استانبول کې د افغان محصلینو په نوښت جوړ شوی فستیوال

استانبول کې د افغان محصلینو په نوښت جوړ شوی فستیوال
د خپرېدو وخت

په دې وروستیو کې استانبول پوهنتون د یوې فرهنګي دستورې کوربه و.

دې کلني فستیوال کې د ۴۰ هېوادونو محصلینو ګډون کړی و. نژدې ۳۰۰ محصلینو د ځانګړو غرفو له لارې د خپلو ټاټوبو دودونه،‌ موسیقي او خواړه نندارې ته وړاندې کول.

دا دویم کال دی چې د دغه فستیوال د جوړونې مسوولیت افغان محصلینو ته ور ترغاړې و.