افغانستان ته کابو دوو میاشتو کې تر ۵۵۰ میلیون ډېر نغد ډالر سپارل شوي

ډالر

د عکس سرچینه، DA AFGHANISTAN BANK

د افغانستان بانک وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې (نومبر ۷ او ۸مه) د ۴۰ میلیون نغدو ډالرو دوې کڅوړې افغانستان ته رسېدلې او یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې دي.

د دغو نویو پیسو په رسېدو، افغانستان ته د روان کال د اګسټ میاشتې له ۲۹ د نومبر تر ۸ پورې د رسېدلو پیسو کچه شاوخوا ۵۶۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

پر ‌ټویټر د افغانستان بانک د اعلان له مخې، د اګسټ پر ۲۹مه او ۳۰مه، د سپتمبر پر ۶‍، ۱۲ او ۲۱مه، د اکتوبر پر ۳، ۴، ۱۲ او ۱۸مه او د نومبر پر لومړۍ، دویمه، ۷ او ۸مه یوازې د ۴۰ میلیون ډالرو ۱۴ نغدې کڅوړې کابل ته رسېدلې او یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې دي.

ددغو کڅوړو ټولټال اعلان شوی مبلغ نژدې یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

چارواکي وايي، د پیسو دا کڅوړې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په اډانه کې شوې دي.

تېر کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ۴۶مه کڅوړه ده چې افغانستان ته رسېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

خو دا چې دغه نړیوالې مرستې له کومو سرچینو افغانستان ته استول کیږي د اقتصادي چارو کارپو طارق فرهادي پرې یې په اړه وايي:

"ډېره برخه يې د امریکا مرستې دي. امریکا په تېر یوه کال کې نژدې یو میلیارد ډالره بشري مرسته کړې او دا مرسته باید په یو ډول افغانستان ته ورسېږي. دا چې امریکا پر طالبانو بندیزونه لګولي نو له ملګرو ملتونو يې غوښتي چې دا پیسې افغانستان ته ننباسي او په بشري مرستو کې يې ولګوي. په همدې خاطر چې کله دا پیسې افغانستان ته رسېږي نو د افغانستان مرکزي بانک ته بلکه نړیوال بانک په نامه شخصي بانک ته ځي. هلته د ملګرو ملتونو یوه حساب ته ځي. د دغه بنسټ عمده بنسټونه د خوړو نړیوال سازمان، یونیسیف، یو ان اچ سي آر او آی او اېم دي چې تر ټولو ډېر لګښت لري؛ له هغه وروسته یو این ډي پي او نور دي. دوی د خپلو مرستندویو پروګرامونو لپاره له دغو پیسو یوه ونډه اخلي او بیا دا ډالر په شهزاده سرای کې په افغانیو اړوي".

په ورته وخت کې د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې ددغه بانک له لارې -چې اوس یې واک له طالبانو سره دی – وکړي،‌ خو د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو له کبله نړیوالې مرستې خصوصي بانک ته لېږدول کېږي.

نړیوال بانک په تېره مارچ میاشت کې له افغانستان سره د مرستو یوه څه باندې یو میلیارد ډالري کڅوړه اعلان کړه. دا مرسته په هېواد کې د انساني کړکېچ د مخنیوي لپاره شوې وه.

افغانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

نړیوال بانک وویل چې دا مرستې به د افغانستان د بیا رغونې د صندوق له لارې چې د طالبانو د حکومت له کنټرول لیرې وي، د نړوالو سازمانونو او نادولت‍ي نړیوالو بنسټونو په مټ ولګول شوي.

خو ځینې اقتصادي کارپوهان پر دې اند دي چې طالبان ددغو پیسو د لګولو بهیر ته لاسرسی او کنټرول پرې لري.

څو ورځې مخکې (اکتوبر ۲۷مه) د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې وویل، تر یوې میاشتې به د نویو چاپ شویو لس میلیارده افغانیو ۳۸۰ بانک نوټونه د افغانستان پولي بازار ته ورسېږي.

چارواکو ویلي وو‌، نوي بانک نوټونه د پولنډ‌ یوه شرکت چاپ کړي.

د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې مشر شاه محمد محرابي رسنیو ته ویلي وو ددغو پیسو د لېږد نېټه به تر یوې اونۍ د یوه فرانسوي شرکت له لوري په ډاګه شي.

محرابي دا هم ویلي وو چې د ۱۰ میلیاردو نورو افغانیو د چاپ لپاره هم له یوه فرانسوي شرکت سره تړون شوی دی.