ایران کې ولسمشر کوم صلاحیتونه لري؟

د عکس سرچینه، EPA
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو پای ته ورسېد او دوه نوماندان پکې ولسمشرۍ ته وړ وګڼل شول: سمونغوښتونکی مسعود پزشکیان او سختدریځی محافظهکار سعید جلیلي. دوی به بیا ټاکنو ته درېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند محسن اسلامي د شنبې په ورځ وویل: "هېڅ کوم یوه نوماند د ټاکنو مطلق اکثریت تر لاسه نه کړای شو، نو لومړی او دویم نوماند چې ډېرې رایې یې ګټلې دي، د اساسي قانون له مخې دویم پړاو ټاکنو ته ځي، چې د جولای پر پنځمه به ترسره شي."
د کورنیو چارو وزارت وايي، هېڅ یوه نوماند ۵۰ سلنه رایې ونه شوای ګټلی. ټول ټال شاوخوا ۲۴ میلیون رای کارتونه کارول شوي دي.
د وزارت له لوري د لومړنیو پایلو پربنسټ اعلان شویو شمېرو له مخې، مسعود پزشکیان پر خپل ټاکنیز سیال جلیلي څه باندې ۱۰ میلیون رایې مخکې دی، خو جلیلي بیا څه باندې ۹،۴ میلیون رایې خپلې کړې دي.

په داسې حال کې چې د دویم پړاو ټاکنو نېټه په نژدې کېدا ده، چې د ایران راتلونکی ولسمشر به پکې ټاکل کېږي، مهم پوښتنه دا راولاړېږي چې ولسمشر به کوم واکونه ولري او په ایران کې ریښتینی واک له چا سره دی؟
په ایران کې له ستر مذهبي لارښود وروسته – چې په اصل کې ریښتینی واک له همده سره دی، ولسمشر دویم جګپوړی مسؤول کس دی.
ولسمشر د حکومت د ورځنیو چارو د اداره کولو مسؤولیت لري او تر ډېره یې په کورني سیاست او بهرنۍ تګلاره کې اغېز زیات وي.
خو واکونه یې نسبتا محدود دي – په تېره د امنیت اړوندو مسلو په برخه کې.

د عکس سرچینه، ISNA
د کورنیو چارو وزارت چې د ولسمشر اړوند بنسټ دی ملي پولیس اداره کوي. خو د پولیسو مشر د ستر مذهبي مشر له لوري ګومارل کېږي او هغه یې د مستقیمې ګومارنې مسؤل دی.
دا کار د ایران د انقلابي ګارډ د قومندان په حق کې هم همداسې دی، چې د (بسیج) په نامه رضاکاره ځواکونه پکې رانغښتل کېږي.
پارلمان چې نوي قوانین وړاندې کوي، د ولسمشر پر واک غور کولی شي.
په بدل کې یې، د اساسي قانون ساتندویه شورا چې د ستر مذهبي مشر نژدې کسان پکې دي، د نویو قوانینو تاییدولو مسؤلیت لري او ردولی یې هم شي.

د عکس سرچینه، مهر
د اساسي قانون د ساتنې شورا یو نامنتخب شوی پلاوی دی چې محافظهکاران پرې واکمن دي. دوی له ټول ټال ۸۰ کاندیدانو شپږ نوماندان کاندیداتورۍ ته وړ وګڼل. د نوماندانو امیر حسین قاضي زاده هاشمي او علي رضا زاکاني له شا ته کېدا وروسته، د تېرې جمعې ورځې ترسره شویو ټاکنو لومړي پړاو ته یوازې څلور نوماندان ولاړ وو.
د ایران پخواني ولسمشر حسن روحاني د سمونګر کاندید مسعود پزشکیان په پلوۍ د رایو اچولو غوښتنه کړې. پزشکیان د پخواني سمونګر ولسمشر محمد خاتمي له ملاتړ هم برخمن دی.
خو په دویم پړاو ټاکنو کې د هغه سیالی او سختدریځی محافظهکار سعید جلیلي له لوېدیځ سره د ایران د اټومي مسلې په تړاو خبرو پخوانی مرکچي دی، چې په ایران کې د محافظهکارانو او دیني بنسټونو غوره کاندید دی.











