د سلواکیا لومړی وزیر په ډزو ټپي شوی، روغتیايي حالت یې 'نازک' دی

د عکس سرچینه، Reuters
له سلواکیا څخه رپوټونه وايي، لومړی وزیر رابرټ فیکو له پلازمېنې براتیسلاوا بهر د کابینې تر غونډې وروسته په ډزو ویشتل شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
د سیمه ییزو رسنیو خبر له مخې لومړی وزیر څو ګولۍ لېګدلی او روغتیايي حالت یې نازک دی.
ويل کېږي پوليسو له پېښې وروسته يو تن نيولى دى.
ډزې د براتیسلاوا د پلازمېنې شمال ختیځ په شاوخوا ۱۸۰ کیلومترۍ کې په هانډلووا کې شوې دي.
د سلواکیا بېړنیو خدمتونو ادارې په هانډلووا کې روغتون ته د ۵۹ کلن لومړي وزیر د لېږدولو لپاره یوه چورلکه وراستولې او نژدې روغتون ته یې رسولی دی.
لومړی وزیر رابرټ فیکو په تېره سپټمبر په میاشت کې له ټاکنو وروسته واک ته بیا ور ستون شو، هغه په ټاکنو کې د یوه پاپولیسټ - ملتپال ایتلاف مشري کوله.
هغه د کیڼ اړخي سمیر "اېس اېس ډي" ګوند مشري کوي او په تېره اکتوبر میاشت کې یې د اوکراین سره د پوځي مرستو د بندولو ژمنې سره رایې وګټلې، خو د روسیې پلويتوب یې رد کړی و.
فیکو په ۲۰۱۸ کال کې د څېړنېزې خبریالې جان کوکیاک تر وژنې وروسته د لومړي وزیر له دندې استعفا ته اړ شو.
نړیوال غبرګونونه

د عکس سرچینه، Reuters
د سلواکیا پر لومړي وزیر برید په تړاو په نړیواله کچه غبرګونونه ښوول شوي دي.
د اروپایی کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین دغه برید غندلی او دا یې یوه ډېره "ناوړه پېښه" بللې ده.
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سونک هم ویلي دي، په دغه پېښه "حیران شوی" دی.
د رومانیا لومړي وزیر مارسیل سیولاکو ویلي، په دې خبر سره یې "ژور ټکان" خوړلی او وايي له عاملینو سره باید حساب وشي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د دې برید تر شا د چا لاس دی.











