د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او ګڼ نور مشران یې نیول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پيټيای) ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په ګډون د دغه ګوند ګڼ شمېر مشران نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
د پي ټي ای د اطلاعاتو مرستیال سکرتر اکرام خټانه ویلي چې په نیول شویو کسانو کې خیبر پښتونخوا لپاره د ګوند مشر جنېد اکبر، د ایالتي اسمبلۍ رییس بابر سلیم سواتی او د قامي اسمبلۍ غړی شاهد خټک هم شامل دي.
هغه په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ (ګورنر راج) او بیړني حالت اعلانېدول د ځايي خلکو پر رایې او سیاسي واک برید بللی او ویلي یې دي چې د منتخب استازو نیول کېده د غندنې وړ دي.
د هغه په وینا د ګوند غړي به ډېر ژر سړکونو ته راووځي، ځکه چې ایالتي مشر یې لا دمخه په دې اړه لارښوونې کړې دي.
بله خوا د خیبر پښتونخوا د والي فیصل کریم کنډي په مشرۍ دغه ایالت کې د نظم او امنیتي وضعیت ارزونې لپاره یوه لوړپوړې غونډه شوې چې د ملکي او امنیتي ادارو ګڼو جګپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و.
چارواکو په دې ناسته کې والي ته د امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ ضد اقداماتو او د ټولیز امنیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او روانو حالاتو ته په کتو پرېکړه وشوه چې د صوبې ټول تعلیمي بنسټونه به نن تړلي وي.

د عکس سرچینه، PID
په دې غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې په پېښور ښار کې د ځینو مهمو لارو تړلو لپاره ایښودل شوي کانټینرونه به په تدریجي ډول لېرې او انټرنېټ به هم د اړتیا له مخې په جزوي توګه بېرته فعال شي.
والي فیصل کریم کنډي د غونډې پر مهال د عامه نظم او پولیسو کړنې وستایلې او ویې ویل چې شرایطو ته په کتو دا د خوښۍ وړ ده چې تر دې دمه کومه ناوړه پېښه رامخ ته نه شوه.
هغه زیاته کړه، د ایالتي حکومت لومړیتوب دا دی چې ترهګري به لمنځه وړي او په دې لړ کې به د پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) وړتیاوې لا پیاوړې شي.
خیبرپښتونخوا کې د چارواکو ادلون بدلون
د والي واکمنۍ او اضطراري حالت له نافذېدو وروسته د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په ادارو او پولیسو کې هم پراخ بدلونونه پیل شوي دي.
د سرچینو په وینا په دې لړ کې ګڼ شمېر مرستیال کمېشنران بدل شوي او لارښوونه ورته شوې چې د بشري سرچینو د مدیریت ادارې ته راپور ورکړي.
په دوی د مردان، صوابۍ، چترال، لوړ دیر، شانګلې، ملاکنډ، سوات، بټګرام، مانسرې، اېبټ اباد، هریپور، پېښور، چارسدې، بنو، لکي مروت او کرک ولسوالیو مرستیال کمېشنران هم شامل دي.
حکومت په پېښور او یو شمېر ولسوالیو کې د دوی پر ځای نوي مرستیال کمېشنران ګومارلي دي.
د نوو ګومارنو له مخې شاه سعود د مردان، نصرالله د صوابۍ، وسیم احمد د هریپور، احسان الله د چترال، عارف خان د ملاکنډ، دلنواز خان د لوړ دیر، شهریار قمر د سوات، ګوهر علي د بټګرام، یاسر علي د مانسرې، میا بهزاد عادل د اېبټ اباد، شاهد رفیق د لکي مروت، منصور ارشد د چارسدې، آفاق وزیر د پېښور، ضیاالرحمان د بنو او عدنان ابرار د سوات د مرستیال کمېشنرانو په توګه ټاکل شوي دي.


















