د سرطان له ناروغانو سره د مرستې په پلمه د میلیونونو ډالرو درغلۍ

د خلیل مور الجین ته خبر ورکړل شو چې کمپاین ناکام شو او وايي چې هغې هېڅ پیسې نه دي ترلاسه کړې - یوازې د ورځې د عکس اخیستلو لپاره ۷۰۰ دالر ورکړل شول. یو کال وروسته، خلیل مړ شو.

د عکس سرچینه، Chance Letivka

د عکس تشریح، د خلیل مور الجین ته خبر ورکړل شو چې کمپاین ناکام شو او وايي چې هغې هېڅ پیسې نه دي ترلاسه کړې - یوازې د ورځې د عکس اخیستلو لپاره ۷۰۰ دالر ورکړل شول. یو کال وروسته، خلیل مړ شو.
    • Author, سیمي جولاوسو
    • Author, جک ګوډمن
    • Author, سارا بکلي
    • دنده, د بي بي سي ای څېړنې

خبرداری: ځورونکې محتوا لري

یو کوچنی ماشوم کامرې ته مخامخ ولاړ دی. پوستکی یې زیړ ښکاري او وېښتان نه لري.

هغه وايي: "زه اووه کلن یم او په سرطان اخته یم. مهرباني وکړئ زما ژوند وژغورئ او له ما سره مرسته وکړئ."

د هغه مور الجین وايي خلیل چې له وېډیو نه اخیستل شوي پاسني انځور کې ښکاري، نه غوښتل دا کلیپ ثبت کړي.

له هغې وغوښتل شول چې د هغه وېښتان وخرېي. وروسته د فلم جوړونې ټیم راغی، هغه ته یې یوه جعلي پیچکاري ورکړه او له کورنۍ یې وغوښتل چې داسې تمثیل وکړي لکه دا چې د هغه د زوکړې ورځ وي.

همدارنګه، دوی هغه ته یو متن ورکړ چې حفظ یې کړي او په انګلیسي ژبه یې ووایي.

الجین زیاتوي خلیل هغه وخت ډېر خوابدی شو کله چې دوی د هغه تر څنګ پرې شوی پیاز کېښود او د سترګو لاندې یې د مېنتول ماده وموښله، یوازې د دې لپاره چې اوښکې یې وبهوي.

سره له دې چې دا صحنه بشپړه جوړه شوې وه، الجین ورسره موافقه وکړه ځکه خلیل په رښتیا هم په سرطان اخته و.

هغې ته وویل شول چې دا ویډیو به د هغه د درملنې لپاره، په یو ښه ځای کې، د بسپنو په راټولولو کې مرسته وکړي.

رښتیا هم، د خلیل په نوم د کمپاین له لارې پیسې راټولې شوې چې موږ د هغه په نامه یو کمپاین وموند چې شاوخوا ۲۷ زره ډالره یې راغونډ کړي وو.

خو الجین ته وروسته وویل شول چې کمپاین ناکام شوی او هغه وايي چې له دغو پیسو یې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي، یوازې د فلم اخیستنې د یوې ورځې په بدل کې ۷۰۰ ډالر ورکړل شول. یو کال وروسته، خلیل ومړ.

بي بي سي وموندله چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ناروغو یا مړینې ته نژدې ماشومانو ناهیلي والدین د انلاین جعلي بسپنې کمپاینونو له لارې غولول کېږي.

خلک دغو کمپاینونو ته پیسې ورکوي په دې باور چې دا د ژوند ژغورونکې درملنې لپاره دي.

موږ له ۱۵ کورنیو سره اړیکه ونیوله چې وايي له راټولو شویو پیسو یې ډېرې لږې ترلاسه کړې یا هېڅ یې نه دي ترلاسه کړې او ډېری وخت خو پر دې هم نه پوهېدل چې کمپاین اصلاً خپور شوی، سره له دې چې پر ماشومانو یې د سختو او وېروونکو فلمونو ثبتولو تجربې شوې دي.

نهه کورنۍ چې موږ ورسره خبرې کړې او د هغوی کمپاینونه داسې ښکاري لکه د همدې یوې درغلې شبکې برخه چې وي، وايي چې د هغوی په نوم له راټولو شویو څلورو میلیونو ډالرو یې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي.

.

د دې شبکې دننه یو خبر ورکوونکي موږ ته وویل دوی "ښکلي ماشومان" لټول چې عمرونه یې "له درېیو تر نهو کلونو" وي او "بې ویښتانو" وي.

موږ د دې درغلۍ یوې مرکزي څېرې ته ورسېدو چې یو اسرائیلی سړی دی او په کاناډا کې اوسي، نوم یې ایرېز هاداري دی.

زموږ پلټنه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت پیل شوه کله چې په یوټیوب کې یوه ځوروونکي اعلان ته زموږ پام واوښت.

یوه نجلۍ چې الکساندرا نومېده او د ګانا وه، په ژړا یې ویل: "زه نه غواړم مړه شم… زما درملنه ډېره لګښتي ده."

د هغې د ګډ تمویل کمپاین، په ظاهره، نژدې ۷۰۰ زره ډالر راټول کړي وو.

موږ په یوټیوب کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ناروغو ماشومانو نورې ویډیوګانې هم وموندلې چې ټولې ډېرې ورته وې: په مسلکي ډول جوړې شوې وې او داسې ښکارېدې لکه ډېرې زیاتې پیسې چې یې راټولې کړې وي. ټولو د بېړني حالت احساس لېږداوه او احساساتي ژبه یې کاروله.

موږ پرېکړه وکړه چې پلټنه لا ژوره کړو.

هغه کمپاینونه چې په نړیواله کچه تر ټولو زیات خپاره شوي وو، د "چانس لِتیکفا" (چې مانا یې د هیلې فرصت دی) په نوم د یوې ادارې په نامه خپاره شوي وو چې په اسرائیل او متحده ایالاتو کې ثبت شوې وه.

په دې ویډیوګانو کې د ښکاره شویو ماشومانو پېژندل اسانه نه وو. موږ د جغرافیایي موقعیت معلومولو، ټولنیزو شبکو او د څېرو پېژندنې پروګرامونو کار واخیست چې د هغوی کورنۍ ومومو چې له کولمبیا تر فلیپین پورې غځېدلې وې.

په کولمبیا کې د انا لپاره د چانس لیټیکوا کمپاین - په دروغو ادعا کوله چې هغه دوه میاشتې ژوند لري.

د عکس سرچینه، Chance Letikva

د عکس تشریح، په کولمبیا کې د انا لپاره د چانس لیټیکوا کمپاین - په دروغو ادعا کوله چې هغه دوه میاشتې ژوند لري.

سره له دې چې په رښتیا سره دا تأییدول سخت وو چې ایا د کمپاینونو پر وېبپاڼو ښودل شوي شمېرې رښتینې دي که نه، موږ پخپله د دوو کمپاینونو لپاره وړې بسپنې ورکړې او وم ولیدل چې د بسپنو ټولیزه اندازه په هماغه کچه لوړه شوه څومره چې موږ ورکړې وې.

همدارنګه، موږ له یوې ښځې سره خبرې وکړې چې ویل یې د الکساندرا کمپاین ته یې ۱۸۰ ډالر بسپنه ورکړې وه، خو وروسته پرې پرله‌ پسې د نورو بسپنو غوښتنې وشوې چې ټولې داسې لیکل شوې وې لکه د الکساندرا او د هغې د پلار له‌خوا چې لېږل شوې وي.

په فلیپین کې، الجین تاباسا موږ ته وویل چې زوی یې خلیل له خپلې اوومې کلیزې لږ وخت وروسته ناروغ شو.

هغې وویل: "کله چې پوه شوو هغه په سرطان اخته دی، داسې مې احساسوله لکه ټوله نړۍ مې چې ونړېده."

الجین زیاتوي د سیبو ښار په ځایي روغتون کې درملنه ډېره ورو روانه وه او هغې هر هغه چا ته پیغامونه لېږل چې ذهن ته یې ورتله چې مرسته ترې وغواړي.

یو کس هغه یې له یوه ځایي سوداګر سره معرفي کړه چې روني ینسیرتو نومېده. هغه ترې د خلیل د ویډیو غوښتنه وکړه چې هغه وروسته پوهه شوه دا په اصل کې د "ازمایښتي ثبت" په معنا وه.

بیا د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر/کانون په میاشت کې یو بل سړی له کاناډا راغی چې ځان یې "ایریز" معرفي کړ. الجین وايي هغه د فلمبردارۍ پیسې له مخکې ورکړې او ژمنه یې وکړه چې که ویډیو ډېرې بسپنې راټولې کړي نو هره میاشت به ورته ۱۵۰۰ ډالر هم ورکوي.

ایریز د خلیل ویډیو په یوه ځایي روغتون کې ثبت کړه او له الجین سره یې سم صحنې بیا بیا تکرارولې. د هغې په وینا، فلمبرداري ۱۲ ساعته وخت ونیو.

کورنۍ وايي د میاشتو لپاره یې نه پوهېدل چې ویډیو څه پایله لرلې ده تر هغې چې الجین له ایریز سره اړیکه ونیوله او هغه ورته وویل چې ویډیو "ناکامه شوې ده".

هغې وویل: "د هغه له خبرو پوه شوم چې ویډیو هېڅ پیسې نه دي راټولې کړې."

خو موږ هغې ته وویل دغه کمپاین د ۲۰۲۴ کال تر نومبر پورې، په ظاهره، شاوخوا ۲۷ زره ډالر راټول کړي وو او لا هم پر انلاین بڼه موجوده ده.

الجین وايي: "که زه د راټولو شویو پیسو په اړه خبره وای، کېدای شي خلیل نن هم زموږ تر منځ وای. نه پوهېږم دوی دا کار ولې راسره وکړ."

کله چې مو له روني ینسیرتو د فلمبردارۍ په بهیر کې د هغه د رول په اړه وپوښتل، هغه دا رد کړه چې له کورنیو یې د خپلو ماشومانو د سر خرېیلو غوښتنه کړې وي او ویې ویل چې د کورنیو د جلبولو په بدل کې یې هېڅ مالي ګټه نه ده ترلاسه کړې.

هغه زیاته کړه چې د پیسو پر برخلیک یې "په هېڅ ډول" کنټرول نه درلود او د فلمبردارۍ له ورځې وروسته یې له کورنیو سره هېڅ اړیکه نه ده لرلې.

کله چې مو ورته وویل کورنیو له راټولو شویو بسپنو هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي، هغه وویل چې "حېران شوی" او "پر کورنیو ډېر خواشینی دی".

د "چانس لِتیکفا" د ثبت په اسنادو کې د "ایریز" په نوم هېڅ کس نه ښکاري. خو له هغو دوو کمپاینونو چې موږ څېړلي وو، معلومه شوه چې د "والز اوف هوپ" (د هیلې دېوالونه) په نوم د بلې ادارې له لارې هم ترویج شوي وو چې په اسرائیل او کاناډا کې ثبت ده.

اسناد ښيي چې په کاناډا کې د دې ادارې مدیر ایریز هاداري دی.

پر انلاین بڼه خپاره شوي انځورونه ښيي چې هاداري په فلیپین، نیویارک او میامي کې په یهودي مذهبي مراسمو کې ګډون کړی دی.

کله چې مو دا انځورونه الجین ته وښودل، هغې تایید کړه چې همدا هغه کس دی چې هغې ورسره لیدلي وو.

بیا مو له هاداري د فلیپین د کمپاین په اړه د هغه د رول پوښتنه وکړه، خو هغه هېڅ ځواب یې ورنه کړ.

موږ له نورو کورنیو سره هم وکتل چې کمپاینونه یې یا د هاداري له‌خوا تنظیم شوي وو او یا یې ورسره تړاو درلود.

یوه کورنۍ د کولمبیا په یوه لیرې سیمه کې د اصلي اوسېدونکو له ټولنې وه او بله په اوکرایین کې.

لکه د خلیل په قضیه کې، دلته هم "ځايي منځګړي" کورنیو ته ورغلل او د مرستې ژمنې یې ورکړې. د لږو پیسو په بدل کې د ژړا یا جعلي اوښکو پر مهال د ماشومانو فلمونه ثبت شول، خو وروسته یې هېڅ بسپنه ترلاسه نه کړه.

د کولمبیا د شمال لوېدیځ په سوکره ښار کې، سیرخیو کاري وايي په پیل کې یې دا مرسته رد کړې وه. د هغه په وینا، یوې ښځې چې ایزابیل نومېده ورسره اړیکه نیولې وه او ژمنه یې ورکړې وه چې د مالي ملاتړ مرسته به ورسره وکړي وروسته له هغې چې د هغه اته کلنه لور آنا د دماغ په یوه تومور اخته وپېژندل شوه.

خو سیرخیو وايي ایزابیل بیا د هغه د لور روغتون ته ورغله او ورسره یو سړی هم و چې ځان یې د یوې نړیوالې نادولتي موسسې کارکوونکی باله.

د دې سړي بڼه چې سیرخیو یې تشریح کړه، د ایریز هاداري له بڼې سره سمون درلود او دا خبره هغه وخت لا ډاډمنه شوه چې هغه زموږ له‌خوا ورښودل شوي انځور کې وپېژاند.

سیرخیو وویل: "هغه ماته هیله راکړه… زه د راتلونکي لپاره هېڅ پیسې نه لرلم."

د فلمبردارۍ له پای سره د کورنۍ غوښتنې پای ته ونه رسېدې.

A graphic explaining how the campaign video for Khalil was staged shows: 1) His mother and sister clapping as ticker tape rains down with balloons in the background, 2) Khalil crying, 3) Khalil reciting lines from a script, wearing a nasal tube.

سیرخیو وايي ایزابیل بیا بیا اړیکه نیوله او په روغتون کې د آنا نور انځورونه یې غوښتل. کله چې هغه ځواب ورنه کړ، ایزابیل پخپله له آنا سره اړیکه ونیوله او غږیز پیغامونه یې ورته لېږل چې موږ واورېدل.

آنا ایزابیل ته وویل چې نور نوي انځورونه نه لري.

ایزابیل ځواب ورکړ: "دا ډېر بد کار دی آنا، رښتیا هم ډېر بد."

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې، آنا چې هغه مهال بشپړه روغه شوې وه، هڅه وکړه پوه شي چې ژمنه شوې پیسې څه شوې.

ایزابیل هغې ته په یو غږیز پیغام کې وویل: "هغه اداره ورکه شوې ده. ستا ویډیو هېڅکله نه ده خپره شوې. هېڅکله. هېڅ کار پرې نه دی شوی، پوه شوې؟"

خو موږ ولیدل چې ویډیو په رښتیا هم خپره شوې وه او د ۲۰۲۴ کال تر اپریله پورې یې نژدې ۲۵۰ زره ډالر راټول کړي وو.

د اکتوبر په میاشت کې، موږ وتوانېدو ایزابیل هرنانډېز دې ته وهڅوو چې له موږ سره د ویډیو اړیکې له لارې خبرې وکړي.

ایزابیل موږ ته وویل چې د اسرائیل یوې ملګرې یې هغه له داسې یوه کس سره بلده کړې وه چې ورته یې د یوې "مؤسسې" په چوکاټ کې د کار وړاندیز کړی و؛ داسې مؤسسه چې ادعا کېده په سرطان له ناروغو ماشومانو سره مرسته کوي. خو هغې د هغه بنسټ نوم له څرګندولو ډډه وکړه چې ورسره یې کار کاوه.

هغې وویل چې ورته ویل شوي وو یوازې یو کمپاین، له هغو کمپاینونو چې هغې یې د تنظیم په برخه کې مرسته کړې وه، په رښتیا خپور شوی او هغه هم ناکام شوی دی.

موږ ایزابیل ته وویل چې لږ تر لږه دوه کمپاینونه په حقیقت کې خپاره شوي وو، چې له هغو څخه یو، په ظاهره، له ۷۰۰ زره ډالرو څخه ډېرې پیسې راټولې کړې وې.

ایزابیل وویل: "زه اړه یم چې له کورنیو بخښنه وغواړم. که زه پوهېدلې وای چې څه روان دي، هېڅکله به مې داسې کار نه وای کړی."

په اوکرایین کې، موږ وموندله هغه کس چې د یوه ناروغ ماشوم له مور سره یې اړیکه نیولې وه، په هماغه ځای کې کار کاوه چې د کمپاین ویډیو پکې ثبت شوې وه.

تېتیانا خالیاوکا د پنځه کلنې نجلۍ، ویکتوریا، چې د دماغ په سرطان اخته وه، د عکاسۍ او فلمبردارۍ ناسته د چرنیفتسي ښار د "انګلهولم" په کلینیک کې تنظیم کړې وه.

د "چانس لِتیکفا" له کمپاین سره تړلي د فېسبوک په یوه پوسټ کې، ویکتوریا او د هغې مور اولېنا فېرسووا پر یوه کټ ناستې ښکاري او له پوسټ سره دا لیکل شوي دي:

"زه ستاسو هڅې وینم چې زما لور وژغورئ او دا زموږ د ټولو زړونه لمسوي. موږ د وخت پر وړاندې په منډه کې یوو چې د ویکتوریا د درملنې لپاره اړین مبلغ راټول کړو."

اولېنا وايي هغې نه دا خبرې لیکلې دي او نه یې ویلي دي او په دې هم نه پوهېده چې دا کمپاین اصلًا خپور شوی دی.

په ښکاره ډول، دې کمپاین له ۲۸۰ زره یورو زیاتې پیسې راټولې کړې وې (نژدې ۳۲۹ زره ډالر).

موږ ته وویل شول چې تېتیانا د انګلهولم په کلینیک کې د اعلانونو او اړیکو مسووله وه.

کلینیک تازه بي بي سي ته ویلي چې دوی په خپلو تاسیساتو کې د فلمبردارۍ اجازه نه وه ورکړې او زیاته یې کړه: "کلینیک هېڅکله په دې کمپاینونو کې برخه نه ده اخیستې او نه یې د بسپنې راټولولو کوم کمپاین ملاتړ کړی چې د هرې ادارې له‌خوا تنظیم شوی وي."

انګلهولم وايي دوی د تېتیانا خالیاوکا دنده پای ته رسولې ده.

Ana's dad is smiling as he and Ana ride a donkey/horse - white with a straw saddle. Ana is wearing navy joggers and a black Adidas t-shirt, and her dad is wearing a dark shirt and yellow trousers
د عکس تشریح، انا او د هغې پلار په کولمبیا کې په یوه لېرې پرته بومي ټولنه کې ژوند کوي

اولېنا موږ ته هغه قرارداد وښود چې ترې غوښتل شوي وو، لاسلیک یې کړي.

د قرارداد له مخې، د فلمبردارۍ د ورځې د ۱۵۰۰ ډالرو پیسو سربېره، کورنۍ ته به هغه مهال اته زره ډالر هم ورکول کېدل چې د بسپنې د راټولولو ټاکلی هدف پوره شي.

خو د دې هدف د مبلغ خانې تشې پرېښودل شوې وې.

په قرارداد کې د "چانس لِتیکفا" د سازمان لپاره په نیویارک کې یوه پته ښودل شوې وه. خو د سازمان پر وېبپاڼه بله پته ښکاري چې د بیت شیمش په ښار کې ده، چې له بیت‌ المقدس څخه شاوخوا یو ساعت لیرې ده.

موږ دواړو پتو ته سفر وکړ، خو د دې سازمان هېڅ نښه مو ونه موندله.

موږ وموندله چې "چانس لِتیکفا" داسې ښکاري لکه د ورته څو نورو سازمانونو له ډلې څخه یو وي.

هغه سړي چې د ویکتوریا د کمپاین ویډیو یې ثبت کړې وه، زموږ تولیدګرې ته ویلي وو، چې ځان یې د یوه ناروغ ماشوم د ملګرې په توګه معرفي کړی و، چې دی له ورته نورو سازمانونو سره هم کار کوي.

دغه سړي، چې ځان یې "اولیه" معرفي کړ، وویل: "هر ځل یو بل سازمان وي… زه دا ویل نه خوښوم، خو دوی نژدې د تولیدي کرښې په څېر کار کوي."

هغه زیاته کړه چې "شاوخوا لسو ورته شرکتونو" ترې د "موادو" غوښتنه کوله او د بېلګې په توګه یې د دوو نومونه یاد کړل: سانټ تېریزا او لېټل اینجل، چې دواړه په متحده ایالاتو کې ثبت دي.

کله چې مو د دغو ادارو د ثبت اسناد وکتل، بیا مو هم د ایریز هاداري نوم وموند.

لا هم دا روښانه نه ده چې د ماشومانو په نوم راټولې شوې پیسې چېرته تللې دي.

د ویکتوریا د ویډیو له ثبت تر یو کال زیات وخت وروسته، د هغې مور اولېنا له "اولیه" سره اړیکه ونیوله، چې داسې ښکاري هغه په انلاین بڼه د الېکس کوهېن نوم کاروي، چې پوښتنه ترې وکړي. لږ وروسته، د هغې په وینا، د "چانس لِتیکفا" له‌خوا یو کس ورسره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې بسپنې په اعلانونو لګېدلې دي.

د پام وړ خبره دا ده چې همدا خبره هاداري هم د خلیل مور الجین ته کړې وه، کله چې هغې ورسره د ټیلیفون له لارې مخامخ خبرې وکړې.

هغه ورته ویلي وو: "اعلانونه لګښت لري، نو شرکت پیسې وبایللې." پرته له دې چې د دې خبرې د ثابتولو لپاره کوم ثبوت وړاندې کړي.

Olena has dyed red hair, tied back, and is wearing a grey top. She is cuddling Viktoriia, who is wearing a turquoise coat and has closely cropped hair. They are outside, with a housing block behind them.
د عکس تشریح، اولینا له خپلې لور ویکتوریا سره، چې په دې وروستیو کې یې بل دماغي تومور تشخیص شوی دی

خو د خیریه چارو هغه کارپوهان چې موږ ورسره خبرې وکړې، وايي د اعلانونو لګښت باید د کمپاین د ټولو راټولو شویو پیسو له ۲۰ سلنې زیات نه وي.

یو بل کس چې پخوا یې د "چانس لِتیکفا" لپاره د ماشومانو د جلبولو په برخه کې کار کاوه، موږ ته تشریح کړه چې ماشومان به څنګه د ویډیوګانو لپاره ټاکل کېدل.

دغه کس، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل ترې غوښتل کېدل د روغتونونو د سرطان څانګو ته ولاړ شي.

هغه وویل: "دوی تل د ښکلو ماشومانو په لټه کې وو، د سپین پوستکي، چې عمرونه یې له درېیو تر نهو کلونو پورې وي، خبرې وکولای شي او سرونه یې خرییل شوي وي."

هغه زیاته کړه: "له ما به یې د ماشومانو انځورونه غوښتل چې وګوري مناسب دی که نه، بیا به مې دا انځورونه ایریز ته لېږل."

دغه خبر ورکوونکي وویل چې هاداري به وروسته دا انځورونه یو بل کس ته چې اسرائیلو کې و لېږل، خو د هغه کس نوم به هېڅکله نه څرګندېده.

د هاداري په اړه، موږ هڅه وکړه چې هغه په کاناډا کې په دوو بېلابېلو پتو کې ومومو، خو بریالي نه شوو. هغه یوازې یو غږیز پیغام ته ځواب راکړ چې موږ پکې د هغو پیسو په اړه پوښتنه کړې وه چې داسې ښکاري ده راټولې کړې وې. هغه وویل: "دا سازمان هېڅکله فعال نه و"، پرته له دې چې روښانه کړي د کوم سازمان په اړه خبرې کوي. هغه نه بل غږیز پیغام ته ځواب ورکړ او نه هم هغه لیکلي پیغام ته چې پکې زموږ ټولې پوښتنې او پرې لګېدلي تورونه شامل وو.

Erez Hadari is shown sitting in a plane - in what looks like first or business class - with a blue top and grey trousers, and is smiling, holding headphones

د عکس سرچینه، Erez Hadari

د عکس تشریح، ایریز هاداري د خپل ځان دا عکس د خلیل مور الجین ته واستاوه

هغه کمپاینونه چې د "چانس لِتیکفا" له‌خوا د دوو ماشومانو لپاره پیل شوي وو، خلیل او د مکسیکو ماشوم هیکتور، تر اوسه هم د بسپنو د ترلاسه کولو لپاره فعال ښکاري.

همدارنګه داسې ښکاري چې د "چانس لِتیکفا" د امریکا څانګه د یوې نوې ادارې "سانت رافاییل" سره تړاو لري، چې اضافي کمپاینونه یې پیل کړي دي - له دې جملې لږ تر لږه دوه داسې ښکاري چې په اوکرایین کې د انګلهولم کلینیک کې ثبت شوي وي، ځکه په ویډیوګانو کې د کلینیک ځانګړي لرګي تختې او د کارکوونکو پېژندل شوي یونیفورمونه لیدل کېږي.

د ویکتوریا مور اولېنا وايي د هغې د لور یو نوی دماغي تومور تشخیص شوی. هغه زیاتوي چې د پلټنې پایلې یې زړه نه ښه کوي.

هغې زیاته کړه: "کله چې د خپل ماشوم ژوند په خطر کې وي او څوک له دې استفاده کوي چې پیسې ترلاسه کړي، دا ډېر ناوړه کار دی. دا په وینه ککړې پیسې دي."

بي بي سي له تیټيانا خالیاوکا او الېکس کوهېن سره او همدارنګه له سازمانونو "چانس لِتیکفا"، "والز اوف هوپ"، "سانت رافاییل"، "لیتل اینجلز" او "سانت تېریزا" سره اړیکه ونیوه او له دوی څخه د څرګندو شویو تورونو په اړه د ځواب غوښتنه وشوه، خو هېڅ یوه یې ځواب ورنه کړ.

د اسرائیل د شرکتونو اداره چې په هېواد کې د غیرانتفاعي سازمانونو څار کوي، ویلي دي که هغوی ثبوت ترلاسه کړي چې بنسټګر د دې سازمانونو څخه د "غیرقانوني فعالیتونو پټولو لپاره" استفاده کوي، نو د دې سازمانونو ثبت به په اسرائیل کې رد شي او بنسټګر ممکن په دې سکتور کې له کار کولو بشپړ منع شي.

په بریتانیا کې د خیریه سازمانونو ادارې، "د خیریه ټولنو کمېتې" د بسپنې ورکونکو لپاره سپارښتنه کړې چې لومړی ډاډ ترلاسه کړي دغه ټولنې په رښتیا ثبت شوي دي او که کوم شک وي، د بسپنې راټولونکي سازمان سره مستقیم تماس ونیسي.

د راپور په چمتو کولو کې برخه اخیستونکي: نِد ډیویز، تراکس ساڤلور، خوسې انتونیو لوسیو، المودینا ګارسیا-بارادو، ویتالیا کوزمینکو، شاکید اورباخ، توم تزور فیسفیلدر، کاتیا مالوفييفا، اناستاسیا کوچر، آلان پولیدو او نیل مک کارتي.