ولې فرانسه کې سياسي کړکېچ پيل شو؟

د عکس سرچینه، AFP
وروسته له هغه چې د فرانسې نوي ټاکل شوي لومړي وزير سباسټين لېکورنو له خپلې دندې استعفا ورکړه، هېواد له يوه نوي سياسي کړکېچ سره مخامخ شوی دی. نوموړي د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون هغه غوښتنه منلې چې د چهارشنبې تر ماسپښينه دې د "ثبات" پلان جوړولو لپاره کار وکړي.
له دغه ناڅاپي سياسي بدلون سره د فرانسې د ونډو په بازار کې بيې سختې راښکتې شوې، خلک اندېښنه لري چې سياسي ګوندونه به د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل توان ونه لري.
د فرانسې نوي ټاکل شوي لومړي وزير سباسټين لېکورنو د خپلې کابينې له اعلان يوازې يوه ورځ وروسته خپله استعفا ورکړې ده. له تېر ډسمبر راهيسې نوموړی درېيم لومړی وزير دی چې له خپلې دندې لاس په سر کېږي.
د فرانسې پارلمان کې ګوندونو د هغه پر وزيرانو سختې نيوکې وکړې او ګواښ یې وکړ چې دا کابينه به رد کړي.
دا د اېمانوېل مکرون حکومت ته يو بل سخت ګوزار بلل کېږي چې په وروستيو میاشتو کې د خلکو د ناخوښۍ، اقتصادي ننګونو او سياسي بدلون سره لاس او ګرېوان دی.
سباسټين لېکورنو چې ولسمشر ته نژدې کس بلل کېږي، د استعفا پر مهال وويل، "زما د لومړي وزارت د دوام لپاره شرایط نه دي پوره شوي."
دا په تېرو دوو کلونو کې پنځم لومړی وزير دي چې له خپلې دندې لاس په سر کېږي.
لېکورنو د روان کال په سپټمبر مياشت کې وروسته له هغه وټاکل شو چې د فرانسوا بایرو حکومت د پارلمان له خوا د بوديجې ردولو وروسته ړنګ شو.
باير هم په تېر ډسمبر کې د مېچل بارنېير له لرې کېدو وروسته ټاکل شوی و.
د فرانسې د لومړي وزیر له دفتره بهر په یوه لنډه وینا کې، سباسټين د سیاسي ډلو د ګوند پر بنسټ په چلند کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل، "هرڅوک داسې چلند کوي لکه دوی چې غوڅ اکثریت لري."
"زه جوړجاړی ته چمتو وم، خو ټولو ګوندونه غوښتل چې بل ګوند د دوی پروګرامونه په بشپړ ډول ومني."
د تېر ۲۰۲۴ کال له جولای میاشتې راهيسې کله چې مکرون د اروپا پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند له ماتې وروسته په هېواد کې د پارلماني ټاکنو اعلان وکړ سياسي حالات ډېر بې ثباته شوي دي.
خو له ټاکنو وروسته يو پېچلی پارلمان رامنځته شو چې په کې سياسي ډلې ډېرې سره وېشلې او له يوه بل سره همکارۍ ته چمتو نه دي.
د فرانسې ولسمشر ته نژدې سرچينو فرانسوي رسنيو ته ويلي، که لېکورنو بريالی نشي مکرون به چمتو وي چې خپله "مسووليت پر غاړه واخلي".
یو شمېر ګوندونه د تازه ټاکنو غوښتنه کوي او ځينې بيا د مکرون استعفا غواړی خو فرانسوي ولسمشر تل ويلي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د خپلې دورې له پایته رسېدو مخکې به له دندې لاس په سر نشي.
که چېرې د لېکورنو د "ثبات" راوستلو هڅه ناکامه شي، مکرون دری غوراوي لري، لومړی دا چې بل لومړی وزير وټاکي، بيا پارلمان منحل کړي او يا هم خپله استعفا ورکړي.
دا وروستی غواروی ډېره لږ شونتيا لري، لومړی هغه به یې طبيعي غوراوی وي.
فرانسه کې سياسي کړکېچ ولې پيل شو؟

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د ۲۰۲۴ کال په جون کې يو ډول سياسي قمار وواهه. نوموړي په اروپايي پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند له سختې ماتې وروسته له وخته مخکې د پارلماني ټاکنو اعلان وکړ. ده هیله درلوده چې "غوڅ اکثريت او د ارامۍ او همغږۍ دوره" به رامنځته کړي.
خو پایله د نوموړي د هيلو سرچپه شوه. يو ځوړند، وېشلی او بې ثباته پارلمان رامنځته شو چې د لومړي وزير د کلنۍ بوديجې د تصويب لپاره یې اړين ملاتړ ترلاسه کول ستونزمن کړل.
د فرانسې ولسمشر د تېر کال سپټمبر کې مېچل بارنېير ته چې له بريتانيا سره د برېکزېټ مذاکراتو مشري یې کوله د کابينې جوړولو دنده وسپارله خو د دريو مياشتو په اوږدو کې د فرانسې پارلمان هغه ته د نه باور رايه ورکړه او له دندې یې ګوښه کړ.
سباسټين لېکورنو په دوو کلونو کې پنځم لومړی وزير دی چې له دندې استعفا کوي.
که څه هم ځينې ګوندونه له وخته مخکې د ټاکنو غوښتنه کوي خو اېمانوېل مکرون په بار بار ويلي چې د خپلې دورې له پايته رسېدو مخکې استعفا نه کوي.
د مکرون د ولسمشرۍ دوره په ۲۰۲۷ کال کې پايته رسېږي. نوموړی باید اوس په دوو کلونو کې شپږم لومړی وزير وټاکي.
څارونکي وايي د ولسمشر غوراوي محدود دي او د تېر کال د سياسي قمار پايلې یې لا هم محسوسېږي.
د وروستيو فرانسوي حکومتونو اصلي ستونزه د هېواد د پور اخيستو کړکېچ دی. له لسيزو راهيسې د فرانسې حکومت له خپل عايد څخه ډېر لګښت کړی او د خپلې بوديجې د پوره کولو لپاره یې پور اخيستلو ته مخه کړې ده.
د فرانسې حکومت ويلي، چې د هېواد پور یې د ۲۰۲۵ کال تر پيله ۳۳۴۵ ميليارده يورو ته رسېدلی چې د ټول هېواد د ناخالص کورني توليد ۱۱۴ سلنې سره برابر دی.
په اروپايي تولنه کې د عامه پور له مخې له يونان او ايټاليا وروسته دا د پور لوړه کچه ده چې د هر وګړي په سر له ۵۰ زره يورو سره مساوي ده.











