د اوسکار جایزې مشر هم د ښځو په جنسي ځورونه تورن شو

د عکس سرچینه، Reuters
د اوسکار جایزې اکېډمي د خپل مشر جان بیلي د جنسي ځورونې تورنه پلټي.
ښاغلی بېلي تېر کال د سېنمايي پوهنو او هنرونو اکېډمۍ مشر شو.
د شنبې په ورځ( مارچ ۱۷) د هالیووډ ریپورټر او بلې رسنۍ له خولې ویل شوي چې ښاغلی بېلي د ناوړه جنسي کارونې له دریو تورونو سره مخ دی.
کله چې ښاغلی بېلي تېر کال د اکېډمۍ مشر شو، د نویو اخلاقي اصولو په جوړولو یې کار پیل کړ، چې د تېر کال په سپټمبر کې د دې اکېډمۍ غړو تصویب کړل.
دا اخلاقي اصول له هغه وروسته جوړ شول چې د هالیووډ د لوی ډایریکټر هاروي واینسټین د جنسي ځورونې له رسوايي وروسته د امریکا په سېنمايي صنعت کې د دې ځورونې پرضد غورځنګ پیل شو.
د دغه غورځنګ په پایله کې زه- هم هشتګ رامنځ ته شو، چې ور سره د امریکا په سیاست، صنعت او سېنما کې ډېر وتلي شخصیتونه د جنسي ځورونې د تورونو له امله استعفا ته اړ شول او یا هم د خپلو مدیرانو له خوا ګوښه شول.
پلټونکی پلاوی

د عکس سرچینه، Getty Images
جان بیلي تراوسه د دې رپوټونو په هکله څه نه دي ویلي.
خو د سېنمايي پوهنو او هنرونو اکېډمي په دې تړوا پلټنې منلې دي، مګر د هغو کسانو نوم یې نه دی ډاګیز کړی چې دا پلټنې کوي.
دې اکېډمۍ په خپل بیان کې زیاته کړې: د کمېټې غړي ټول شکایتونه ارځوي او له څېړنیز بهیر بشپړېدلو وروسته خپل رپوټ امین پلاوي ته سپاري.
ښاغلي بېلي د سېنما صنعت کې له یو عمر هڅو وروسته پر ۲۰۱۵ کال د امریکا سېنماګرانو ټولنې جایزه ترلاسه کړه.








