خواجه اصف ته له تیرا د بېځایه شویو ځواب: 'له واورو نه، د عملیاتو له اعلانه راوتلي یو'
خواجه اصف ته له تیرا د بېځایه شویو ځواب: 'له واورو نه، د عملیاتو له اعلانه راوتلي یو'
د خیبرپښتونخوا له تیرا بېځایه شوي خلک دا ردوي، چې خپلې مېنې دې یې د ژمي او واورو له کبله پرېښې او راوتلي وي.
دوی وايي د دې درې په جوماتونو کې د پوځي عملیاتو اعلانونه کېدل او خلکو ته یې تر یوې مالومې نېټې د وتلو خبر ورکړی و.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف څو ورځې مخکې یوه خبريکنفرانس ته ویلي وو، چې ګوندې د تیرا دغو زرګونو کورنیو خپل کلي او مېنې د ژمي او واورو له کبله پرېښي او دا چې په تیرا کې د پوځي عملیاتو هېڅ پلان نشته.



