د ماه‌رنګ بلوڅ په ګډون د نیول شوو بلوڅ مشرانو د توقیف موده غځول شوې

بلوڅ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماه‌رنګ بلوڅ او د بلوڅ یووالي کمېټې ځینې نور مشران غړي له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په توقیف کې دي.

په کوټه کې یوې محکمې د ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ په ګډون د بلوڅانو د یووالي کمېټې (بي‌وای‌سي) د نیول شوو غړو د توقیف موده ۱۵ ورځې نوره هم غځولې ده.

خو د دې کمېټې له مشرانو سره یو ځای نیول شوی سیاسي فعال او د بیبو بلوڅ پلار عبدالغفار بلوڅ وړمه ورځ خوشې کړل شوی.

د بلوڅانو د یووالې کمېټې مشرې ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ تر څنګ نور غړي لکه بیبو بلوڅ، ګلزادي بلوڅ، صبغت الله عرف شاه‌جي او معلول بیبرګ بلوڅ د جمعې په ورځ (اګست ۲۲ / زمری ۳۱) په کوټه کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته د سخت امنیتي څار لاندې حاضر کړای شول.

که څه هم څارنوال له محکمې په توقیف کې د هغوی د ساتل کېدو مودې د غځولو غوښتنه وکړه خو د بلوڅانو د یووالي کمېټې مدافع وکیلانو یې مخالفت وکړ.

له دې سره سره بیا هم په بېلابېلو قضیو کې د دې محکمې قاضي محمد علي مبین د هغوی د توقیف موده ۱۵ ورځې نوره هم وغځوله.

د ډاکټر ماه‌رنګ او د نورو بلوڅ مشرانو وکیل اسرار جتک وویل چې تر دې مخکې هم د ده د مؤکلان په ټولییز ډول ۴۵ ورځې په توقیف کې ساتل شوي دي او له محکمې د دې مودې د غځېدو غوښتنې په ترڅ کې قاضي ویلي چې دا وار یې د وروستي ځل لپاره د توقیف موده تمدیدوي.

وکیل اسرار جتک ویلي‌، قاضي څارنوال ته وویل چې په دې موده کې دې د دغو کسانو دوسیې په بشپړ ډول وڅېړل شي ځکه چې دی "نوره د دوی د توقیف موده نه غځوي."

"زموږ مخه به و نه شي‌ نیولی"

ماه‌رنګ

د عکس سرچینه، MAQBOOL JAFFAR

د عکس تشریح، ماه‌رنګ بلوڅ، بیبو بلوڅ، ګلزادي بلوڅ، صبغت الله عرف شاه‌جي او معلول بیبرګ بلوڅ د جمعې په ورځ (اګست ۲۲ / زمری ۳۱) په کوټه کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته د سخت امنیتي څار لاندې حاضر کړای شول.

محکمې ته تر حاضرېدو وروسته ماه‌رنګ بلوڅ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې،‌"د مظلومو ملتونو غورځنګ له ریاستي پروپاګنده ډېر لوړ دی."

اغلې بلوڅ‌ همداراز ویلي چې دوی د "انصاف لپاره راوتلي" او مهمه نه ده چې څومره دروغجن تورونه پرې لګول کېږي او څو میلیونه ډالره پرې مصرفېږي خو "دوی به هېڅکله هم زموږ مخه و نه شي نیولی."

دا په داسې حال کې ده چې په "ناقانونه ډول" د بلوڅ مشرانو د نیول کېدو او "ورکول کېدو" پر ضد په اسلام اباد کې د بلوڅ یووالي کمېټې له لوري احتجاج روان دی.

د یادولو ده چې د روان میلادي کال د مارچ پر ۲۱ پولیسو د بلوڅانو پر یوه لاریون ډزې وکړې چې درې تنه پکې ووژل شول او لږ تر لږه اووه نور پکې ژوبل شول.

د هغې پېښې په غبرګون کې د ماه‌رنګ بلوڅ او بیبو بلوڅ په ګډون د بلوڅ یووالي کمېټې غړو په کوټه کې سوله‌ييز پرلت وکړ چې پولیسو ونیولې او د پي‌اېم‌او قانون له مخې یې بندیانې کړې.

پي‌اېم‌او د پاکستان داسې قانون دی چې له مخې یې هر هغه څوک د امنیتي ادارو له لوري نیول کېږي چې دوی یې د "عامه‌نظم ګډوډوونکي" او "خلکو ته ګواښ پېښوونکي" وګڼي.

خو د دې کمېټې غړي وايي چې دوی د خپلو حقونو لپاره "سوله‌ييزه" مبارزه کوي.

د توقیف مودې پرله‌پسې غځېدل

بلوڅ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تېرې مې میاشتې پر ۲۹ (غبرګولی ۸) د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو پنځو سازمانونو له پاکستانه وغوښتل چې د بشري حقونو بلوڅ فعالانو له "ځورونې او خپل‌سري توقیف' لاس واخلي.

په پام کې وه چې د بلوڅ یووالي کمېټې نیول شوي مشران د تېرې اپرېل میاشتې په وروستیو کې خوشې شي خو د بلوچستان ایالتي حکومت یوې محکمې یې د (غويي ۲/اپرېل ۲۲) د توقیف موده یوه میاشت نوره هم وغځوله.

تر هغې راوروسته هم دوی تر اوسه په توقیف کې ساتل کېږي.

کورنیو یې اندېښنه څرګنده کړې چې د لیدو اجازه نه ورکول کېږي او هغوی ته د روغتیا په څېر ځینې بنسټیزې اسانتیاوې هم نه دي‌ برابرې.

د تېرې مې میاشتې پر ۲۹ (غبرګولی ۸) د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو پنځو سازمانونو له پاکستانه وغوښتل چې د بشري حقونو هغو بلوڅ فعالانو له "ځورونې او خپل‌سري توقیف' لاس واخلي چې په پاکستان، په ځانګړي ډول بلوچستان کې د بیان ازادۍ حق ته په کتو سوله‌ييزې غونډې کوي.

دغو بنسټونو پاکستان تورن کړ چې د روان کال د مارچ له ۲۰مې راهیسې یې د بلوڅ فعالانو جبري ورکېدا او ناقانونه توقیف پیل کړی او ګواکې د "عامه نظم ګډوډولو او د ترهګرۍ" اړوند (پي‌اېم‌او) قانون د بلوڅ مشرانو د ناقانونه بندیانولو لپاره د یوې وسلې په توګه کاروي.

خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي.

ټولو پنځو بنسټونو د پاکستان دا دریځ "په کلکه وغانده" او د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف یې په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي وو چې د بشري حقونو بلوڅ مدافعان خوشي کړي او د "خپلو مخالفانو ځپل" پای ته ورسوي.

ډاکټره ماه‌رنګ بلوڅ د بلوڅانو د حقونو مدافع ده او له اوږدې مودې راهیسې یې په بېلابېلو بڼو له بلوڅانو سره د پاکستاني حکومت د چلن پر ضد اعتراضونه او احتجاجونه کړي دي. د اغلې بلوڅ نوم څه موده مخکې د نوبل سولې جایزې لپاره د کاندیدانو په نوملړ کې شامل شوی دی.

د ماه‌رنګ بلوڅ په ګډون بلوڅ مشران پر پاکستاني حکومت او پوځي ادارو تور پورې کوي چې د بلوڅانو په وژنو او جبري ورکېدنو کې لاس لري او د دوی بنسټیز حقونه نه ورکوي، خو یادې ادارې دا تورونه ردوي.