مسکو پلوه پوپولیست ګوند د سلواکیا پارلماني ټاکنې وګټلې

د عکس سرچینه، EPA
د سلواکیا ټولټاکنو کې د نږدې ټولو شمېرل شویو رایو پایلې ښيي، چې د پخواني لومړي وزیر 'روبېرت فیڅو' په مشرۍ مسکو پلوه پوپولیست ګوند پارلماني ټاکنې ګټلې دي.
که څه هم د نظر پوښتنو له مخې د منځلاري لېبرال ګوند د بریا اټکل شوی و، خو اوس روښانه شوې چې 'سمېر - سوسیال دېموکرات' ګوند د نږدې ۲۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره مخکښ دی.
'سمېر' ګوند له دې ژمنې سره ټاکنو ته ولاړ و چې اوکرایین سره به پوځي مرستې په سملاسي ډول بندې کړي.
ښاغلی فیڅو په ۲۰۱۸ کال کې د څېړنیز ژورنالیست 'یان کوچیاک' تر وژل کېدو وروسته اړ شوی چې د لومړي وزیر له څوکۍ استعفاء وکړي.
تمه ده چې هغه به اوس د نوي اېتلافي حکومت جوړولو لپاره خبرې اترې کوي.
د مترقي سلواکیا لېبرال ګوند چې نظر پوښتنه کې یې د بریا اټکل شوی و، ۱۷ سلنه رایې ګټلې کړې دي.
او اروپا پلوه 'هلاس' ګوند چې د نوي حکومت په جوړېدو کې یې رول ټاکونکی دی، د ۱۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دریم ځای کې دی.
د کیڼ اړخي هلاس ګوند مشري 'پیتر پېلېګریني' کوي چې د ښاغلي فیڅو مخکینی همکار دی.
هغه وار له مخه د نوي اېتلافي حکومت د جوړېدو لپاره د خپل ګوند د څوکیو پر اهمیت ټینګار کړی.
ښاغلي پېلېګریني ویلي "د څوکیو وېش هلاس د یوه داسې ګوند په توګه تاییدوي چې له هغه پرته کارنده نورمال دولتي اېتلاف نشي یو ځای کېدلی."
هلاس په ۲۰۲۰ کال کې له سمېر ګونده جلا شو.
ښايي ښاغلی فیڅو له همدغه او له ملتپالو د "سلواک ملي ګوند" سره چې ۵ سلنه رایې یې ګټلي، د اېتلاف جوړولو هڅه وکړي.
کېدای شي د سلواکیا په نوي پارلمان کې به له ازادي غوښتونکو رانیولې تر توند لارو ښي اړخو پورې شاوخوا لس ګوندونو حضور ولري، چې دا ښايي د اېتلاف پروسه اوږده او پېچلې کړي.
ښاغلي فیڅو په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي وو "که سمېر حکومت کې شامل شي، نو موږ به یوه مرمۍ هم اوکرایین ته وانه ستوو."

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د هغه دغه ګواښ د اروپايي ټولنې او د ناټو په غړو هېوادونو کې اندېښنې راپورته کړې.
خو په کور دننه بیا د هغو سلواکانو له تود هرکلي سره مخ شوې، چې په دودیز ډول مسکو ته مایل دي.
د یادونې ده چې سلواکیا تر دې مخکې د کیېف وفادار او ثابت قدمه متحد پاتې شوی او دغه هېواد ته یې د هوايي دفاع له توغندیو رانیولې تر چورلکو او ان خپلو ټولو پخوانیو مېګ-۲۹ جنګي جټونه ورکړي دي.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
د مترقي سلواکیا ګوند د یوې پرانیستې، زغم لرونکې او نړۍ شموله ټولنې لیدلوری لري او همدا راز د اروپايي ټولنې له ارزښتونو سره هم د زرغونو پالیسیو او اېلجيبيټيکیو د حقونو ملاتړ کوي.
خو سمېر بیا دا لیدلوری د 'لېبرال فاشیزم' په توګه ردوي او پر ځای یې د نظم، ثبات او ټولنیز امنیت لپاره کمپاین کوي.
ښاغلي فیڅو دا هم ویلي چې د سلواکیا له لارې لوېدیزې اروپا ته تلونکو کډوالو د شمېر لوړېدو ته اندېښمن دی.








