په انځورونو کې: د بریژیټ بارډو ژوند او هنر

فرانسوۍ اداکاره بریژیټ بارډو چې په ۹۱ کلنۍ کې مړه شوې، د سینما ښکلا او جذابیت یې له نوې لارې تعریف کړ او د ۱۹۵۰مو کلونو د پردې مشهوره څېره شوه.

له هغې د لومړني مشهور فلم "او خدای ښځه پیدا کړه" نیولې تر هغې د "ریښتیا"، "بې عزتي" او "ویوا ماریا!" په فلمونو کې د جراتمندانه رولونو پورې، هغې د ښځینه جنسیت او ازادۍ یو نوی انځور پر پرده وړاندې کړ او له هغه وروسته یې خپل ژوند د ژویو د حقونو د فاع لپاره وقف کړ.

بارډو ښایسته وه، ژوند یې له جنجالونو ډک و. خپل فکرونه او ارزښتونه یې په جدي توګه تعقیبول.

بریژیټ بارډو په ۱۹۳۴ کال کې په پاریس کې زیږېدلې او د بالیرینا (یو ډول هنري نڅا ده) روزنه یې کړې وه، خو وروسته د هغې زړه راښکونکې ښکلا ته د فلم جوړوونکو پام ورواوښت.

په ۱۸ کلنۍ کې هغې د فلم جوړونکي راجر وادیم سره واده وکړ، چا چې هغې ته په "او خدای ښځه پیدا کړه" فلم کې رول ورکړ. دا یو جراتمندانه فلم و چې له امله یې هغې نړیوال شهرت ترلاسه کړ.

په دې فرانسوي نوې څپې کلاسیک فلم کې د بارډو جذاب او بې‌پروا شخصیت د ښځو تصویر بدل کړ او هغې ته یې په کانس کې شهرت ورکړ.

د ۱۹۵۰مو کلونو له وروستیو او د ۱۹۶۰مو کلونو په اوږدو کې، بارډو د نړۍ په کچه له مشهورو شخصیتونو شوه. هغه په "ریښتیا" فلم کې د خپل ډراماتیک استعداد له امله وستایل شوه، په "بې‌عزتي" فلم کې د ژان-لک ګودار شاهکار کې برخه واخیسته او په "ویوا ماریا!" کې یې د ژان مورو سره د خندا وړ وړتیا وښوده.

د هغې بې‌ترتیبه وېښتان، زړه‌ورتیا او "ای‌لاینر" (د سترګو د کلاسیکې ښکلا لپاره یوه کرښه ده) په ټوله نړۍ کې د فېشن نوې لارې وټاکلې.

د خپلو تر ټولو مشهور رولونو تر څنګ، باردوټ په داسې فلمونو کې هم خپله وړتیا وښوده لکه "Love on a Pillow" کې چې یو پېچلی او احساساتي ګډوډ کرکټر یې لوبوه او "Two Weeks in September" کې یوه رومانټیکه ډرامه چې د هغې د احساساتي نرموالي څرګندولو وړتیا یې وښوده.

په "The Bear and the Doll" کې هغې یو خندونکی رول په لوبولو سره خپله جذبه وښوده چې په بېلابېلو ژانرونو کې وړتیا لري.

که څه هم دا فلمونه ډېر مشهور نه وو، خو دا یې څرګنده کړه چې باردوټ کولی شي په بېلابېلو کیسو کې لیدونکي جذب کړي.

په ۱۹۷۳ کال کې د خپل شهرت لوړې څوکې ته له رسېدو وروسته، باردوټ په ۳۹ کلنۍ کې ځان له اداکارۍ تقاعد کړ ترڅو د ژویو حقونو لپاره مبارزه وکړي.

هغې د بریژیټ باردوټ بنسټ تاسیس کړ او د ژویو د ښکار ضد مبارزه یې وکړه، خپله مینه او جذبه یې د حق غوښتنې لپاره وکاروله.

له فلمي نړۍ تر د څارویو تر حق غوښتنې زړور بدلون ډېرو خلکو ته حیرانونکی و، همدې د هغې د ریښتیني ژوند ژمنتیا څرګندوله.

باردوټ له رسنیو او شهرت لیرې په سینټ-ټروپیز کې مېشته شوه او یو ارامه ژوند یې غوره کړ.

هغه د ۱۹۶۰مو کلونو د ښکلا نښه پاتې شوه او د ژویو د حقونو د مبارزې یوه مخکښه څېره ګڼل کېږي.

باردوټ په وروستیو کلونو کې خپل شهرت ته زیان ورسولو، ځکه یو وار یې د همجنس‌‌بازۍ پر ضد سپکې خبرې وکړې او څو ځلې د نژادي کرکې د خپرولو له امله هم جریمه شوه.

دا د هغې د یاد په تاریخ کې یوه ژوره نښه شوه، هغه چې په خپل وخت کې یې د ښځینه جذابیت او د فرانسوي سینما نوم نړيوال کړ.