د امریکا کانګرس کې د ټرمپ د وینا پرمهال غوغا او نیوکې

د ویډیو تشریح، د امریکا کانګرس کې د ټرمپ د وینا پرمهال غوغا او نیوکې
د امریکا کانګرس کې د ټرمپ د وینا پرمهال غوغا او نیوکې

کله چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ د پالیسۍ په اړه خبرې کولې، د کانګرېس جمهوري غوښتونکي استازي ولاړ شول او هغه یې وستایه. ټرمپ پر هغو کسانو نیوکه وکړه چې ولاړ نه شول او ویې ویل: ''باید شرم وکړئ.'' هغه له قانون جوړوونکو وغوښتل چې د ده د دریځ ملاتړ وکړي چې د امریکا حکومت باید لومړیتوب د امریکايي وګړو ساتنې ته ورکړي، نه بهرنیو اتباعو ته. د هغه دغو څرګندونو فضا تاوتریخجنه کړه. د مینسوټا ایالت دیموکراتې استازې او لومړنۍ سومالي-الاصلې امریکايۍ، چې کانګرېس ته یې لار موندلې الهان عمر او یوې بلې دیموکراتې استازې رشیده طالب د هغه پر ضد د اعتراض غږ پورته کړ.