ولې مصر د افریقا د تر ټولو لوی بند پر جوړولو خواشینی دی؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
له سترې ایتوپیايۍ پروژې تمه دا ده چې د ایتوپیا د خلکو ژوند ښه کړي او د سیمې ځینې هېوادونه هم ترې ګټه واخلي.
جیوپولېټیک موقعیت هم د کورني ژوند په څېر دی، کله چې یو څوک د کور نوې ودانۍ جوړوي یا باغ پراخوي، ګټه یې دی کوي خو کېدای شي ګاونډیان پرې خپه شي. همداسې کیسه د افریقا د وروستیو کلونو د تر ټولو سترې پروژې هم ده.
دا ستره پروژه پر "نیل" سیند د برېښنا بند د جوړولو ده. کار یې په ۲۰۱۱ کې پیل شو او شاوخوا پنځه میلیارده ډالر پرې مصرف شول.
ډېری خلک وايي، دغه پیسې په ښه ځای لګېدلې دي. ټاکل شوې چې بند به هغو شاوخوا ۶۰ سلنه ایتوپیایانو ته برېښنا ورسوي چې اوس ترې بې برخې دي.
ایتوپیا پلان لري، ځینې ګاونډیو هېوادونو لکه کینیا ته هم برېښنا ورکړي او د سره سمندر له لارې د برېښنا د لېږد شبکه جوړه کړي څو منځني ختیځ هېوادونو لکه سعودي عربستان باندې یې هم وپلوري.
خو د بند جوړېدو په ګاونډیو کې سخت مخالفت راپورته کړی. په ځانګړي ډول مصر ډېر خپه دی، ځکه د نیل پر اوبو ډېره تکیه لري. خبره تر دې ورسېده چې یوه موده د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې خبرې هم کېدې.
د قاهرې پوهنتون د جیولوجۍ استاد پروفېسر عباس شراکي بيبيسي ته وویل: "د مصر خاوره شاوخوا ۹۳سلنه دښتې دي، تقریبآ هېڅوک په کې نه اوسیږي. ټول ۱۰۷ میلیونه خلک د نیل پر غاړو ژوند کوي."
له همدې کبله مصر وېره لري چې د بند له جوړېدو وروسته به اوبه کمې شي او هېواد به یې له سختې وچکالۍ سره مخامخ شي.
مصر اوس له یوه نوې تریخ واقعیت سره عادت کېږي. ځکه د ۱۹۲۰ لسیزې په تړون کې چې بریتانیا (د هغه مهال استعماري ځواک) ورسره کړی و، مصر ته د نیل د شاوخوا ۸۰ سلنه اوبو د کارولو حق ورکړل شوی و.
د کینیا د "سهن ریسرچ" څېړنیز مرکز کارکوونکی رشید عبدي بيبيسي ته وویل: "بریتانیا دا کار د مصر د ارامولو او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره وکړ ځکه مصر یو ستراتیژیک دولت دی چې د سویس کانال کنټرولوي او دغه کانال د اروپا دروازه ده." خو داسې ښکاري چې دا تړون اوس پایته رسېدلی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
که څه هم د سیمې ځینې هېوادونه لکه مصر پرې سخت خپه دی خو په ایتوپیا کې د ستر رېنېسانس بند جوړېدل د ملي ویاړ یوه نښه بلل کېږي.
په خپله ایتوپیا کې کیسه بیخي بله ده. دلته دا بند د ملي ویاړ سمبول ګرځېدلی، داسې ملت یې سره یو کړی چې ډېری وخت د قومي اختلافونو او شخړو ښکار وي.
د سویلي افریقا په یوه څېړنیز بنسټ کې شنونکي موسېس کرسپس اوکیلو بيبيسي ته وویل: "ایتوپیایان کېدای شي د انجیرا (د دوی اصلي خواړه دي) د خوړلو په اړه اختلاف ولري خو د بند په اړه ټول یوه خوله دي."
موګېس یشواس، یو میخانیکي انجنیر چې نږدې لس کاله یې پر دې پروژه کار کړی، وایي:
"د کورنۍ اوږد بېلتون ډېر سخت و. زه په کال کې یوازې دوه ځلې خپل ښار باهر دار ته تللی شوم چې د بند له ځایه ۴۰۰ کیلومتره لرې دی."
د بند لرې موقعیت، سخته ګرمي چې کله کله تر ۴۵ درجو رسېده او اوږده کاري ساعتونه لویه ننګونه وه.
موګېس زیاتوي: "زموږ کاري وخت له سهاره تر ماښامه و. له اوو تر اوو بجو. یوازې د غرمې د ډوډۍ لپاره یوه ګړۍ دمه وه. وروسته مو د شپې ټیم ته کار سپاره، ځکه کار باید شپه او ورځ روان وای."
دا پروژه په افریقا کې د هغه هېواد لپاره د یووالي نادره سرچینه وه، ځکه دوی په تېرو لسو کلونو کې د سیاسي تاوتریخوالي او قومي شخړو ډېرې تجربې کړې دي.
د ټولنې د هرې برخې خلکو د بند جوړولو لپاره پیسې ټولولې.
که څه هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې وه چې واشنګټن د بند په مالي برخه کې مرسته کړې خو اډیس ابابا ټینګار کوي چې دغه پروژه په بشپړ ډول له کور دننه تمویل شوې.
په یوه وېشلي هېواد کې، د بند جوړول هغه کار و چې خلک یې سره یوځای کړل.

د عکس سرچینه، AmensisaNegera / BBC
په ایتوپیا کې د بند جوړولو لپاره څو ځلې د بسپنې کمپاینونه وشول او عامو خلکو په کې بیا بیا برخه واخیسته.
که څه هم نرس کیروس اسفاو د تیګرای سیمې اوسېدونکی دی، هغه سیمه چې دوه کاله کورنۍ جګړې ځپلې وه خو د ۲۰۱۱کال د بند د جوړېدو له اعلانه یې وار، وار د خپل وس برابر مرسته کوله.
هغه وايي، له سلو ځلو زیات یې د حکومت بانډونه اخیستي (بانډ: ځېنې وخت حکومتونه د ستر کار لپاره بودیجه نه لري نو عام خلک قرض ورکوي او حکومتې کاغذي سند چې وروسته به یې قرض له اضافي ګتې سره ورکول کېږي.) خو د جګړې پر مهال یې دا لړۍ بنده کړه ځکه په تیګرای کې د بنسټېزو خدمتونو لکه د بانکدارۍ سلسله درېدلې وه.
ښاغلي کیروس دا انګېزه د ایتوپیا د پخواني لومړي وزیر میلس زیناوي له خبرو اخیستې وه. میلس چې د پروژې د پیل پر مهال یې څارنه کوله، ویلي وو چې ټول ایتوپیایان باید په ګډه د بند ملاتړ وکړي.
ښاغلي کیروس چې د پنځو ماشومانو پلار دی، بي بي سي ته یې وویل: "له ځان سره مې ژمنه کړې وه چې باید د پروژې تر پایه ورسره شم."
اوس چې ټول توربینونه یې چالان شوي، پوښتنه دا ده چې د برېښنا دا لوی تولید به د ایتوپیا پر ژوند څومره اغېز وکړي.
تمه کېږي چې بند به ۵۱۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. دا د هغه برېښنا دوه چنده ده چې هېواد یې د بند له جوړېدو پرته تولیدوي او میلیونونو نورو کورونو ته رسېدای شي. خو دا کار تر ډېره هغه شبکې پورې تړلی دی چې برېښنا د هېواد بېلابېلو سیمو ته څنګه رسوي.

۳۵ کلنه ګېتنېش ګابیسو چې د جنوبي ایتوپیا د هاوسا ښار څنډې ته د الامورا په کلي کې اوسېږي، د هغو کسانو له ډلې ده چې هیله لري د بند برېښنا یې ژوند بدل کړي.
د هغې ژوند د میلیونونو کلیوالي ایتوپیایانو کیسه انځوروي.
سره له دې چې د هغې کوچنۍ خټېنه کوټه یوازې ۱۰ کیلومتره له هاوسا ښار لرې ده خو ګېتنېش، د هغې مېړه او درې ماشومان یې لا هم برېښنا نه لري.
د پخلي لپاره له شاوخوا کروندو لرګي را ټولوي او د رڼا لپاره له د تېلو څراغونه کاروي.
مېړه یې ګرمیسا ګالچا د خپلې کورنۍ د روغتیا په اړه اندېښمن دی: "ګېتنېش پخوا غټې او ښکلې سترګې لرلې خو کلونو کلونو لوګیو یې سترګې زیانمنې کړې دي، اوس تل اوښلنې وي."
هغه زیاتوي: "وېرېږم که لوګی د ماشومانو ساه خپه کړي نو څه به وکړم؟"
د ګېتنېش هیله ډېره ساده ده. ځېنې وخت د مېړه د موبایل له کمزورې رڼا ګټه اخلي. هغې بيبيسي ته وویل:
"زه یوازې دا غواړم چې په خپل کور کې رڼا ووینم. نور برقي وسایل مهم نه دي، یواځې د ماښام رڼا مې ارمان دی."
هغوی تمه لري چې د رېنېسانس بند برېښنا به د دوی ژوند بدل کړي خو د برېښنا وزیر حبتمو مني چې لا ډېر کار ته اړتیا ده، ځکه باید د ملي برېښنا شبکې د پراختیا لپاره لسګونه زره کیلومتره کېبلونه وغځول شي څو کوچني ښارونه او لیرې پراته کلي هم ونښلول شي.

د عکس سرچینه، AmensisaNegera / BBC
انجنیر موګېس بیا ډاډه دی چې د نیل پر سیند تولید شوې برېښنا به بالاخره اغېز وکړي.
هغه خپل کوچني زوی ته دېر وخت نه لاره ځکه د بند کارونو ډېر مصروف کړی و.
"زه خوشال نه یم ځکه د هغه لپاره دومره په کور کې نه وم، لکه څومره یې چې اړتیا وه. خو پوهېږم چې راتلونکی به یې د هغه څه له امله روښانه وي چې ما په کې برخه اخیستې ده. ډېر ویاړم چې کله لوی شي او ورته ووایم ما د بند په جوړولو کې کار کړی."
خو ښايي د مصر پر راتلونکو ماشومانو بل ډول اغېز وکړي.
پروفېسر شراکي بيبيسي ته وویل: "ایتوپیا ځکه په یوازې ځان وکولای شول د بند جوړول پیل کړي چې مصر د عرب پسرلي د خوځښتونو له امله په ګډوډ حالت کې و. هېواد بې ولسمشره و، پوځ په کور دننه بوخت و."
هغه زیاته کړه، خو مصر هم اوس ګامونه اخېستي، د نړۍ تر ټولو لویه د اوبو د تصفیې فابریکه جوړوي او له ۵۰۰۰ ډېر څاګان کیندي.
خو هغه پریکړه چې نږدې ۱۵ کاله وړاندې وشوه، نن یې اغېزې ښکاره دی.
مصر اړ شوی چې په کرنه کې بدلون راولي. د بېلګې په توګه د شاوخوا دوه میلیونه جرېبه د وریجو کر یې یو میلیون جرېب ته راکم کړی، ځکه وریجې ډېرې اوبه غواړي.
پروف شراکي پوښتي، "۶۴ میلیارد متره مکعبه اوبه چې پخوا مصر ته تللې اوس یې تاسو ذخیره کړئ، زیان به نه رسوي؟"








