"شمالي کوریا ته د پیسو لېږل د جاسوسي فلم په څېر دي"

"شمالي کوریا ته د پیسو لېږل د جاسوسي فلم په څېر دي"

سوېلي کوریا ته د شمالي کوریا فراریان خپلو کورنیو ته د پیسو په لېږلو کې پر "دلالانو" تکیه کوي. د پیسو د لېږد لپاره هېڅ کومه قانوني لاره نه لري، دغه منځګړي ډېر لوی شخصي خطر مني. تر وروستیو پورې، دا کار په سوېلي کوریا کې د چارواکو له خوا زغمل کېده- خو نور نه زغمل کېږي.

د بي بي سي کوریا له ځینو هغو دلالانو سره خبرې کړي چې ګومان کوي دوی د شمالي کوریا له فراریانو سره مرسته کوي چې پخپل ټاټوبي کې له خپلو عزیزانو سره مرسته وکړي.