تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له طالبانو تېښته: امریکا ته د رسېدو لپاره افغانان له ۹ پولو تېرېږي
څه باندې دوه کاله وړاندې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، امریکا لسګونه زره افغانان د هغوی د خوندیتوب پخاطر وایستل. خو ګڼ یې پاتې شول او امریکا ته د رسېدو لپاره یې ډېر خطرناک سفر ته ملا وتړله.
یوه له دې خطرناکو لارو پر برازیل تېرېږي، برازیل هغو افغانانو ته چې خطر کې دي، څه باندې ۱۱۰۰۰ بشردوستانه وېزې ورکړې دي. بي بي سي د امریکا-مکسیکو پر پوله تیجوانا کې له ځینو افغان کورنیو سره غږېدلې ده- هغه سیمه چې له افغانستانه د هغو ور تلونکو کډوالو شمېر په ډېرېدو دی چې امریکا ته د رسېدو په هیله راوتلي.