افغان بروس‌لي؛ د تلخونې له تمریونونو تر نړیوال شهرته

افغان بروس‌لي؛ د تلخونې له تمریونونو تر نړیوال شهرته

پر افغان بروسلي مشهور عباس علیزاده چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پرځېدو وروسته د بروسلي افسانوي رزمي فلمونه ولیدل، ورسره د بروسلي د کانګ فو له ځانګړتیاوو سره یې مینه شوه.

عباس وایي:‌ "پرېکړه مې وکړه، چې هره ورځ په تلخونه کې تمرین وکړم."

هغه زیاتوي:‌ " په بدن جوړونه یې ډېر زیات زیار وویسته، چې په پای کې یې بروسلي ته ورته بدن جوړ کړ، وروسته بیا خلکو راته ویل، چې د بدن ظاهري بڼه مې کټ مټ د بروسلي په څېر شوې ده."

هغه په ۱۹۹۳ کې په کابل کې زېږېدلی او هلته لوی شوی دی.‌

دی ۱۸ کلن و، ‌چې د بروسلي په بڼه یې د ګانګ فو د تمرین پر مهال یوه انځور ډېر لاس په لاس شو، او دی یې شهرت ته ورسوو، دا تصویر د دې لامل شو، چې عباس په فلمونو کې د لوبېدو موکه ترلاسه کړي،‌ اعلانونو کې ونډه واخلي او په منځني ختیځ کې په ژوندۍ بڼه نندارو ته هم لار ومومي.‌