ځوانې مېرمنې د مچیو ساتلو کې خپل ژوند خطر ته ورکوي

د ویډیو تشریح،
ځوانې مېرمنې د مچیو ساتلو کې خپل ژوند خطر ته ورکوي

داسې وانګېرئ چې خپل ګاډي کې سلګونه د شاتو مچۍ اچوئ! په شري‌لنکا کې ۲۷ کلنه میګا سمادي د چاپېریال ساتنې یوه داسې فعاله ده چې له انساني استوګنځیو مچۍ او د هغوی ځالې لېږدوي او په خوندي سیمو کې یې خوشې کوي.

دا چې په ټوله نړۍ کې د مچیو نفوس د استوګنې د ځایونو له منځه تللو او د حشراتو وژونکو موادو له کبله کمېږي، میګا ځوانې مېرمنې روزي چې په خوندي ډول د مچیو پر اهمیت وپوهېږي.