نایجیریا کې تر ټولو لویه ډله‌ییزه تښتونه: له یوه ښوونځي ۳۱۵ کسان تښتول شوي

د جمعې په سهار وختي، د نایجر (Niger) ایالت اړوند د سینټ مري ښوونځي (St Mary's School) باندې برید وشو.
د عکس تشریح، د جمعې پر ورځ د نایجر ایالت پر دې ښوونځي برید وشو.

د نایجیریا عیسوي ټولنې ویلي، د نایجر ایالت په پاپیري سیمه کې له "سینټ مري" ښوونځي ۳۰۳ زدکوونکي او ۱۲ ښوونکي تښتول شوي دي.

په پیل کې راپور ورکړل شوی و چې ۲۱۵ زده کوونکي تښتول شوي خو دا شمېره وروسته لوړ اعلان شو.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ګومان کېږي، دا نوې شمېرې د ښوونځي د ټولو زدکوونکو نږدې نیمایي برخه وي.

د نایجیریا ولسمشر بولا احمد تینوبو، د پرله پسې ډله ییزو تښتونو له امله د جي-شل په سرمشریزه کې ګډون نه دی کړی.

د نایجیریا په شمال کې دوو ایالتونو د امنیتي اندېښنو له امله د ټولو دولتي ښوونځیو د تړل کېدو امر کړی دی. د کاټسینا او پلاټو ایالتونو چارواکو ویلي چې دا یو لنډمهالی ګام دی.

دا د دغه هېواد په تاریخ کې یوه تر ټولو بدو ډله ییزو تښتونو پېښه بلل کېږي.

د تښتول شویو کسانو شمیر په ۲۰۱۴ کال کې د "چیبوک" له هغې بدنامې پېښې هم اوړي چې ۲۷۶ تنه په کې تښتول شوي وو.

تازه تښتونه داسې مهال شوې چې هلته د وسله والو ډلو بریدونه هم زیات شوي دي.

ځایی پولیسو ویلي چې وسله والو د جمعې پر ورځ ځایي وخت شاوخوا دوه بجې پر سینټ مري ښوونځي برید وکړ او هغه زدکوونکي یې وتښتول چې هلته اوسېدل.

د سیمې یوه اوسېدونکي ډومینک اډامو، چې لوڼه یې په ښوونځي کې زدکړې کوي، بي بي سي ته وویل: "ټول خلک ناتوانه شوي دي. دې پېښې ټول هک پک کړل."

یوې بلې مېرمنې د اوښکو په تویولو سره بي بي سي ته وویل، چې شپږ او ۱۳ کلنې ورېرې یې تښتول شوې دي. هغې زیاته کړه: "زه یوازې دا غواړم چې هغوی بېرته کور ته راشي."

د نایجیریا پولیسو ویلي، امنیتي ادارې د تښتول شویو زدکوونکو ذ ژغورلو په موخه په ځنګلونو کې "د چاڼ او پلټنې عملیات" کوي.

د نایجر ایالت چارواکو ویلي، دغه ښوونځي د بریدونو د ډیریدونکي ګواښ په اړه له استخباراتي خبرداریو وروسته، د ټولو لیلیو د تړلو امر له پامه غورځولی و.

هغوی په یوه بیان کې ویلي چې دې کار زدکوونکي او کارکوونکي له داسې خطر سره مخ کړل "چې مخنیوی یې کېدلی شو". د ښوونځي ادارې تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د جنایتکارو ډلو لخوا د پیسو په بدل کې د خلکو تښتول، چې په سیمه کې د "لار وهونکو" په نامه پېژندل کیږي، د نایجیریا په ډېرو برخو کې په یوې لویې سرخوږي بدل شوی دی.

په نایجیریا کې د مذهبي ځورونې ادعاوې

کاکي

د عکس سرچینه، Africa Independent Television via Reuters

دا ډله ییزه تښتونه وروسته له هغه وشوه چې په متحدو ایالتونو کې ښي اړخو څېرو، لکه ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ادعا وکړه چې په نایجیریا کې پر عیسویانو ظلم کیږي، هغه تور چې د نایجیریا حکومت رد کړی دی.

په واشنګټن کې کمپاین کونکو او سیاستوالو د میاشتو راهیسې ادعا کوله چې اسلامي پال وسله وال په سیسټماټیک ډول په نایجیریا کې عیسویان په نښه کوي.

د همدې میاشتې پیل کې، ټرمپ ویلي وو چې که د افریقا د دغه هېواد حکومت د "عیسویانو وژنې ته دوام ورکړي"، نو دی به پوځي ځواکونه ورواستوي.

د نایجیریا حکومت دا ادعا چې پر عیسویانو ظلم کیږي، "د واقعیت سخت تحریف" بللی.

یوه چارواکي ویلي چې "ترهګر پر هغو ټولو کسانو برید کوي چې د دوی وژونکې ایډیالوژي ردوي مسلمانان، عیسویان او هغه کسان چې هیڅ دین نه لري."

د نایجیریا په شمال ختیځ کې، جهادي ډلې له یوې لسیزې راهیسې له دولت سره په جګړه بوختې دي.

د تاوتریخوالي څارونکې ټولنې وایي چې د دې ډلو ډېر قربانیان مسلمانان دي، ځکه چې بریدونه تر ډېره د هېواد په شمالي څنډو کې، چې مسلمانان یې لوی شمېر دی، کیږي.

د نایجیریا په مرکز کې، هم په بیا بیا د شپنو (چې ډېری یې مسلمانان دي) او کروندګرو (چې تر ډېره عیسویان دي) ترمنځ مرګونې پېښې کېږي.

خو شنونکي وایي چې دا بریدونه تر ډېره د مذهب پر ځای، د اوبو یا ځمکې په څېر د سرچینو پر سر د سیالۍ له امله کېږي.

په ۲۰۱۴ کال کې بوکو حرام وسله والې ډلې د چيبوک ښارګوټي له یوه ښوونځي ۲۷۶ نجونې وتښتولې.

دې پېښې نړیوال پام ځان ته راواړاوه او د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره یې یو نړیوال کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین کې د امریکا د هغه مهال لومړۍ مېرمنې، میشل اوباما لاس په کارېدو او هڅو هم ونډه لرله.

له هغه پېښې ډېرې قربانۍ نجونې خوشې یا تښتېدلي، خو شاوخوا ۱۰۰ ېې لا هم بې درکه دي.