د غزې الشفا روغتون کې ډاکټران؛ برېښنا پرې شوې او روغتون تر پرلپسې بریدونه لاندې دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د غزې په تر ټولو ستر روغتون الشفا کې ډاکټرانو بي بي سي ته ویلي، په روغتون کې یې اوبه او خواړه ختم شوي او برېښنا هم پرې قطع شوې ده.
هممهاله، د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، چې په غزه کې د الشفا روغتون کې د خدماتو وړاندې کول ځنډول شوي دي. له دې مخکې چارواکو اعلان کړی وه چې روغتون کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره تېل نه لري.
د الشفا روغتون له دننه جراح ډاکټر مروان ابو سعده بي بي سي ته وویل، چې د جدي پاملرنې خونه (ICU) لګېدلې او هرې خوا ته د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
نوموړی زیاتوي، هیڅوک له روغتونه وتلی نه شي او نه هم څوک روغتون ته دننه کېدلی شي.
جراح ډاکټر مروان ابو سعده وویل، چې اوس په روغتون کې اوبه، خواړه او برېښنا نشته.
ښاغلی مروان وايي، دوه ناروغان چې په وینټیلیټرونو (اکسیجن ورکوونکی ماشین) کې وو، اوس مړه شوي.
ویل کېږي، په دې مړو شویو کسانو کې یوه یې نوی زیږیدلی ماشوم و.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، اسرائیلي ځواکونه د غزې لوی روغتون الشفا، القدس او اندونیزیايي روغتونونو ته نژدې شوي دي او دغه راز ویل کېږي چې دې روغتونونو ته نژدې او یا پکې دننه د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
اسرائیل هم تائید کړې، چې الشفا ته نژدې یې ځواکونه فعال دي او پر حماس یې پرلپسې تورونه پورې کړي، چې تر الشفا لاندې چمتو شویو تونلونو کې فعالیت کوي، خو حماس د اسرائیل دا ادعا رد کړې ده.
همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، چې په غزې تړانګه کې تر ټولو لوی روغتون الشفا بمبار شوی او په دې سربېره سیمه کې ۲۰ نور روغتونونه په بشپړه توګه تړل شوي دي.
د یاد سازمان چارواکو تېره ورځ ویلي و، چې په الشفاء روغتون کې "سخت تاوتریخوالی" شوی.
بلخوا د سعودي عرب په ریاض کې د عربو او مسلمانو هېوادونو مشرانو بیړنۍ غونډې ته استازي ورسیدلي دي.
تمه کېږي، چې یاد مشران به ټوله ورځ په دې بحث وکړي چې څنګه د اسرائیلو او حماس ترمنځ جګړه ودروي.











