امستردام کې د اسرائیلو فوټبال پر مینه والو له بریدونو وروسته د هالنډ پاچا ویلي، له یهودانو سره د ضدیت پر چلن سترګې نه شو پټولای
د اسرائیلي فوټبال له مینه والو سره د تاوتریخوالي له پېښو وروسته د هالنډ پاچا ویلي، یهودان باید په نېدرلنډ کې ځانونه خوندي محسوس کړي.
ویلیم الکساندر وايي، ''زموږ تاریخ رازده کوي، چې ډارول له بده، بدتره بڼه خپلوي.'' نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د یهودانو پر ضد چلن سترګې پټې کړي.
له دې مخکې موټر سایکل سپرو ځوانانو د هالنډ پلازمېنه کې ماکابي تل ابیب فوټبال لوبډلې پر مینه والو د خرپ او ترپ بریدونه وکړل.
د ځايي چارواکو په وینا د فوټبال دا مینه والو د اروپايي سیالیو یوې لوبې لیدو لپاره په امستردام کې یو ځای شوي وو. پولیس وايي، په روغتون کې د پنځو کسانو درملنه شوې او ځینې نور بیا برسېرن ټپیان شوي دي. پولیسو لږ تر لږه ۶۲ کسان د دې پېښې په تړاو نیولي دي.
د مکابي پلویانو او د فلسطین پلوه مظاهره چیانو په ګډون د ډیم په چوک کې ستونزې او لانجې رامنځ ته شوې وې.
داسې راپورونه هم شته، چې ځینو پلویانو اورلوبې کړي او په نژدې سړک کې یې د فلسطین بیرغ راغورځولی و.
چارواکو ویلي، د بلوا ضد پولیسو د ساتنې لپاره څو ځله مداخله کړې ده.
د هالنډ لومړي وزیر ډیک شوف "یهودي ضد بریدونه" غندلي دي.
د امستردام ښاروال او چارواکو ویلي، د هالنډ د پلازمېنې په ګڼو برخو کې د پولیسو له پراخ حضور سره سره اسرائیلي مینه وال ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو ګډوډي له لوبې وروسته زیاته شوه. پولیسو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، دا څرګنده نه ده چې په لاریون کې چا برخه اخیستې وه، ځکه ښکېلو کسانو تورې او تیاره جامې اغوستې وې.
په ټولنیزو رسنیو کې څو ویډیوګانې خپرې شوې.
په یوې ویډیو کې ښکاري چې یو سړی پر ځمکه له راغورځول کېدو وروسته وهل کېږي. په بله کې لیدل کېږي چې یو کس منډې وهي او تښتي.
د هالنډ د اسلام ضد سیاستوال ګیرټ ویلډرز هم چې په پارلمان کې له ټولو د لوی ګوند مشري کوي، د یوه ټولپوښتنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل "له چارواکو سره به د اسرائیلي اتباعو په ساتنه کې د دوی د پاتې راتلو په تړاو حساب وشي".












