د پوتین د واکمنۍ ۲۵ کاله پوره کېږي، خو ایا هغه د 'روسیې پاملرنه کړې'؟

Boris Yeltsin sits opposite Vladimir Putin at a table, looking at each other, the day Yeltsin annouced he was stepping down as president

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بورېس یلتڅین اعلان وکړ چې استعفا کوي او د ولسمشرۍ واکونه به د ۱۹۹۹ کال د دسمبر په ۳۱مه ولادیمیر پوتین ته وسپاري.
    • Author, سټيو روزنبرګ
    • دنده, د بي بي سي روسۍ اېډېټر

زما به هېڅکله د ۱۹۹۹ کال د نوي کال شپه هېره نشي. ما هغه مهال د بي بي سي د مسکو په دفتر کې پروډیوسر په توګه کار کاوه چې ناڅاپه یو مهم خبر خپور شو: د روسیې ولسمشر بوریس یلتڅین له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د نوموړي د استعفا پرېکړې ټول حیران کړل، حتی په مسکو کې د بریتانوي رسنيو خبریالان هم. کله چې دا خبر خپور شو، په دفتر کې هېڅ بل خبریال نه و. دا په دې معنی وه چې زه باید خبر وليکم او د بي بي سي لپاره خپل لومړنۍ راپور ورکړم.

ما وليکل: بوريس یلتڅین تل ویل چې خپله کاري دوره به بشپړه کړي. خو نن یې روسانو ته وویل چې خپله پرېکړه یې بدله کړې ده."

دا د خبريال په ټوګه زما د مسلک او د روسيې د ولسمشر په توګه د ولادیمیر پوتین د واکمنۍپیل و.

د روسیې د اساسي قانون له مخې، د یلتڅین له استعفا وروسته، لومړی وزير ولادیمير پوتین د چارسمبالي ولسمشر په توګه غوره شو او دری میاشتې وروسته، يې ټاکنې وګټلې.

کله چې یلتڅین له کریملین سره مخه ښه کوله، پوتين ته يې دا وروستۍ سپارښتنه وکړه چې "د روسیې خیال ساته!"

A younger looking Vladimir Putin stands in front of Boris Yeltsin, both in suits and laughing

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر پوتین ځان د روسیې د حاکمیت د مدافع په توګه وړاندې کوي - هغه څه چې دی وايي له هغه مخکینی ولسمشر بوريس یلتڅین په کې پاتې راغلی و.

لکه څنګه چې د اوکرايين پر ضد د روسيې د جګړې دری کاله په پوره کېدو دي زما ذهن ته د يلتڅين دا خبرې بيا بيا رايادېږي.

د دې دلیل دا دی چې پر اوکرايین د ولسمشر پوتین پراخ یرغل سختې پایلې لرلې دي. په ځانګړې توګه په دې جګړه کې د اوکرايين ګڼ ښارونه ویجاړ شوي، زرګونه خلک يې وژل شوي، ۲۰٪ خاوره یې اشغال شوې، او ۱۰ میلیونه وګړي بې‌کوره شوي دي.

د روسيې لپاره هم ناوړه پايلې لري:

له هغه وخته چې د ولادیمیر پوتین په اصطلاح "ځانګړي نظامي عملیات" پیل شوي، روسیې ته درنه پوځي مرګژوبله اوښتې.

  • د روسیې پر ښارونو او کليو د ډرون بریدونه کېږي.
  • اوکراییني ځواکونو د روسیې د کورسک سیمې يوه برخه نیولې.
  • نړیوالو بندیزونو د روسیې اقتصاد ته سخت زیان رسولی.
  • د دې سربېره، د روسیې د نفوس کمښت هم جدي ستونزه ده.
  • د هیواد دننه سیاسي فشار او ظلمونه زیات شوي دي.

د پوتین د واکمنۍ له پیله، شاوخوا ۲۵ کاله کېږي چې زه راپورونه ورکوم.

په ۱۹۹۹ کال د ډسمبر په ۳۱ مه، چا فکر کاوه چې نوی ولسمشر به د دوو نیمو لسیزو لپاره په واک کې پاتې شي؟ او دا چې روسیه به پر اوکرایین بريد کوي او له لوېدیځ سره به مخامخېږي؟

Several Russian soldiers pin flags to coffins of soldiers killed in Luhansk, Russia-controlled territory, surrounded by crosses

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرایین بريد وکړ چې له هغه راهیسې يې د جګړې په ډګر کې درانه زیانونه ګاللي دي.

زه ډېر ځله دا فکر کوم چې که یلتڅین د خپل ځایناستي لپاره بل څوک ټاکلی وای، نو تاریخ به ډېر بدل وای؟ البته، دا یوازې یو اکاډمیک بحث دی. تاریخ له (که) او (خو) ډک دی.

خو یوه خبره زه په یقین سره ویلای شم: په تېرو ۲۵ کلونو کې ما د پوتين بېلابېل د شخصيت بېلابېل اړخونه لیدلي دي.

او زه یوازینی کس نه یم چې دا بدلون مې لیدلی.

د ناټو پخواني مشر، لارډ رابرټسن، ما ته په ۲۰۲۳ کال کې وویل:

"هغه پوتین چې ما ورسره لیدل او کتل، راکړه ورکړه مې ورسره کوله، د ناټو-روسیې شورا مې ورسره جوړه کړې وه، له ننني پوتین بېخي ډېر توپیر لري، دا اوسنی پوتین تقریبا یو لوی ځان غوښتونکی ښکاري."

"هغه کس چې د ۲۰۰۲ کال د می په میاشت کې زما ترڅنګ ولاړ و، او اعلان یې وکړ چې اوکرایین یو خپلواک دولت دی او خپله د امنیتي پرېکړو واک لري خو نن وایي چې اوکرایین یو دولت نه دی."

"زه فکر کوم چې ولادیمیر پوتین ډېر حساس شخصیت لري، خو د خپل هېواد لپاره لویې هیلې لري. پخوانی شوروي اتحاد د نړۍ دویمه ستره ځواکمنه امپراتوري ګڼل کېده. خو نن روسیه دا ادعا نشي کولی. زه فکر کوم چې دا حقیقت د پوتین پر ضمير سخت اغېز کړی."

د پوتین د بدلون یوه احتمالي توضیح دا کېدای شي چې هغه د روسیې د بېرته ځواکمنولو لپاره سخته لېوالتیا لري او دې روسیه له خپلو ګاونډیو او لوېدیځ سره د ټکر لوري ته بېولې ده.

خو کریملین بل ډول توضيح لري. د هغه له ویناوو او څرګندونو ښکاري چې پوتین ځان ته داسې قناعت ورکړی چې روسیه کلونه کلونه دوکه شوې، سپکاوی یې شوی، او لوېدیځ یې د امنیتي اندېښنو پروا نه ده ساتلې.

خو ايا پوتین خپله فکر کوي چې د یلتڅین سپارښتنه یې پوره کړې؟ چې "د روسیې خیال وساته"؟

ما په دې وروستيو کې دا پوښتنه له هغه سره مخامخ هم شریکه کړه.

د اوږدې کلنۍ خبري غونډې وروسته، پوتین ما ته د پوښتنې اجازه راکړه.

ما ورته وويل، "بوریس یلتڅین تاسو ته ويلي وو چې د روسیې خیال ساته. خو د جګړې درنه مرګژوبله، په کورسک کې د اوکراییني ځواکونو حضور، بندیزونه، لوړ انفلاسیون، ایا فکر کوئ چې تاسو د خپل هېواد ساتنه کړې ده؟"

پوتین ځواب راکړ، "هو، او نه یوازې ساتنه مې کړې، بلکې موږ د بربادۍ له کندې راوتلي یوو."

نوموړي د یلتسین د وخت روسیه داسې انځور کړه، لکه یو هېواد چې خپلواکي یې له لاسه ورکوله.

ده لوېدیځ تورن کړ چې یلتسین ته یې یوازې تش شاباسی ورکاوه، خو په حقیقت کې یې روسیه د خپلو موخو لپاره کاروله.

خو پوتین، د ده په وینا، "هر هغه څه کوي" چې روسيه "یو ازاد او خپلواک دولت" وي.

خو ايا خپل ځان د روسیې د خپلواکۍ مدافع معرفي کول، دا یوه وروسته جوړ شوې کیسه ده، چې د اوکرایین جګړې ته توجیه پیدا کړي؟ او که نه، پوتین په ریښتيا د روسیې د معاصر تاریخ دا تعبیر خپل کړی؟

زه ډاډه نه یم. لا هم نه یم ډاډه.

خو ما ته ښکاري چې دا یوه مهمه پوښتنه ده. او ښايي د همدې پوښتنې ځواب دا روښانه کړي چې دا جګړه به څرنګه پای ته رسېږي او روسیه به کوم لوري ته ځي؟