تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د احمد شاه ابدالي کور کندهار کې د عامو خلکو د لیدنې لپاره پرانیستل شو
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کلتور وزارت چارواکي وایي، په کندهار کې یې د لرغونو سیمو او ودانیو د خوندي ساتلو او د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه یې اووه تاریخي ځایونه رغولي چې وروستی یې په کندهار ښار کې د احمدشاه بابا تاریخي کور دی.
چارواکي وایي، د دغه ودانۍ رغولو پر مهال یې د تاریخي ارزښت، اصلي بڼې او لرغونتوب ته پوره پام کړی، چې دا تاریخي اثر د هېواد د کلتوري میراث په توګه خوندي پاتې شي.
د احمدشاه دراني دغه کور شاوخوا ۲۷۰ کلنه مخینه لري او تر وروستیو څو کلونو پورې د هغه د کورنۍ او ورثې د استوګنې ځای و.