د تاجکستان سل کلن کېدل: دې هېواد په اړه څومره پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سهراب ضیا
- دنده, بي بي سي
د شوروي سوسیالیستي ازبکستان جمهوریت په ترکیب کې د تاجکستان له جوړېدو سل کاله تېر شول. دغه جمهوریت پنځه کاله وروسته د ۱۹۲۹ کال په یوه خپلواک هېواد بدل شو.
تاجکستان په منځنۍ اسیا کې یو غرنی هیواد دی. دا له لویدیځ او شمال له ازبکستان، شمال ته له قرغزستان، ختیځ ته له چین او په سوېل کې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
د تاجکستان د وګړو شمېر څه باندې لس میلیونه تنه دی او د خاورې پراخوالی یې ۱۴۱۴۰۰ کیلومتره مربع ده.
سل کاله وړاندې د نړۍ په سیاسي نقشه کې د تاجکستان په نوم کوم هېواد نه و
دا نوم په مرکزي اسیا کې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند لخوا په ۱۹۲۴ کال کې د پولو تر معلومېدو وروسته رامنځ ته شوی. تر هغه وخته، د تاجکستان اوسنۍ سیمې د زاړه "فراه رود" یا "ماورا النهر" په نوم یادېدې.
فراه رود یا ماورا النهر هغې ځمکې ته ویل کېږي، چې د امو سیند (جیحون) او سیر سیند (سیحون) ترمنځ پرته ده. د مرکزي او سوېلي تاجکستان اوسنۍ خاوره د ختیځې بخارا په نوم یادېده.
په تېرو سلو کلونو کې په تاجکستان کې دوه ځلې لیکدود بدل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۲۸ کال کې تاجکستان کې لیکدود له عربي/فارسي څخه لاتیني او په ۱۹۴۰ کې له لاتیني څخه سیریلیک ته واوښت.
سیریلیک له ۸۴ کلونو راهیسې په تاجکستان کې رسمي رسم الخط دی. يعنې د ايران او افغانستان سره په توپیر، که څه هم تاجکان په تاجکي/فارسي خبرې کوي خو لیکدود یې په خپله ژبه نه دی.
د تاجکستان پلازمینه دوشنبې ښار پخوا د ستالین اباد په نوم یادېده
دا نوم د شوروي اتحاد د مشر جوزف سټالین په ویاړ ورکول شوی و. ستالین له ۱۹۲۴ د هغه تر مرګه (۱۹۵۳) د دې هېواد مشري کوله.
ستالین اباد په عین وخت کې د تاجکستان د شوروي سوسیالیستي جمهوریت په خاوره کې د سټالن اباد ولایت پلازمېنه وه.
په ستالین اباد کې د ستالین اباد ښار سربېره، د قرغان تیپې ښار او د وخش او حصار ۲۴ درې او ولسوالۍ هم شاملې وې. د ۱۹۵۱ کال د اپرېل په ۱۰ مه د شوروي د پارلمان د مشر د فرمان له مخې د سټالین اباد ولایت منحل شو.
تاجکستان د منځنۍ اسیا یوازېنی هېواد دی چې شیعه اسماعیلیه مذهبي اقلیت لري
د شیعه ګانو د دې فرقې پیروان په عمده توګه د تاجکستان د بدخشان په کوهستان ولایت کې ژوند کوي او د دې هېواد د لس میلیونو وګړو څلور سلنه جوړوي.
په ټوله نړۍ کې تر ۲۰ میلیونو ډېر د شیعه اسماعیلیه لارویان لري، چې په تاجکستان، هند، پاکستان، افغانستان، تانزانیا، کینیا، د فارس خلیج په هېوادونو، ایران، لبنان، سوریه، الجزایر، امریکا، کاناډا، بریتانیا او فرانسه کې ژوند کوي.
د تاجکستان د بدخشان ولایت اسماعیلیه ټولنه په نړۍ کې یوه له سترو اسماعیلیه ټولنو شمېرل کېږي.
په تاجکستان کې تر ۱۸ کلونو کم عمره کسانو ته اجازه نشته چې جومات ته ولاړ شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د "د وجدان او مذهبي ټولنې د ازادۍ" او "د ماشومانو په پالنه کې د میندو او پلرونو مسوولیت" قانون له مخې، په تاجکستان کې له ۱۸ کلونو ټیټ عمره کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې جومات ته ولاړ شي. د مور او پلار د مسؤولیت قانون د اتمې مادې له مخې "په مذهبي مراسمو کې د ماشومانو (له ۱۸ کالو څخه کم عمر) شتون منع دی." په دې بندیز کې هغه ماشومان شامل نه دي چې په رسمي دیني مدرسو کې زده کړې کوي.
همدارنګه د قانون له مخې په تاجکستان کې ښځې اجازه نه لري چې جوماتونو او هدیرو ته ولاړې شي.
د واده په مراسمو کې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته بلنه ورکول منع دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په تاجکستان کې د هغه قانون له مخې چې په ۲۰۰۷ کال کې تصویب شو، د واده په مراسمو کې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته بلنه ورکول منع دي.
د دغه قانون د تصویب موخه "د ملي کلتور د اصلي ارزښتونو ساتل، د خرافاتو او تعصبونو مخنیوی، د تاجکستان د خلکو معنویاتو، ټولنیزې او اقتصادي کچې لوړول" بلل شوي دي.











