د جنوبي هند سينما کې د جنسي ځورونې قضیې؛ ځينې وتلي فلمي ستوري هم تورن شوي

- Author, عمران قریشي
- دنده, بيبيسي، هندي
تورونه، د استعفا غوښتنه، پولیسو ته شکایتونه
دا هغه کلمې دي چې له تېرې اوونۍ راهیسې د جنوبي هند په کېرلا ایالت کې د ورځپاڼو په سرليکونو کې کارېږي او فلمي صنعت ته یې ټکان ورکړی دی.
تېره اوونۍ د هندي سینما د 'ملایالم' ژبې په فلمونو کې د کارکوونکو ښځینهو پر ستونزو یو مهم رپوټ خپور شو چې پکې د دغو فلمونو پر ځينو وتلو فلمي ستورو د جنسي ځورونې تورونه پورې شوي دي.
د جنوبي هند سېنما هر کال په 'ملایالم' ژبه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ فلمونه جوړوي چې د دغه هېواد مهم تجارت او زړه راښکونکی صنعت دی او د هند له وتلو او ستایل کېدونکو سینماګانو حسابل کېږي.
خو یوه ۲۹۰ مخیز رپوټ یې یوه تیاره خوا رابرسېره کړې ده.
دغه تفصیلي رپوټ د 'هیما کميټي' په نوم د یوه درې کسيز پلاوي له لوري چمتو شوی او دې ته کتنه پکې شوې چې د 'ملایالم" ژبې فلمونو جوړوونکې سینما کې ښځې په ناوړه کاري چاپېریال کې د کار کولو او جنسي ځورونې تر څنګ له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي.
په رپوټ کې د ځينو قربانیانو او د اغېزمنو کسانو هویت پټ ساتل شوی دی.
"جدي قضیې ښايي وروسته رابرسېره شي"

د عکس سرچینه، Jeo Baby
د رپوت تر خپرېدو وروسه یو شمېر مېرمنو په زغرده له دوی سره د فلم جوړونې پر مهال د شوي زورزیاتي او جنسي ځورونې په اړه څرګندونې کړې دي.
په دوی کې ځينې داسې ښځې هم شته چې اوس یې په فلمونو کې کار کول یا ايکټېنګ پرېښی دی.
د ځينو نارینهو فلمي ستورو پر ضد پولیسو ته تر لسو ډېر شکایتونه شوي چې له ډلې يې دوو متقابل شکایت ثبت کړی دی.
د دې موضوع رابرسېره کېدل دومره ټکان ورکوونکي وو چې د 'ملایالم فلمونو د هنرمندانو ټولنه' په نوم د دغه ایالت یوه مهمه فلم جوړوونکې دولتي اداره هم وروسته له هغه منحل شوه چې مشر یې د "اخلاقي ملحوظاتو" له کبله استعفا وکړه او پر ځينو غړو یې تورونه پورې شول.
د 'ملایالم' فلمونو یوې ستورې مالا پراوتي بيبيسي هندي ته وویل، "دا خو لا د پټي سر دی. تر اوسه ایله یو څو کسانو په دې اړه غږ پورته کړی. ډېرې جدي قضیې ښايي وروسته رابرسېره شي."
د هند باليووډ او په فلمي صنعت پورې تړلي بېلابېل خلک دا موضوع او ورته راغلي غبرګونونه له نږدې څاري.
د شکایتونو او تورونو لړۍ

د عکس سرچینه، Women in Cinema Collective/Facebook
د نړۍ په کچه د ښځو د جنسي ځورونې کمپاین "مي ټو" پر مهال هم د هند په بېلابېلو ایالتونو کې پر ځينو فلمي ستونزو او فلم جوړوونکو د ښځو د جنسي ځورونې تورونه پورې شول خو له ډلې يې ډېرې کمې قضیې وڅېړل شوې.
د هند حکومت يې په ترڅ کې په ۲۰۱۷ کې د یوه فلمي ستوري له لوري د جنسي ځورونې قضیې نه وروسته د کېرلا د عالي محکمې قاضي په مشرۍ 'هیما کميټه' جوړه کړه.
پولیسو د کېرلا یو تر ټولو وتلی فلمي ستوری 'دليپ' تورن کړ او د جنايي دسیسې تور یې پرې پورې کړ. که څه هم هغه پر ده لګېدلي تورونه رد کړل خو ونیول شو او په ضمانت تر خلاصېدو مخکې درې میاشتې په توقیف کې و. د دلیپ قضیه اوس هم په محکمه کې روانه ده.
په ۲۰۱۷ کې له یوې فلمي لوبغاړې سره د جنسي زورزیاتي پېښه (په سينما کې د ښځو ټولنې) د رامنځته کېدو لامل شوه او د دغه رپوټ په خپرېدو کې دې ټولنې مهمه ونډه لوبولې ده.
د اوسني رپوټ تر خپرېدو وروسته لومړی غبرګون د 'سريلیکا مېتره' په نوم د بنګالۍ فلمي لوبغاړې و.
هغې پېژندل شوی فلم جوړوونکی 'رنجيت' تورن کړی و چې څو کاله مخکې يې جنسي زور زیاتی ورسره کړی و. هغه دا تور رد کړی خو د دغه ایالت د معتبرې فلمي اکاډمۍ له ریاسته یې استعفا وکړه.
مېرته په رسمي ډول پولیسو ته عریضه کړې ده.
ځينو نورو شکایت کوونکو مېرمنو چې نومونه یې نه دي یاد شوي، هم 'هیما کميټې' ته ویلي چې په فلم کې د کار کولو فرصت ورکولو لپاره له دوی په پرله پسې ډول د "جوړجاړي کولو" غوښتنه ترې کړې ده.
د 'ملایالم' فلمونو یوې بلې لوبغاړې مينو منیر بيبيسي هندي او ځینو نورو رسنیو ته ویلي چې د فلم جوړونې پر مهال یوه فلمي لوبغاړي پرته د هغې له اجازه دا ښکل کړې او په غېږه کې نيولې ده. اغلې منیر د پخواني فلمي ستوري او قانون جوړوونکي مکېش په ګډون په فلمي صنعت کې د ځينو کسانو په اړه په جزیاتو کیسه کړې چې له دې یې ناوړه جنسي استفاده کړې ده.
مکېش دا ادعا رد کړې او اغلې منير یې تورنه کړې چې ګواکې غواړي دی "بلېکمېل" کړي.
هغه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، "زه پر مال او په فلمي صنعت کې پر نورو د لګېدلو تورونو په اړه پلټنو تیار یم."
رپوټ ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Press Trust of India
دوو نورو ښځينه لوبغاړو یو فلم جوړوونکی تورن کړی چې په نیمه شپه یې هوټل کې د هغوی دروازه ټکوله. دغه کس چې نوم یې نه دی یاد شوی، تر اوسه د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.
یوې بلې فلمي لوبغاړې یو مشهور فلمي ستوری صدیقي تورن کړی چې په ۲۰۱۶ کې یې پر هغې جنسي تېری کړی او پولیسو ته یې په دې اړه عریضه هم کړې ده.
صدیقي د ملایالم فلمونو د هنرمندانو ټولنې مشر و چې دا تورونه یې رد کړي خو له خپلې دندې يې استعفا کړې ده. ده همدا راز پر ده تور لګوونکې تورنه کړې چې ګواکې هڅه کوي د "هغه باور زیانمن کړي."
په داسې حال کې چې د کېرلا حکومت له دې کبله ستایل کېږي چې دې ستونزې ته د رسېدو لپاره د یوې کميټې په جوړولو کې رامخکې شوی خو د دغه رپوټ په ځنډ خپرولو باندې یې نیوکې هم شوې دي.
دا رپوټ په ۲۰۱۹ کې بشپړ شوی و خو د فلمي نړۍ د ځینو غړو له لوري د یو لړ حقوقي ننګونو او تر شاوخوا پنځه کلن ځنډ وروسته تېره اوونۍ خپور شو. هغه مهال حکومت ویلي وو له پولیسو سره ثبت شوي ټول شکایتونه به ګوري خو په انفرادي ډول هره قضیه نه شي څېړل کېدای. خو د فشارونو تر ډېرېدو وروسته د شکایتونو څېړلو ته یو ځانګړی پلاوی ګمارل شوی دی.
د کېرلا عالي محکمې له حکومته غوښتي چې له رپوټه غورځول شوې ۵۴ پاڼې هم باید یو ځای او د رپوټ بشپړ بڼه باید خپره کړي.
په فلم او سینما پورې ځینو تړلو کسانو د دغه رپوټ هرکلی کړی خو یو شمېر نور بیا له دې کبله له نیوکو سره مخامخ شوي چې ولې يې په اړه پټه خوله دي.
ځينو نورو بیا د دغه رپوټ په اړه خواشيني څرګنده کړې چې ګواکي د فلمي صنعت ټول کارکوونکي نارینه جنسي ځوروونکي ښکاروي.
ګڼ بیا په دې استدلال سره د رپوټ ستاینه کوي چې په دې صنعت کې به د مثبتو بدلونونو راوستلو لامل شي.











