جاپان کې د زرګونه کبانو مرموزه مړینه

د ویډیو تشریح،
جاپان کې د زرګونه کبانو مرموزه مړینه

د جاپان شمال کې په مرموز ډول زرګونه مړه شوي کبان اوبو سمندرغاړې ته راوړي دي.

څو ټنه ساردین او مکریل کبان د کاکوداته سمندرغاړې په څه باندې یو کیلومتره اوږده رېګ کې موندل شوي دي. لا تر اوسه ددغې ډله ییزې مړینې لامل نه دی روښانه شوی. د سیمې خلکو ته ویل شوي چې ددغو کبانو له خوړلو ډډه وکړي.