د هغې ایزیدۍ ښځې کیسه چې ۵ ځله پلورل شوې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۴ کال "اسلامي دولت" نومې ډلې په عراق او سوریه کې د ایزیدي لږکیو زرګونه ښځې او ماشومان غلامان کړل. ایزیدي فعالانو سم لاسي د تښتول شویو وګړو د ژغورلو لپاره کمپاین پیل کړ.
نژدې یوه لسیزه وروسته د دوی کار لا هم نه دی بشپړ شوی.
د ۲۰۱۵ نومبر میاشت کې بهار او درې ماشومان یې د پنځم ځل لپاره وپلورل شول. دا یوه له هغو ګڼو ښځو او کورنیو څخه وه چې اسلامي دولت نومې ډلې تښتولې وې او د عراق شمال سنجار سیمه کې یې د دوی پر کلي ۱۸ میاشتې مخکې برید کړی و.
بهار په عراق کې د لږکیو له ټبره ده چې ټول نسل یې کابو شپږ زره کسانو ته رسېږي.
د "اسلامي دولت" نومې ډله ایزیدیان "کافران" ګڼي.
د هغې مېړه او مشر زوی یې یوه نامعلوم ځای ته یووړل شول.
بهار پر دې اند ده چې ګنې پر دوی دواړه ډزې شوې او په یوه ډله ییز قبر کې خښ کړل شوي.
بهار وايي په یاد یې دي چې دا او درې ماشومان یې غونج یوې خوا ته ناست وو او د خپل پلار او ورور په مرګ یې ژړل. خو دوی بیا وپلورل شول. له همدې ځایه د دوی د غمیزې سفر پیل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
بهرا وايي، داعش جنګیالیو دوی خپل ملکیت ګرځولي وو. هر وخت یې چې غوښتل له دې نه یې د مېرمنې ګټه اخیسته. "هر وخت به یې چې غوښتل وهلم یې. ماشومان مې چې عمرونه یې تر ۱۰ کلونو ډېر نه وو، کلونه ووهل شول".
رابع "مالک" د تونس او په ابو خطاب مشهور و.
دا وايي، هر وخت بمبارۍ وې. د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو منډې وهلې او وسلې یې ورسره لېږدولې او پټنځایونه ته تښتېدل. ګډوډي وه.
کله چې بهار او ماشومان یې د ابو خطاب په کور کې وو، یوه ورځ د هغه د کور مخې ته یو سپین ګاډی ودرېد، تورې ښیښې یې وې چلوونکي تورې جامې لرلې او اوږده ږیره یې وه چې د دغې ډلې له نورو جنګیالیو یې چندان توپیر نه درلود.
بهار پوه شوه چې ګنې دا او ماشومان یې بیا پلورل شوي. هغې پر سړي ورچیغې کړې او ترې ویې غوښتل چې ویې وژني. خو وروسته چې څه پېښ شول هر څه یې بدل کړل.
دې سړي ګاډي کې بل ځای ته ولېږدول او یوه بل سړي ته یې وسپارل.

دا وايي یو سړی په موټر سایکل راغی او یوازې یوه خبره یې وکړه. هغه له بهار او ماشومانو یې وغوښتل چې پر موټر سایکل ورسره سپاره شي. دوی ته یې وویل: "باید پام مو وي، موږ د اسلامي دولت نومې ډلې د کنټرول سیمه کې یو، تلاشۍ هم شته. که هرڅه یې درنه وغوښتل یوه خبره هم ونه کړې.
بهار وايي، دې سړي دوی خپل کور ته یووړل. "دوی له موږ سره ښه رویه کوله. خواړه او استوګنځی یې راکړ راته وویل:اوس داسې یوه خوندي ځای کې یاست."
بالاخره دوی د سوریې -عراق پولې ته ورسول شول. په استقبال کې یې ابو شجاع او د هغه وروره انتظار وو.
دا وايي: "مرګ ته نژدې شوې وم. د پېښې ډېر جزییات مې په یاد نه دي".
اټکل دی چې په سنجار د اسلامي دولت نومې ډلې له واکمنېدو سره تر ۶۴۰۰ ډېر ایزیدي ماشومان او ښځې غلامان او وینځې کړل شوې دي او خرڅ کړل شوي.
۵۰۰۰ نور ایزیديان د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په ډله ییز ډول وژل شوي.











