نور احمد لکڼوال د هند غوره لیګ (ای پي اېل) په سږنيو سیالیو کې تر ټولو ډېرې وېکټې اخیستې دي

لکڼوال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو

په هند کې د کرېکټ په روانو سوداګریزو لوبو کې افغان چپ‌لاسي ورو توپ اچوونکي نور احمد لکڼوال تر ټولو ډېرې ۲۴ وېکټې ترلاسه کړې دي.

له دې سره لکڼوال د ۲۰۲۵ کال د هند غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو د ډېرو لوبغاړو سوځوونکو توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې ځای خپل کړی او (بانجاني خولۍ) یې پر سر کړې ده.

د کرېکټ ځینې مبصران سر له اوسه وايي چې د ای‌پي‌اېل په نورو پړاوونو کې به لوبډلې هڅه کوي چې لکڼوال له ځانه سره ولري.

لکڼوال چا ته لوبېږي؟

لکڼوال د هند د کرېکټ غوره لیګ په روانو سیالیو کې د 'چېنای سوپر کېنګز' یا (سي‌اېس‌کې) لپاره لوبېږي. تېره ورځ یې له 'ګجرات ټایټنز' سره سیالي وه چې راشد خان یې هم په لوبډله کې دی.

لکڼوال په دې لوبه کې د راشد خان په ګډون د ګجرات ټایټنز درې لوبغاړي وسوځول او له دې سره یې په سږنیو سیالیو کې په ۱۴ لوبو کې تر ټولو ډېر ۲۴ لوبغاړي وسوځول.

تر ده مخکې د سیالې 'ګجرات ټاټینز' لوبډلې توپ اچوونکی پراسېد کرېشنا د ۲۳ لوبغاړو په سوځولو سره مخکښ و.

په پرونۍ لوبه کې چېنای لوبډلې ګجرات ته په ۸۳ منډو ماته ورکړه. خو ګجرات لوبډله د ډېرو لوبو د ګټلو له کبله ۱۸ پواینټه لري او د سږنیو سیالیو د نوملړ په سر کې ده او چېنای ایله اته پواینټه لري او ښه ونه ځلېده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

'پر لکڼوال ۱۰۰ میلیونه نه دي ورکې'

د یادولو ده چې نور احمد لکڼوال له ۲۰۲۳ کال راهیسې د هند غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي.

دی لومړی ځل په ای‌پي‌اېل کې ګجرات ټایټنز لوبډلې په درې میلیونه هندي روپیو پېرلی و. د ۲۰۲۳ کال سیالیو کې یې په ۱۳ لوبو کې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې وې او خپله لوبډله یې تر نیمه پایلوبې رسولې وه.

لکڼوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چېنای لوبډلمشر مهېندر سېنګ ډوني د لکڼوال د ستاینې پر مهال، کله چې ده د ګجرات ټایټنز لوبډلې ارشد خان وسوځاوه.

هغه مهال دی او راشد خان دواړه د ګجرات لپاره لوبېدل او لکڼوال د خپلې ښې لوبېدا له کبله مینه والو "کوه نور" باله.

د ګجرات لوبډلې د هغه مهال کېپتان هارډېک پانډیا ویلي وو چې لکڼوال کم عمره خو تکړه دی او ګڼ توپ‌وهونکي یې توپ نه شي لوبولی.

تېر ۲۰۲۴ پړاو سیالیو پر مهال هم یو ځل بیا ګجرات لوبډلې نور احمد له ځانه سره وساته. په دغه کال د لکڼوال په ګډون راشد خان او عظمت الله عمرزی هم له دې لوبډلې سره وو.

خو د سږنیو سیالیو لپاره چېنای لوبډلې په ۱۰۰ میلونه هندي روپیو واخیست چې نږدې ۱ اعشاریه ۲ میلیونه ډالر کېږي.

د پخوا پرتله یې په لوړه بیه د پېرلو اوس یې ځلېدو ته په کتو د کرېکټ ځینې مبصران وايي چې ګواکې پر دغه "کوه نور" سل میلیونه روپۍ ورکې نه دي.

ټام

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسټرالیا کرېکټ پخوانی لوبغاړی او مبصر 'ټام موډي' چې په ای‌پي‌اېل لوبو کې د ځینو لوبډلو روزونکی هم پاتې شوی، ورته خبره کوي.

دی له کرېک‌اېنفو سره په یوه مرکه کې وايي، "ښه بیه یې ټاکل شوې وه او اوس به درته څرګنده شوي وي چې ولې؟ هغه ډېرې ښې وېکټې اخلي. د لوبو تېر ته که وګورو نو معلومېږي چې په لوبډله کې د ورو توپ اچوونکو درولودل څومره مهم وي، په ځانګړي ډول د منځ اورونو کې او ده دا هر څه ثابت کړل."

ښاغلی ټام د لکڼوال "ښې لوبېدا" ته په کتو وايي چې ښايي په راتلونکي کې په چېنای لوبډله کې پر ځينو پخوانیو لوبغاړو له سره غور وشي او ځای یې د ده غوندې لوبغاړو باندې ډک شي.

بانجاني او نارنجي خولۍ چا ته ور په سر کېږي؟

په ای‌پي‌اې سیالیو کې دوه رنګه خولۍ ځينو ځانګړو لوبغاړو ته هغه مهال ور پر سر کېږي چې په لوبو کې تر بل هر لوبغاړي ښه وځلېږي.

دغه خولۍ دوه رنګه دي. یوه بانجاني (بادنجاني) رنګه او دویمه یې نارنجي رنګه.

لکڼوال او سرداشن

د عکس سرچینه، IPL

بانجاني رنګه خولۍ هغه توپ اچوونکي ته ور په سر کېږي چې ډېرې وېکټې ترلاسه یا ډېر لوبغاړي وسوځوي. دا خولۍ د هندي لوبغاړي پراسېد کرېشنا پر سر وه چې په ۱۴ لوبو کې یې ۲۳ لوبغاړي سوځولي وو خو په پرونۍ لوبه کې د تازه درو وېکټو په اخیستو سره نور احمد لکڼوال ترې یوه وېکټ مخکې شو چې اوس په ۱۴ لوبو کې ۲۴ وېکټې لري او د بانجاني‌ رنګه خولۍ حقدار بلل شوی.

نارنجي رنګه خولۍ بیا هغه توپ‌وهونکي ته ور په سر کېږي چې تر ټولو ډېر منډې جوړې کړي. په روانو سیالیو کې اوس نارنجي رنګه خولۍ د هندي توپ‌وهونکي 'سای‌سودرشن' پر سر ده. هغه په ۱۴ مېچونو کې تر اوسه تر ټولو ډېرې ۶۷۹ منډې کړې دي.

د یادولو ده چې د هند په دغو سوداګریزو لوبو کې سږ کال بېلابېلو لوبډلو اوو افغان لوبغاړي اخیستي دي.

د دوی له ډلې راشد خان او کریم جنت ګجرات ټایټنز ته لوبېږي، نور احمد لکڼوال چېنای سوپر کېنګز ته، رحمان الله ګوربز 'کلکته نایټ رایډرز' ته، عظمت الله عمرزی 'پنجاب کېنګز' ته او الله محمد غضنفر 'ممبۍ اېنډينز' ته لوبه کوي.