"له ایرانه شړل شويو سلګونه افغان ماشومانو سخت رواني کړاو لیدلی"

اسلام کلا

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې چارواکي وايي، هره ورځ د لوی شمېر کوچنیانو په ګډون زرګونه افغانان ایران نه په زور ایستل کېږي.

یوشمېر دغه ماشومان چې له اسلام کلا سره په پوله کې یې له بي‌بي‌سي سره خبرې کړې، وايي ایران کې له دوی سره ناوړه چلن شوی او ادعا کوي چې ایراني مامورانو له دوی څخه په بېلابېلو پلمو پیسې اخیستې دي.

زموږ همکار ببرک احساس چې اسلام کلا کې د افغانستان او ایران پولې ته تللی و، له دغو ماشومانو سره غږېدلی دی.

ښاغلی احساس وايي، له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي بې‌سرپرسته ماشومان کړېدلي، ستړي او ستومانه ښکارېدل.

یو ماشوم وايي: "نه کېده، دلته هم کار نه و، ولاړم یو څه موده کار وکړم وګورم چې څه کېږي."

یو بل ماشوم وايي: "د لرګیو کار مې کاوه، چې ډېر سخت و، غوښتل مې پلار ته مې پیسې ولېږم."

درېیم ماشوم وايي: "کار نه و، ښوونځی رخصت و، نو ولاړم."

۱۵ کلن فرید درې کاله مخکې کندوز نه د کار په لټه ایران ته ولاړ او وايي، "په ایران کې مې ډېر وخت په رسټورانټ کې کار وکړ، دوکان کې مې کار وکړ، موټرونه مې پرېمینځل، هر کار مې وکړ، په دې اوو میاشتو کې درې میاشتې اوزګار وم، خو خپله خرچه مې پیدا کوله چې پوروړی نه شم. د قاچاقبر پور مې ورکړ، یو څه پیسې مې کور ته واستولې، ټیلیفون مې هم واخیست."

islamqala

د عکس سرچینه، Getty Images

۱۵ کلن جلال یو کال ایران کې پاتې شو، سخت کار یې وکړ، چې پلار ته پیسې واستوي. "دوه میاشتې مې کار وکړ، پلار ته مې څلور میلیونه تومن ولېږل. درې میاشتې مې نور کار وکړ، نهه میلیونه مې ورته ولېږلې،‌ ډېر کار مې وکړ، بیا د افغانستان خاورې ته راستون شوم، ډېرې پیسې یې رانه واخیستلې، هرڅه خلاص شول، اوس هېڅ نه لرو."

۱۵ کلن حسیب له غور نه ایران ته په دې هیله تللی و چې له پیسو ډک جیبونه بېرته راستون شي، خو په بېرته راتګ کې یې ټول شته ترې واخیستل شول.

دی وايي، "دوه میلیونه تومن درنه غواړي چې له پولې دې واړوي. د ډوډۍ او اوبو پیسې اخلي، که د ښاروالۍ پیسې ور نه کړې، د سر له وېښتانو د پښو تر نوکانو پورې دې لټوي. بوټان دې باسي، پرتوګاښ دې هم لټوي. کمربند او د بوټانو تسمې او بندونه دې هم لټوي. ځینې وخت دې کمیس هم درنه باسي چې پیسې!."

دا تنکي زلمیان چې له ایرانه خپلې خاورې ته اوښتي، لا هم وحشت ځپلي ښکاري.

islamqala

د عکس سرچینه، Getty Images

حوریه محسني اسلام کلا کې د راد مؤسسې د رواني روغتیا مشاوره وايي: "هغه ماشومان چې موږ ته راځي له جسمي او رواني پلوه واقعاً زیانمن وي. دوی کله چې له افغانستانه ایران ته واوړي، د دوی زړونو کې وېره وي، دوی فکر کوي دلته به هم له دوی سره هغسې چلن کېږي لکه د ایران په کمپونو کې چې له دوی سره شوی و. واقعا ډېری ماشومان چې موږ ته راځي د دوی روح او روان زیانمن شوی وي."

د کډوالو د نړیوال سازمان په وینا، په تېر یوه کال کې یو میلیون افغانان له ایرانه شړل شوي چې په دوی کې شاوخوا ۶۰۰ بې‌سرپرسته ماشومان یوازې په یوه میاشت کې له پولې اړول شوي دي.

اسلام کلا کې د راد مؤسسې استازی بصیر احمد رسولي وايي: "د اګست میاشتې له لسمې نېټې چې دا بهیر موږ ته سپارل شوی، له ایران ایستل شوو ۵۹۸ ماشومانو موږ ته مراجعه کړې چې په دوی کې نجونې، هلکان او ټپیان شامل وو او د دوی روحي او رواني حالت ډېر خراب و."

په دې ماشومانو کې داسې کسان هم شته چې لا خپلو کورونو ته نه دي رسېدلي، خو ایران ته د بېرته تګ په فکر کې دي، هماغو ځایونو ته چې په وهلو ټکولو ترې شړل شوي دي، خو ډېری یې د بېرته تګ اراده نه لري.