پاکستاني روغتونونو کې روغتیاپالانې له کوم ډول ستونزو سره مخامخېږي؟

د ویډیو تشریح، پاکستاني روغتونونو کې ښځې له کوم ډول ستونزو سره مخامخېږي؟
پاکستاني روغتونونو کې روغتیاپالانې له کوم ډول ستونزو سره مخامخېږي؟

هغه ښځې چې د پاکستان روغتونونو کې کار کوي، وايي پرله پسې ډول د نارينه وو همکارانو، ناروغانو او د هغوی د کورنيو له خوا له جنسي ځورونې، تاوتريخوالي او ښکنځلو سره مخامخېږي.

د هند يوه روغتون کې پر يوې ۳۱ کلنې ډاکټرې چې د روزنې پړاو کې وه، له جنسي تېري او بيا يې له وژنې وروسته، پکستان کې هم له لسو ډېرو ښځينه روغتياپالانو موږ ته ويلي، دوی يې د خپلې خونديتابه په اړه اندېښمنې دي.

ډېرو یې رانه غوښتي، چې پېژندګلوي یې روښانه نه کړو، ځکه چې له دندو لرې کېدو، پت او درناوي له بايللو په وېره کې دي. د بي‌بي‌سي فرحت جاوېد، پرې له اسلام آباده دا راپو رالېږلی دی.