د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ: پېښور کې د پښتو ژبې ژوندي ساتلو هڅې

د ویډیو تشریح، د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ: پېښور کې د پښتو ژبې ژوندي ساتلو هڅې
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ: پېښور کې د پښتو ژبې ژوندي ساتلو هڅې

په دې وروستيو کې په پېښور کې د پښتو ژبې پرمختګ او خوندي ساتلو لپاره هڅې ډېرې شوې دي. د پېښور پوهنتون ښوونکي او محصلين وايي، په عصري دور کې د مورنۍ ژبې له ارزښته "انکار نه شي کېدی". دوی د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره د حکومت لخوا پر اخيستل شویو ځينو ګامونو خوښي څرګنده کړې، چې په وینا یې دا به د پښتو ژبې خوندي ساتلو کې مرسته وکړي خو په دې برخه کې نور کار ته هم اړتيا شته.

په پېښور کې زموږ همکار رحمان الله د پېښور پوهنتون له استادانو او زدکړیالانو سره د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په تړاو د پښتو پر ارزښت خبرې کړې دي.