په میانمار کې له زورورې زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

د رېښتر په کچه یوې ۷ اعشاریه ۷ درجې خورا زورورې زلزلې د میانمار (برما) مرکزي سیمې لړزولې دي. د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې په وینا د زلزلې مرکز له ساګائینګ ښاره ۱۶ کیلومتره لرې شمال لوېدیځ کې دځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې دی.

د میانمار پوځي واکمنو د دې هېواد په شپږ زلزله ځپلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د میانمار په مانډالې سیمه کې د مرستو چارو یوه مسوول کس بي بي سي برمي څانګې ته وویل، ''خورا ډېره ویجاړي رامنځته شوې. د مرګژوبلې شمېر هم خورا زیات دی، د اوس لپاره همدومره ویلای شو. تر اوسه پورې کره شمېر معلوم نه دی، خو لږ تر لږه سلګونه کسان مړه شوي دي.''

زلزله

د عکس سرچینه، Reuters

د زلزلې زورور ټکانونه په تایلنډ او د چین په سویل لوېدیځ یونان سیمو کې هم احساس شوي دي. پر خواله رسنیو خپرې شوې وی‌ډیوګانې هم د تايلنډ پلازمېنه بنکاک کې ودانیو ته رسېدلی زیان ښيي.

رپوټونه وايي، په میانمار کې له لومړنۍ زورورې زلزلې ایله ۱۲ دقیقې وروسته دویمه زلزله راغلې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه څلور درجو ته رسېږي.

له میانماره رسېدلي رپوټونه ښيي، چې د پلازمېنې نایپیداو ځینې واټونه ښویېدلي دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي په دې کې ساګائینګ، مندالې، ماګوای، ایسټرشان ایالت او نېپېداو سیمې شاملې دي.

په یوه اعلامیه کې چې بي بي سي لیدلې راغلي چې چارواکي به د زیان کچې له معلومولو وروسته د مرستې هڅې همغږې کړي.

زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په میانمار کې ځینو لویو لارو او ودانیو ته زیان اوښتی.
زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

تایلنډ کې چارواکي وايي، د زلزلې له کبله پلازمېنه بنکاک کې یوه داسې ۳۰ پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې د رغونې چارې یې لا نه وې بشپړې شوې او له هغه وروسته په دې ځای کې ۴۳ کارګر بې درکه دي. په دې ودانۍ کې د زلزلې پر مهال پنځوسو کسانو کار کاوه.

له میانمار نه د معلوماتو ترلاسه کول ولې ستونځمن دي؟

زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

زلزله

د عکس سرچینه، Reuters

د تایلنډ پرتله په میانمار کې زلزلې اوږده مخینه لري. د اې ایف پي په رپوټ کې د امریکا جیولوجیکل سروې د معلوماتو له مخې ویل شوي، چې د ۱۹۳۰ او ۱۹۵۶ کلونو تر منځ د ساګائنګ فالټ لاین په اوږدو کې چې د میانمار له منځه تېرېږي، شپږ ځله داسې زلزلې راغلې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۷ درجو ته رسېده.

تایلنډ د زلزلې پر کرښه پروت هېواد نه دی، خو هلته ټولې محسوس شوې زلزلې په ګاونډي هېواد میانمار کې راغلې دي.

په داسې حال کې چې د تائلنډ پلازمېنې بنکاک ودانۍ احتمالي زلزلې ته په پام سره نه دي طراحي شوې، ځکه داسې وېره څرګندیږي چې ښايي د ودانیو ویجاړی به پاموړ وي.

میانمار د پوځي مشرانو لخوا اداره کېږي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او له همدې کبله په دې هېواد کې معلوماتو ته لاسرسی ګران دی. د دې هېواد واکمن د راډیو-ټلویزیون، ورځپاڼو او انټرنېټ په ګډون د معلوماتو پر هر ډول کنټرول لري.

د انټرنېټ پر کارولو هم محدودیتونه لګېدلي دي. بي بي سي نه ده توانېدلې له ټیلیفوني لارې معلومات ترلاسه کړي او داسې ښکاري چې په دې هېواد کې مخابراتي شبکو ته هم زیان اوښتی.

تایلنډ حکومت بېړنی غونډه بللي او موږ د معلوماتو په راټولولو بوخت یو او د همدې پاڼې له لارې به یې ژر درسره شریک کړو.