څنګه د هیمالیا د مني غر ختلو موسم په ناورین واوښته؟

د مني د اوږده تګ راتګ موسم په پرله پسې ډول سختې هوا ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مني د اوږده تګ راتګ موسم په پرله پسې ډول سخته هوا تجربه کوي.
    • Author, ناوین سینګ خادكا
    • دنده, د بي بي سي چاپیریالي چارو خبریال

روښانه اسمان، ارام بادونه، او د هیمالیا پر واورو پوښلو څوکو ښکلې منظر، دا هغه څه دي چې د ایورېسټ غر ختونکو زړونه تودوي او د مني په موسم کې دغه ځای ته ورځي. خو داسې بریښي چې دا حالت نور په بدلېدو دی.

د هوا پېژندونکو په وینا، د موسمي بادونو موسم اوس مني ته اوښتی دی، چې دا د غرنیو سیلانیانو دودیز موسم ګڼل کېږي. د موسمي بادونو د دې وروستۍ دورې په ترڅ کې، د تېرې یوې لسیزې په موده کې نږدې هر کال د لږ تر لږه یوه سخت توپاني باران پېښه لیدل شوې، چې دا غرنۍ هوا یې خطرناکه کړې ده.

د تېرې اونۍ په پای کې، د واورې یو ناڅاپي توپان د ایورېسټ غر ختیځې خوا ته نږدې په سلګونو سیلانیان د ۴۹۰۰ مترو (۱۶۰۰۰ فوټو) په لوړوالي کې د سړې هوا څپې ووهل.

چینايي رسمي رسنیو راپور ورکړ چې د سې شنبې تر ورځې یې نږدې ۶۰۰ غر ختونکي خوندي ځایونو ته ورسول او مرسته یې ورسره وکړه. په راپورونو کې ویل شوي چې یو سړی د بدن د تودوخې د کمښت او د لوړو سیمو ناروغۍ له امله مړ شو، خو نور روغ وو.

دا پېښه په تبتي خوا کې وه، خو ورته پېښه په نیپال کې هم رامنځته شوه، چې یو سویلي کوریايي غر ختونکی د میرا په څوکه کې مړ شو.

دې میاشت کې یو واوریني توپان د ایورېسټ غر ختیځې خوا ته نږدې سلګونه سیلانیان بند کړل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دې میاشت کې یو واوریني توپان د ایورېسټ غر ختیځې خوا ته نږدې سلګونه سیلانیان بند کړل.

د بارانونو او درنو واورو له امله د مخابراتي کرښو د زیانمنېدو له امله سیمه ییزو او نړیوالو ادارو ونشو کولی چې په کره توګه د ټپیانو یا زیانمن شویو کسانو شمېر معلوم کړي. چارواکي اټکل کوي چې په تېره اونۍ کې په دغه هېواد کې ځمکې ښویېدنو او ناڅاپي سېلابونو شاوخوا ۶۰ کسان مړه کړي دي.

ریټن جانګبو شیرپا، چې یو غرنی لارښود دی، وايي دا پېښه په اکټوبر کې نا معموله ده. هغه زیاتوي: "موږ په ټولیز ډول تمه کوو چې اسمان به شین پاتې شي،" او وايي چې سیلانیانو او غر ختونکو په وروستیو کلونو کې په زیاتېدونکي ډول له اټکله لرې سختو موسمي شرایطو سره مخ شوي دي.

هغه زیاتوي، له دې امله چې دا د غر ختلو او سفرونو غوره موسم دی، دې ډول پرله پسې توپانونو "زموږ د سفرونو او غر ختلو کاروبار له خنډ و ځنډ سره مخ کړی دی."

په شمالي هند او نیپال کې د موسمي بادونو موسم معمولا له جون پیل او د سپټمبر تر نیمایي دوام کوي، خو اوس دا وضعیت بدل شوی.

د نیپال د هایدرولوژۍ او هوا پېژندنې ریاست مرستیاله عمومي مدیره، ارچنا شریستا وایي: "زموږ معلومات ښیې چې د تېرې لسیزې ډېرو کلونو کې موسمي بادونه د اکټوبر تر دویمې اونۍ پورې دوام کړی، چې دا یو د پام وړ بدلون دی."

هغه څه چې ډېر اندېښنه رادبره کوي، هغه سخت باران او واوره ده چې د موسم له پای ته رسېدو سره مله وي، لکه چې دا ځل د اکټوبر پر ۴مه او ۵مه وشول. شریستا دا بڼه "په لنډ وخت کې ویجاړونکي بارانونه" وبلل.

د هیمالیا په لوړو برخو کې، دا بدلېدونکې هوا د واورې توپانونه او د یخنۍ څپه رامنځته کوي، چې د غرنیو سفرونو، غر ختلو او سیلانیانو لپاره یو لوی خطر پېښوي.

تېره اونۍ کې په نیپال کې د ځمکې ښویېدنو او ناڅاپي سېلابونو د لسګونو کسانو ژوند واخیست.

د عکس سرچینه، Getty Images

څه چې همدغه د تېرې اونۍ په پای کې وشول. کله چې هوا ناڅاپه بدله شوه بادونه چټک شول، د تودوخې درجه د تمې خلاف راښکته شوه، او لید خورا کم شو. هغه لار چې سیلانیانو یې په اسانۍ سره د ارام تم ځای په توګه تصور کاوه، اوس تر واورو لاندې شوې او تېرېدل ترې ناشوني دي.

د چو اویو په غر کې، چې د چین او نیپال ترمنځ بل غر دی، د غر ختونکو یوې ډلې د ۸۲۰۱ متره څوکې ته له رسېدو مخکې په لنډمهاله توګه شاتګ وکړ، ځکه چې واوره په پرلپسې توګه ورېدله.

د سفر تنظیموونکي مینګما شیرپا وایي چې هغه او د هغه شپږو غړو لرونکي ټیم: "د درنې واورې اورېدو تر پای ته رسېدو وروسته بېرته راستانه شول."

خو د ایورېسټ غر ختیځې خوا ته نږدې بند پاتې سیلانیانو لپاره، بېرته راستنېدل ډېر خطرناک وو. ځینو یې بي بي سي ته وویل چې که څه هم تودې جامې یې اغوستې وې، خو په درنو واورو کې د تګ پر مهال یې د بدن د تودوخې د کمښت له امله کړاو ولید. نورو وویل چې له دې وېرې یې خوب ونه کړ چې تر واورو لاندې به شي، ځکه واوره په دومره شدت ورېدله چې دوی یې ډېر وخت په لرې کولو کې تېره کړ.

که د ژغورنې ښه همغږي عملیات نه وای شوي، چې واورې لرې کولو لپاره پکې بیلچې او اسونه وکارول شول، نو دا پېښه به په یوه لویه تراژیدۍ او غمیزې پای ته رسېدلې وه.

یوه سیلاني چې له ۱۲ ځله زیات په دې غرونو ختلی، بي بي سي ته وویل چې هغه "هیڅکله داسې هوا نه ده لیدلې."

د هوا د بدلون لاملونه

ساینس پوهان وایي چې یو له مهمو لاملونو چې دا بدلون رامنځته کوي، د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي په پایله کې په هوا کې د رطوبت زیاتوالی دی.

دې کار د لنډې مودې لپاره سخت بارانونه رامنځته کړي، چې ډېر وختونه د اوږدې وچکالۍ وروسته راځي، پخوا به موسمي بارانونه پر څلورو میاشتو په مساوي ډول وېشل کېدل.

پاسانګ، چې د تبت په پلازمېنه لهاسا کې د سفرونو یو استازی دی، وویل: "په دې وروستیو کلونو کې په دې وخت کې هوا هر کال بدلېږي، او موږ نشو کولی خپلو پیرودونکو ته د هیڅ شي ژمنه وکړو."

هغه زیاته کړه: "سپټمبر او اکټوبر د ښه هوا سره د اوج موسم وو، خو نن سبا موږ ناڅاپي سخته هوا وینو او تودوخه په خورا چټکۍ سره کمېږي."

زورور موسمي بادونه

د هوا پېژندونکو په وینا، په سویلي اسیا کې موسمي بادونه ځینې وختونه زورور شوي ځکه چې له یو بل موسمي سیسټم، چې لوېدیځه ګډوډي (Western Disturbance) بلل کېږي، سره زیات ټکر کېږي.

دا د ټيټ فشار یو سیسټم دی چې په مدیترانې سیمه کې رامنځته کېږي او ختیځ لوري ته خوځي، بیا سړه هوا ورسره وي چې ځینې وختونه شمالي هند، پاکستان او نیپال ته باران او واوره راوړي.

خو کله چې دا له ګرمې او مرطوبې هوا سره یوځای شي، کوم چې د موسمي بادونو په موسم کې پیښیږي، نو پایله یې نوره هم سخته هوا کیدلی شي.

اکشای دیوراس، چې د بریتانیا په ریډینګ پوهنتون کې د هوا پېژندنې یو کار پوه دی، وايي چې لوېدیځه ګډوډي کولی شي "په مؤثره توګه موسمي بادونو ته وده ورکړي."

د دې پېښو د تکرار لامل دا دی چې دا موسمي اډانې په دودیز ډول ژمنۍ څه وه، چې د ډسمبر او مارچ تر منځ شمالي هند او هیمالیا ته رسېدلې.

اوس، د هوا پېژندنط کار پوهان وایي، چې دا په زیاتېدونکي ډول ژر، د موسمي بادونو او مني په موده کې، رسېږي.

د نیپال د هوا پېژندنې ریاست چارواکو راپور ورکړ چې د اکټوبر په لومړیو کې په ختیځ نیپال (چې ایورېسټ غر په کې موقعیت لري) کې د باران او واورې سېلاب هم د لوېدیځو موسمي ګډوډیو له امله و.

دوی زیاته کړه چې لوېدیځې ګډوډیو د ټیټ فشار یو سیسټم (چې د موسمي بادونو د لکۍ برخه ده) د بنګال له خلیجه تغذیه کړ او ورېځې یې ختیځ ته اړولې، په داسې حال کې چې باید لوېدیځ ته تللې وې.

ساینس پوهانو دا هم موندلې چې په یوې تودې نړۍ کې، د لوېدیځو موسمي ګډوډیو او موسمي بادونو ترمنځ زیات شوی تعامل بله غیر معمولي پایله رامنځته کوي.

توده هوا ورېځې لوړې خواته پورته کوي، چې دا په دې معنا ده چې دا موسمي سیسټمونه اوس کولی شي د هیمالیا له غرونو واوړي او تبت او نورو هغو سیمو ته ورسېږي چې مخکې یې دا ډول سخت بارانونه نه وو لیدلي.

یوه څېړنه چې د جون په میاشت کې په "نیچر" مجله کې خپره شوې، دا په ګوته کوي چې "د اقلیم تودوخه او د لوېدیځو او هندي موسمي بادونو ترمنځ تعامل د چینګهای تبت پلوتو په یو تود او باراني اقلیم بدلوي."

د تبت لوړه سطحه له پخوا په وچ اقلیم مشهوره وه. ساینس پوهان وایي چې د تبت تودوخه او رطوبت ښايي بې ثباته هوا، د واورې توپانونه او پرله پسې واورې معنا ولري.

لوګان تالبوت، چې د "الپنګلو اکسپېډیشنس" په اداره کې لوړپوړی لارښود دی او هر کال د ایورېسټ غر تبتي خوا ته غر ختونکي رسوي، وایي: "هغه څه چې بدل شوي، د بڼو (patterns) باور دی، موږ نشو کولی وانګیرو چې شرایط به له یوه موسم بل ته یو ډول پاتې شي."

دا په دې مانا ده چې د مهال وېش انعطاف، پر وخت پرېکړې، او په هیمالیا کې مسلکي او له شرایطو سره سمه لارښوونه اوس تر بل هر وخت ډېر ارزښت لري.