کرېکټ: شري لنکا پاکستان ته په ماتې ورکولو د ښځو اسيا جام پايلوبې ته ووته

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښځو کرېکټ اسیا جام اتلولۍ د نن ورځې په نيمه پايلوبه کې شري لنکا پاکستانۍ لوبډلې ته په دريو وېکټو ماته ورکړه.
دغه لوبه چې د شري لنکا په دامبولا لوبغالي کې وشوه پچه يې هم شري لنکا وګټله او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه وکړه. پاکستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه چې شري لنکا په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د پاکستان لپاره منيبه علي ۳۷، ګل فېروزې ۲۵، ندا ډار ۲۳ او فاطمې ثنا ۲۳ منډې وکړې.
د شري لنکا لپاره اوډيشيکا او کويشا ډېلهار دوې دوې وېکټې واخيستې.
د منډو جوړولو په برخه کې چماري اتپتوتو تر ټولو ډېرې ۶۳ منډې وکړې. د دې تر څنګ انوشکا سنجيوني ۲۴ او کويشا دېلهاري ۱۷ منډې وکړې.
د پاکستان سعيدې اقبال څلور او ندا ډار يوه وېکټه واخيسته.
ټاکل شوې د دغو سياليو پايلوبه راتلونکې يکشنبې د جولای پر ۲۸ نېټه ترسره شي.
په دې سیالیو کې تر دې دمه د هند او شري لنکا لوبډلو هېڅ ماته نه ده خوړلې او ټولې ګروپي لوبې یې ګټلې دي.
د هند او پاکستان ښځینه کرېکټ لوبډلې په یوه ګروپ کې وې چې هندۍ هغو ورته په اووه وېکټو ماته ورکړې وه.
د دې دواړو هېوادونو تر منځ هر ډول سیالیو ته که څه هم تل د خلکو پام وي، خو دا په یوه میاشت کې د هند لخوا پاکستانۍ کومې لوبډلې ته پرلپسې درېیمه ماته وه.
له دې مخکې هند پاکستان ته د نارینه وو په شل اوریز نړیوال جام او ورپسې د هند تقاعد شویو لوبغاړو، د افسانوي لوبغاړو د جام په پایلوبه کې د پاکستان د پخوانیو لوبغاړو لوبډله ماته کړه او د ښځو اسیا جام کې هم پرې هندۍ لوبډله برلاسې وه.
هند او شري لنکا د ښځو اسيا جام پايلوبې ته ووتل

د عکس سرچینه، Asian Cricket Council
د هند د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې بنګله دېشۍ لوبډلې ته د لسو وېکټو په ستر توپیر ماته ورکړه او د روان اسیا جام پایلوبې ته یې لار ومونده.
د بنګله دېش د ښځو کرېکټ لوبډلې د نیمه پایلوبې په دې مهمه سیالۍ کې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو وېکټو په زیان ۸۰ منډې جوړې کړې وې، او هند ته یې د ۸۱ منډو هدف کېښود.
هندۍ لوبډلې دا هدف د کومې لوبغاړې له اوټېدو پرته په ۱۱م اوور کې پوره کړ او د ۲۰۲۴م اسیا اجام پایلوبې ته یې لار ومندله.
د ښځو اسیایي جام اتلولیو کې د کومو هېوادونو لوبډلو ګډون کړی؟

د عکس سرچینه، Sri Lanka Cricket
سږنیو اسیایي جام اتلولیو کې د آسیا په کچه له افغانستان پرته د اتو هېوادونو ښځینه کرېکټ لوبډلو ګډون درلود چې څلور یې وار له مخه له سیالیو وتلې دي.
د دغو اتلولیو په الف ګروپ کې د هند، پاکستان، نیپال او متحده عربي اماراتو او په (ب) ګروپ کې د شري لنکا، بنګله دېش، تایلنډ، او مالیزیا ښځينه کرېکټ لوبډلې له یوه بل سره مخ وې.
تایلنډ او مالیزیا د نارینه وو ډېر مخکښ کرېکټ نه لري، خو په دغو سیالیو کې د ښځو د لوبډلې ګډون یې د ډېرو پام ځانته اړولی و.
افغانستان چې د نارینه وو پیاوړې لوبډله لري، خو د ښځو کرېکټ لوبډلې یې د بېلابېلو ستونزو له کبله نه پخوا او نه هم اوس په دا ډول سترو سیالیو کې ګډون کړی دی.
نړۍ کې د کرېکټ چټکې ودې او سیالیو ډېرېدو ته په کتو د افغانستان یو شمېر پخوانیو ښځینه لوبغاړو تېره میاشت د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي وه چې په تبعید کې د دوی د لوبډلې تشکیل ومني، خو لا یې په اړه څه پرمختګ نشته.











