د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا
د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا
پاکستان له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی او ایراني سفیر ته یې ویلي چې اسلام اباد ته د اوس لپاره ورستون نه شي.
دا ګام د هغه برید په ځواب کې د احتجاج له مخې اسلام اباد اخیستی چې وايي ایران د دوی پر خاوره وژونکي توغندي بریدونه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پرون، بلوچستان ایالت کې چې د ایران پولې ته څېرمه پرته ده، په برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي. درې تنه نور ټپیان دي.
پاکستان دا برید په کلکه غندلی دی. ویلي یې دي چې هېڅ د منلو کار نه دی. او خبرداری یې ورکړی چې په وینا یې د پاکستان د هوایي حریم د سرغړونې په ځواب کې به جدي پایلې ولیدل شي.
په اسلام اباد کې ځایي خبریال او شننونکي طاهر خان په دې اړه غږیدلی.



