتیا وه.
د جومات مخالفت

د عکس سرچینه، MARKS BARFIELD ARCHITECTS
دې جومات کې د لمونځ لپاره مسلمانانو ډېر اوږد انتظار وکړ، ځکه د کمبرېج په څېر ښکلي ځای کې دومره لوی ځای ترلاسول لویه مسله وه، بیا د دومره سترې پروژې لپاره پیسې پیدا کول هم بل جنجال، خو تر ټولو لویه ستونزه د دومره ستر جومات سره مخالفت و.
پر ۲۰۱۱ کال جومات ته نږدې کورونو سره داسې لیکونه خپاره شول چې پکې لیکلي و له جومات سره مخالفت وکړئ، ځکه دلته به ډېر بیروبار جوړ شي.
د دې ځای د استوګنو بله لویه اندېښنه دا وه چې دلته به ډېره جګه وداني جوړه شي، خو کله چې پوه شول داسې نه کېږي، نو مخالفان یې کم شول.
د کیمبرج ښاري شورا په خبره، د جومات د پروژې په هکله یې ۵۰ مخالف خو ۲۰۰ ملاتړي لیکونه ترلاسه کړل.
د کمبرېج استوګن مجید شیخ وايي، بله ستونزه یې د جومات بسپنه یا چنده ورکوونکو سره وه او ویل یې د جومات ډیزاین یا نخشه سمه نه ده او مسجد ته نه پاتېږي، خو د بسپنې یا پنډ مشر پر خپل هوډ ولاړ و او ډيزاین یې بدل نه کړ.
د ښار لپاره ډالۍ

د عکس سرچینه، MARKS BARFIELD ARCHITECTS
اوس دا جومات د اروپا یو ټر ټولو ښکلی جومات بلل کېږي او د کمبرېج په څېر تاریخي ښار ښکلا.
خو که د جومات تر بشپړېدو که مسمانان په انتظار و، نو ماشومانو یې هم تلوسه درلوده.
عنبرین رحماني وایي، ماشومانو به یې تل پوښتله چې کله به د جمعې لمانځه لپاره دغه جومات ته ورځي:
نوموړې زیاتوي: دا جومات د دې ښار لپاره ریښتونې ډالۍ ده.
جومات جوړولو کې مهم رول

د دې جومات جوړولو کې د پخواني لوی سندرغاړي کیټ سټوینز رول ډېر مهم دی، چې وروسته یې یوسف اسلام ومانه او ځان یې یوسف وباله او بل هم د کمبرېج پوهنتون د اسلامي مطالعو د استاد او وتلي عالم ټم ونټر دی.
یوسف اسلام د جومات لپاره چنده ټولولو کې هم مهم رول لوبولی، د دې کار لپاره ان ترکیې ته هم تللی او د ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې لیدلي او ترکیې د جومات جوړولو کې مهمه ونډه اخیستې.
خو تر ټولو مهم رول د ټم ونټر بلل کېږي او دا به په ځای خبره وي که ووایو چې د ده له برکته ده چې د کمبرېج دا جومات اوس د اروپا یو مهم جومات بلل کېږي.
ډاکټر ونټر خپله یوه مرکه کې وايي، چې دا جومات د هرچا لپاره دی او کومه ډله یا توکم پورې تړلی نه دی.
نوموړی زیاتوي چې اسلام د طبیعي ماحول د تحریم او د شیانو د ضایع کولو او اسراف مخالف دی، ځکه یې د دې جومات جوړولو کې هم دې ټکو ته پام کړی دی.
لکه د دې جومات بهر یو ښکلی باغ جوړ شوی، چې خلک پکې وخت تېرولی شي. دې جومات کې د اودس لپاره کارېدلې اوبه دغه باغ خړوبولو ته کارېږي.
پر دې سربېره د باران اوبو بیا کارولو ځانګړی تدبیر هم نیول شوی. چت یې داسې جوړ شوی چې ټول کال رڼا ترې غولي ته ځي او د رڼايي لپاره ډېرې کمې بجلۍ یا برېښنا ته ضرورت دی.
د ګرمولو لپاره داسې وسایل لګول شوي چې چاپېریال ته تاوان نه رسوي او وداني هم تر ډېره له لرګیو جوړه شوې خو له داسې ځنګل ورته راوړل شوي چې د ونو پرې کولو پکې پر چاپېریال ډېز اغېز نه کاوه.
که حقیقت وویل شي دا لرګي له سوېزرلنډ را وړل شوي دي او د ونو په څېر جوړ شوي پورته تلو سره چت ته رسېږي.
جومات کې د لمونځغاړو ګنجایش

دې جومات کې په یو وخت زر کسان لمونځ کولی شي، ځمکتل کې یې پارک دی چې ۸۲ موټر او ۳۰۰ سیکلونه ځایوي.
ودانګرو د جومات ودانولو کې د کمبرېج ښار د ودانۍ هنر، اسلامي معماري او د سیمې غوښتنو ته ځاګړی پام کړی.
ټوله پروژه د یوه بڼ په څېر ده چې راتلونکي یا مراجعان پکې سا اخلي او ارامېږي.
دې جومات کې دودیزه ګونبده شته خو مینار نشته او نه هم له جومات بهر د اذان یا کوم ډول خطبې او وعظ کولو غږ ځي، چې خلک ور سره په ځور شي.
دلته داسې ښخې لګول شوې، چې د کمبرېج تاریخي ښار ودانیو کې کارېږي او یوه ترک کارپوه خطاط پکې خطاطي کړې ده.
د دې جومات ودانګر څو دی؟
د کمبرېج د خپل ډول ځانګړي مسجد جوړوونکي یا ودانګر هم څه عام خلک نه دي.
دا جومات جایزه ګټونکي یا ایوارډ یافته ودانګر ډیویډ مارکس او د هغه د شریکې جولیا بارفېلډ کمپنۍ (مارکس بارفیلډ اکیټیکټس) ډیزان کړی دی.
دا هغه ډله ده چې د لندن ټېمز سیند څنګ ته یې د مشهور لندن ای او نړیوال شهرت لرونکي کیو ګارډن کې پر ونو د پورته تلو لپاره یې پلی پل ډیزان کړ.
له بده مرغه مارکس د خپل دغه شاهکار له بشپړولو وروسته خو له لیدلو مخکې مړ شو.








