د ورښتونو په وخت کې د خوندیتوب اړین ټکي
د ورښتونو په وخت کې د خوندیتوب اړین ټکي
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ورېدو او یخنۍ له امله، د ښوېدنې، یخ وهلو او د تګراتګ د ګډوډۍ له کبله د پېښو د زیاتېدو اندېښنې ډېرې شوې دي. سپارښتنه کېږي چې ښاریان د واورو او یخنۍ په ورځو کې د پلي تګ او موټر چلولو پر مهال لازم احتیاط په پام کې ونیسي، تر څو د ناوړه پېښو مخه ونیول شي.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست پرون د هېواد په اوو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو د احتمال خبر ورکړی دی.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په دغو ورښتونو کې لږ تر لږه ۶۱ کسان په هېواد کې مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي.
دې ویډیو کې د واورې پر مهال د خوندیتوب یو شمېر لارښوونې او مشورې وړاندې شوې دي.



