تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ذبيح الله مجاهد وايي "پاکستان پر کونړ، خوست او پکتيکا ولايتونو بریدونه کړي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستان تېره شپه د افغانستان "هوايي حريم نقض" کولو سره د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرتو څو ولایتونو هوایي بریدونه کړی دي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه د وژل شويو ماشومانو د عکسونو خپرولو تر څنګ ليکلي، "تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځ يو ځل بيا د افغانستان حريم نقض کړ، په کونړ، خوست او پکتيکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبار کړل".
ښاغلي مجاهد ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې "۱۱ ماشومان، يوه مېرمن او يو سپين ږيری کس" وژل شوي دي.
نوموړي همدا راز د پاکستان پوځ په بمببارۍ کې د ۱۴ تنو ښځو او ماشومانو د ټپي کېدو ويلي دي. بي بي سي په خپلواکه توګه د مرګژوبلې د دغو شمېرو پخلی نشي کولی.
په خوست ولایت کې د ځايي سرچينو په وینا یوازې د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ په يوه کلي کې څو تنه وژل شوی دي. د خوست په ګاونډ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې هم د دريو تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د برمل ولسوالۍ يواوسېدونکی وايي، د شپې نژدې يوه بجه وه چې هوايي برید وشو.
د پاکستان حکومت تراوسه د دغو بریدونو او یا د مرګژوبلې د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په دې وروستيو کې تاوتریخوالی زيات شوی دی، پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره مرګوني بريدونه کړي چې د طالبانو حکومت په وینا ګڼو ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان وروستی مرګونی برید د روان کال په مارچ مياشت کې د امید په نامه د روږدو کسانو د درمنلې پر مرکز و چې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په کې د لږ تر لږه ۲۶۹ تنو د وژل کېدو پخلی وکړ خو ويلي یې وو چې کره شمېر ښايي له دې ډېر لوړ وي.
دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو وژونکی برید و چې ان په وروستیو ۲۰ کلونو کې چې په دغه هېواد کې د وخت حکومتي ځواکونو، ناټو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه هم ساری نه دی ليدل شوی.
اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورنوي چې ګواکې په خپله خاوره کې هغو وسلهوالو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې دننه بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت په وار وار دا خبره رد کړې ده او ټينګار یې کړی چې هېچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په تاوان وکاروي.
له دې وړاندې د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ نښتې هم شوې وې چې دواړو خواو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه.
د همدې نښتو او تاوتریخوالي له کبله د پاکستان او افغانستان تر منځ لارې له اوږدې مودې راهيسې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ په ټپه ولاړه ده.